لوګر کې ۱۶وسله وال وژل شوي

لوګر کې ۱۶وسله وال وژل شوي

2018-07-09

د لوګر سېمه ییز چارواکي وایي، چې افغان ځواکونو تیره شپه د مرکز پل علم اړوند د بابوس په سېمه کې هوایي او ځمکنې عملیات تر سره کړي دي.

د لوګر د ولایتي شورا ریس حسیب الله ستانکزي وویل، چې په دې برید کې د دوو ماشومانو په ګډون ۴ ملکیان او ۱۶ وسله وال وژل شوي دي. ستانکزی وایي پيښه هغه مهال رامنځته شوه کله، چې وسله والو طالبانو د ۰۱ قطعې په کاروان برید وکړ او وروسته هوایي برید وشو.

د بابوس او الوزیو سېمې اوسیدونکو هم د اعتراض په بڼه د کابل ګردیز لویه لاره د څو ساعتونو لپاره د ټرافیکو پر مخ تړلې وه او له حکومت نه یې د ملکي وګړو د وژنې د عامیلنو د مجازات غوښتنه کوله. بل خوا وسله وال طالبان وایي، چې د تیرې شپې په هوایي برید کې یواځې ملکیان وژل شوي او د دوی ملګرو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.

پاکستان د حافظ سعید د ترهګرې ډلې پر موسسو بندیز لګوی

پاکستان د حافظ سعید د ترهګرې ډلې پر موسسو بندیز لګوی

2018-02-13

د پاکستان حکومت خپل اساسي قانون له دې کبله تعدیل کړی دی چې په دغه ملک کې د فعاله اسلامپاله مشر حافظ سعید په خیریه موسسو بندیز ولگوي. د سعید دغه دوې خیریه موسسې چې یوه جماعت الدعوه او بله فلاح انسانیت نومیږي، د ملگرو ملتونو امنیت شورا هم د ترهگرو ډلو په لسټ کې شاملې کړې دي. د جماعت الدعوه ډله له شاوخوا دیرشو کلونو راهیسې فعالیتونه کوي. داسې ویل کیږي چې جماعت الدعوه د لشکر طیبه له جهادي ډلې سره تړلې ډله ده. لشکر طیبه په هندي کشمیر کې د هند د پوځ په ضد جنگیږي. پر لشکر طیبه دا تور دی چې د ٢٠٠٨ کال د ممبۍ په بریدونو کې لاس لري. په دغه بریدونو کې ١٦٦ تنه وژل شوي وو.


Create Account



Log In Your Account