غواړئ کمپيوټر مو پښتو وليکي؟

هغه کمپيوټرونه چې پښتو نه ليکي يا هم پښتو ليکنه نه ښيي پر نه څه حساب دي، راځئ چې خپل کمپيوټرونه پرته له کومې ستونزې يوازې د موږک په څو واره کليکولو سره په پښتو ليکلو اړباسو، په همدې موخه افغانسافټ تاسو ته د ١٥٣ پښتو فانټونو بنډل وړاندې کوي چې يوازې يې دلاندنيو لارښوونو په پوره غور څارلو سره د کار وړ ګرځولاى شئ:

Windows XP Service Pack2

که د اکسپي Pack2 نسخه کاروئ له لاندني پيوند څخه د نوموړو فانټونو بنډل کښته او د ور سره مل لارښوونو له لارې يې په کمپيوټر کې ځاى پر ځاى کړئ.

١. Control Panel او په نوموړې کې Regional and Language Options پرانيزئ له لاندني شکل سره مخېږئ:

٢.  د Install files for complex script and right-to-left languages  کور مارک يعنې روښانه کړئ.

٣.  د اکسپي وينډوز Pack2 نسخې ټيکله CD-ROM ته واچوئ او د Apply تڼۍ کليک کړئ، څو شيبې انتظار وکړئ تر څو کمپيوټر ته اړتيا وړ فايلونه کاپي شي.

٤.  وروسته Advanced ټب کليک کړئ او د Language for non-Unicode Programs  په سيمه کې له غځيدلې ليست څخه  (Arabic (Saudi Arabia  په نښه او د Apply تڼۍ کليک کړئ لاندني شکل ته ځير شئ:

 

٥. ورپسې PXPSP2.exe  فايل له لاندني پيوند څخه کښته او ځاى پر ځاى يې کړئ تر ځاى پر ځاى کولو وروسته مو کمپيوټر له سره روښان کړئ.

Click here to download

Password: 12-bi-12-bi-311-xp

Windows XP Service Pack3

که د اکسپي Pack3 نسخه کاروئ له لاندني پيوند څخه د نوموړو فانټونو بنډل کښته او د ور سره مل لارښوونو له لارې يې په کمپيوټر کې ځاى پر ځاى کړئ.

١. Control Panel او په نوموړې کې Regional and Language Options پرانيزئ له لاندني شکل سره مخېږئ:

٢.  د Install files for complex script and right-to-left languages  کور مارک يعنې روښانه کړئ.

٣.  د اکسپي وينډوز Pack3 نسخې ټيکله CD-ROM ته واچوئ او د Apply تڼۍ کليک کړئ، څو شيبې انتظار وکړئ تر څو کمپيوټر ته اړتيا وړ فايلونه کاپي شي.

٤.  وروسته Advanced ټب کليک کړئ او د Language for non-Unicode Programs  په سيمه کې له غځيدلې ليست څخه  (Pashto (Afghanistan  په نښه او د Apply تڼۍ کليک کړئ.

٥.  ورپسې PXPSP3.exe  فايل له لاندني پيوند څخه کښته او ځاى پر ځاى يې کړئ تر ځاى پر ځاى کولو وروسته مو کمپيوټر له سره روښان کړئ.

 Click here to download

Password: 12-bi-12-bi-311-xp

Windows 7

که وينډوز ٧ کاروئ د پښتو کولو لپاره يې لاندنۍ لارښوونې وڅارئ:

١.  Control Panel او په نوموړې کې Region and Language کليک کړئ.

٢.  ورپسې Keyboards and Languages  ټب په نښه کړئ لاندني شکل ته وګورئ:

٣.  پر درېيم ګام  Change keyboards تڼۍ ته ټک ورکړئ.

٤.  ورپسې Add تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه  (Pashto (Afghanistan  په نښه کړئ لاندني شکل ته وګورئ:

٥.  د OK تڼۍ کليک کړئ او پر پرده ټولې غوړېدلې پاڼې وتړئ.

٦.  ورپسې PWIN7.exe فايل له لاندني پيوند څخه کښته او ځاى پر ځاى کړئ، تر ځاى پر ځاى کولو وروسته مو کمپيوټر له سره روښان کړئ.

 Click here to download

Password: 12-bi-12-bi-311-win7

Windows Vista

که وينډوز ويسټا کاروئ د پښتو کولو لپاره يې لاندنۍ لارښوونې په غور وڅارئ:

١.  Control Panel او په نوموړې کې Region and Language کليک کړئ.

٢.  ورپسې Keyboards and Languages  ټب په نښه کړئ.

٣.  پر درېيم ګام  Change keyboards تڼۍ ته ټک ورکړئ.

٤.  ورپسې Add تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه  (Pashto (Afghanistan  په نښه کړئ.

٥.  د OK تڼۍ کليک کړئ او پر پرده ټولې غوړېدلې پاڼې وتړئ.

٦.  ورپسې PVista.exe فايل له لاندني پيوند څخه کښته او ځاى پر ځاى کړئ، تر ځاى پر ځاى کولو وروسته مو کمپيوټر له سره روښان کړئ.

افغانستان د دویمه درجه کرکټ هېوادونو اتلولۍ ګتلو په پار سیالۍ کوي

تلوسه/کابل

۲۰۱۶/۱۱/۲۵

ټاکل شوې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د دویمه درجه کرکټ ملي لوبډلو په ټورنامنټ سیالیو کې ګډونه وکړي.

د کرېک انفو وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه ټورنامنټ به د راتلونکي ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې د عربي اماراتو په کوربتوب ترسره شي.

دغه ټورنامنټ به د جنورۍ میاشتې له ۶ تر۲۰ مې نېټې د عربي اماراتو په نړیواله کرکټ اکاډمۍ لوبغالي کې ترسره شي.

په دې سیالیو کې به د افغانستان ترڅنګ د پي این جي، ایرلینډ، سکاټلینډ، هالینډ، هانګ کانګ، عمان او کوربه عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې برخه ولري.

کرېک انفو ته یوې سرچینې ویلي، چې په دغه ټورنامنټ کې بنګله دېش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو تراوسه یې د ګډون پرېکړه نه ده کړې.

اعلان شوې ۸ واړه لوبډلې د هندوستان په کوربتوب د ۲۰۱۶ کال په ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې لوبېدلي او د ۲۰ اوریزه کرکټ لوبو امتیاز له ځان سره لري.

که څه هم تراوسه د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۸ کال د۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو د ترسره کېدو خبر نه دی ورکړی، خو یوې سرچینې ویلي، د دغه ټورنامنټ ترسره کېدل د دې قوي نښه ده؛ چې ښایي۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ د مخکې پرېکړې له مخې ۴ کاله وروسته نه، بلکې د پخوا په څېر هر ۲ کاله وروسته ترسره شي.

د دویمه درجه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دغه ټورنامنټ به ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام ته د زونونو ترمنځ د ټاکنیز پړاو  ټورنامنټونو څخه په جلا توګه ترسره شي.

د هندوستان په کوربتوب د روان کال له ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو وروسته افغانستان تراوسه کومه نړیواله ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ نه ده کړې، خو له دغه ټورنامنټ مخکې یې راتلونکې میاشت د عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې سره د ۳ نړیوالو ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.

اوسمهال افغانستان له وړاندې د ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې د دویمه درجه هېوادونو په ډله کې لومړی او په ټولیزه توګه له یوازینۍ ټیسټ لوبډلې زمبابوې وړاندې ۹ مقام لري.

غریبۍ ځپلي کرکټ لوبغاړي چې اوس میلیونران دي

اوس چې کوم لوبغاړي په نړیواله کچه شهرت لري، لوړې ـ لوړې ودانۍ او کورونه لري، په کورونو کې یې نوې پرمختللې موټرې ولاړ دي او د ژوند ټول خواهشات یې پوره شوي، په داسې حال کې، چې یو وخت د یوې ډوډۍ پېر ته په فکر کې وو. د کرکټ په نړۍ کې د یو شمېر اوسنیو مشهورو لوبغاړیو له پخواني حال څخه مو خبروو، چی یو وخت یې یوه ـ یوه روپۍ په فکر مصرفوله؛ خو اوس ترې د خپلو پیسو شمېر هېر دی. له دې ډلې لوبغاړیو څخه هندی ال راونډر روینډر جډیجا دی، چې اوسمهال د کرکټ لوبې لوړیو څوکو ته رسېدلی دی او د پيسو یې شمار نه کېږي. هغه وخت چې دی اوسنی جډیجا نه و؛ خورا غریب و، مور نرسه او پلار یې چوکیدار و او کله چې ۱۶ کلن و؛ نو مور یې په یوه پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ او له هغې وروسته یې کرکټ سره مینه کمه شوه. جډیجا د مور دغم له کبله ماته ونه منله، بیا یې کرکټ پیل کړ، چې اوسمهال په ښه ځلېدو د کرکټ نړۍ یو مشهور لوبغاړی شمېرل کېږي. نوموړي د یو خبریال د دی پوښتنې په ځواب کې چې په ماشومتوب کې یې کوم حیوان خوښېد؛ ویلي، په ماشومتوب کې خپلې خېټې ته حیران و؛ نو حیوان به یې څنګه ساتلی؟ اسټرالیوي اوپنر ډیویډ وارنر هم له کرکټ مخکې په یو (سټور) کې کار کولو. د یو دوکان په اندازه کوټه کې اوسېد او د ساعت پر سر یې ۱۲ ډالره کار کولو؛ خو له کرکټ سره مینې او کامیابېدا ورته د میلیونونو ډالرو د ګټلو چانس برابر کړ، چې اوسمهال خپله په اسټرالیا کې په پانګونه بوخت دی. سویلي افریقایي ښي لاسی تېز بالر ډیل سټین چې کومه ورځ د خپل هېواد ملي لوبډلې له پاره غوره شو؛ نو یوازې یوه جوړه بوټان یې لرل. د نوموړي پر وینا، د غریبۍ له کبله یې د دویم جوړ بوټانو وس نه لرلو، چی بیا ورته د وخت لوبډلمشر شان پولک له خوا ورکړل شول. ویل کېږي، چې ډیل سټین به ماشومتوب کې بې (بوټانو) ګرځېد؛ خو اوسمهال په نړیوال کرکټ کې ۶۰۰ ویکټې لري او له میلیونونو ډالرو سره خبرې کوي. ویسټ انډيزي بې رحمه لوبغاړي او د ۲۰ اوریز کرکټ پاچا کریس ګېل هم ماشومتوب کې د ډوډۍ پیدا کولو له پاره د نورو ماشومانو څخه د (بوتلونه) غلا کول؛ خو اوسمهال د کال ۵ میلیونه ډالر ترلاسه کوي. د هندي کرکټ لوبډلې لوبډلمشر مهندر سینګ ډهوني، چې اوسمهال یې په کرکټ کې د زړه هېڅ ارمان پاتې نه دی، پیسې، موټرې، کورونه ، شهرت او عزت لري؛ خو ۱۴ کاله مخکې یې د اورګاډو په تم ځای کې ټکټونه پلورل چې هغه مهال یې کورنۍ ته ستره دنده وه. د پخوانۍ غریبې کورنۍ دا لوبغاړی چې په لومړیو کې ورته د کرکټ شرکت د کرکټ (بیټ) نه ورکولو؛ اوس د هندوستان په شمول د نړۍ د هر ستر شرکت له پاره ضرورت ګڼل کېږي، چې په ۳۱ میلیونو ډالرو سره د ورزش نړۍ یو شمتن لوبغاړی دی.

قران شریف و عقیده شروفساد

حفیظ منصور یکی از جنگسالاران مریض که مضمون ثقافت اسلامی را در پوهنتون های کشور ترویج افراطیت عنوان کرده و بر حذف ان از نصاب تعلیمی تاکید داشته از افکار ضد اسلامی گروه شروفساد سرچشمه میگیرد. از اغاز مبارزه قومندان مسعود مریض و پیروان اش علیه حکومت اسلامی سردار داوود خان که در ان زمان نه افراطیت وجود داشت و نه هم از اسلام استفاده ابزاری صورت میگرفت تا اکنون اعمال و کردار گروه شروفساد نشان میدهد که انان به اسلام عقیده ندراند. عقیده جنایت کاران و گروه شروفساد را در زندگی از سرمایه که از ادرس اسلام بدست اورده و منافع کشور های بیرونی را نسبت به منافع ملی ترجع داده میتوان دریافت و این قماش جنایت کاران نه از اسلام واقعی اگاهی کامل دارند و نه هم درس انسانیت را اموخته اند. این گروه مفسد و کنایت کار پیشه و جواسیس کشور های بیگانه تقریبا 38 سال میشود که بزرگترین ضربه را به دین مقدس اسلام وارده کرده اند و بعداز مرگ شان از مقبره های مجلل شان میتوانید حقیقت این موضوع را به درتسی درک کرده و دریابید. دین مقدس اسلام دین افراط و تفریط نبوده بلکه حزب جمعیت چور و چپاول اسلام را وسیله قدرت و ثروت ساخته و حق و حقوق دیگران را پایمال کرده اند و باید بیان کرد که این قماش افراد و اشخاص مانند قومندان مسعود مریض قدرت طلب و حفیظ مریض متعضب به هیچ دین عقیده ندارند به جز از چپاول و قدرت. آیه 143 سوره بقره *وَ کَذلِکَ جَعَلْناکُمْ أُمَّةً وَسَطاً لِتَکُونُوا شُهَداءَ عَلَى النَّاسِ وَ یَکُونَ الرَّسُولُ عَلَیْکُمْ شَهیداً وَ ما جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتی‏ کُنْتَ عَلَیْها إِلاَّ لِنَعْلَمَ مَنْ یَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّنْ یَنْقَلِبُ عَلى‏ عَقِبَیْهِ وَ إِنْ کانَتْ لَکَبیرَةً إِلاَّ عَلَى الَّذینَ هَدَى اللَّهُ وَ ما کانَ اللَّهُ لِیُضیعَ إیمانَکُمْ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَؤُفٌ رَحیمٌ* همه اخلاق نیکو در میانه است – که از افراط و تفریطش کرانه است ترجمه *و ما بدینسان شما را امتی معتدل و میانه رو قرار دادیم تا بر مردم گواه (راه درست) باشید چنانکه رسول (با رفتارهای معتدل و نیکوی خود) بر (درستی راه) شما گواه است* امید وارم این ایه قران کریم سبب اصلاح گروه های شروفساد شود و انان در بدل پول از توطیه و دسیسه علیه تمام ادیان بدست بردارند. و من التوفیق