د مخ اضافي وېښتان څه ډول له منځه وړل کېږي

که غواړئ د مخ اضافي وېښتان مو له منځه یوسئ، نو د هګۍ سپین را واخلئ او د مخ پر اړونده برخه یې وموښئ، چې دا کولای شي د مخ د اضافي وېښتانو په له منځه وړلو کې درسره مرسته وکړي.

– که غواړئ د مخ اضافي وېښتان مو له منځه یوسئ، نو یو څه اندازه بوره او اوړو په اوبو کې سره حل کړئ او پر مخ مو یې وموښئ، چې دا هم کولای شي د مخ د وېښتانو په له منځه وړلو کې درسره مرسته وکړي.

– بل ځای ویل شوي، چې د هګۍ سپین، بوره او اوړه سره ګډ کړئ او تر هغې پورې یې ووهئ ترڅو یې چې د خمیرې شکل او جوړښت نه دی غوره کړئ او ورسته له هغې یې پر مخ وموښئ او تر هغې یې پرېږدئ ترڅو، چې وچ نه وي. په یاد ولرئ څو ځله دا کار تکرارول ددې لامل ګرځي، چې وېښتان مو له منځه یوسي.

لېزر کولای شي د وېښتاو وده کمزورې کړي، خو د تل لپاره یې له منځه نشي وړلای.

” محمداکبرحقمل معینزی”

هرات کې ۳۰ ښارګوټي غیر معیاري رغول شوي

۱۳۹۵/۱۲/۱۶

تلوسه راډیو:هارون/هرات/

د هرات ولایت د ښار جوړونې ریاست مسؤولین وايي، د هرات ښار شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځ لورته تر ۴۰ پورې ښارګوټې جوړ شوي چې ۳۰ یې خپل سري رغول شوي.

د یاد ولایت د ښار جوړونې مسؤول فریدون سروري وايي، په دې ښآر ګوټو کې خلکو ته پر خپل سره قبالې ورکړل شوي چې نه قانوني او نه شرعي اړخ لري بل پر خپل سر دا کار تر سره شوي.

بل لور د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بیا وايي، په دې برخه کې یې کوښښ پیل کړی ترڅو د هغه کسانو سره جدي چلند وشي چې پر خلکو په بیلابیلو ډولو په غیر معیاري ډول دولتي او یا هغه ځمکې چې اسناد نه لري پلوري.

د یادولو وړ ده چې د کلونو را په دې خوا  په هرات کې پر خپل سر د ځمکو د غصب او ویشلو لړي پیل شوې،  چې تر اوسه یې له امله زیاتې ځمکې خلکو ته ورکړل شوي چې اوس ویل کیږي له دیروشو ښار ګوټو د جوړیدو ځمکې او اسناد قانوني ستونزې لري.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ ګډه پوله د لنډې مودې لپاره پرانيستل شوه

د کب، حوت ۱۷  مه  ۱۳۹۵

 

د پاکستان او افغانستان ترمنځ  ګډه پوله د دواړو هيوادونو د ولسونو پرمخ  د لنډي مودې لپاره پرانيستل شوې ده. پوله  له تېرو شلو ورځو راهيسې د تګ راتګ او تجارت لپاره په تورخم او چمن کې تړل شوې وه.

د پاکستان حکومت  د سه شنبې او چارشنبې په  ورځ ویلي، چې پوله  د دوو ورځو لپاره پرانيستل شوې ده. او هغه  خلک چې وېزې لري، له موقعې په  استفادې سره بايد پرپوله تګ راتګ وکړي. چارواکي وايي، چې پوله  به  د سه شبنې او چارشبنې په  ورځو د خلکو پرمخ  خلاصه  وي. پر پوله هغه پاکستانيانو ته  هم اجازه ورکړل شوې، چې په قانوني توګه  افغانستان ته تللي دي.

په  اسلام اباد کې افغان سفير ډاکټرعمرزاخېوال هم له وېزه لرونکيو افغانانو غوښتي، چې پر پوله واوړي.

پوله  د افغان سفير له هغې غوښتنې وروسته  خلاصه شوې، چې نوموړي څو ورځي وړاندي کړې وه. ښاغلي زاخېلوال ويلي وو، که  په راتلونکي دوو ورځو کې   ګډه پوله  خلاصه نه شي، له  افغان حکومت څخه  به  وغواړي، چې پر پوله  ايسار افغانان د پروازونو په  واسطه  خپل هيواد ته  انتقال کړي.

د پاکستان او افغانستان  ترمنځ  شاوخوا دوه زره پنځه سوه کيلوميتره  ګډه پوله  چې ورباندي هره ورځ  زرګونه کسان تګ راتګ کوي، د تېري مياشتي پر اوولسمه نېټه  په  داسي وخت کې  وتړل شوه، کله چې په  دغه  هيواد کې د ناامنۍ پرله  پسې پېښي رامنځته شوې.  د دواړو هیوادونو ترمنځ  د تګ راتګ لويي لارې د تورخم  او په  بلوچستان کې د چمن پوله  ده.

نيټ ورک څه ته وايي؟

د دوو شيانو تر منځ  اړيکو ټينګولو ته نيټ ورک وايي، د بېلګې په توګه د کور او دفتر اړيکي د يوه PTCL ټليفون د ټليفوني Exchange  له لارې ټينګېږي، د لويو او پراخو ښارونو يو له بل سره تړل تر يوه زياتو ايکسچنجونو ته اړتيا لري، د يوه ښار ټول ايکسچنجونه يو له بل سره تړلي او په ګډه کار کوي، د بېلابېلو ښارونو ټول ايکسچنجونه هم يو له بل سره وصل وي، همدا ډول له يوه هيواده بل ته د ټليفون کولو پر مهال هم د هغوى ټول ايکسچنجونه يو له بل سره اړيکي نيسي او په ګډه کار کوي.

کمپيوټر نيټ ورک

په کمپيوټر نيټ ورک کې د دوو يا ډېروکمپيوټرونو يو له بل سره تړلو ته کمپيوټر نيټ ورک وايي،  بايد ووايم چې دا کتاب يوازې او يوازې د کمپيوټر نيټ ورک لپاره ځانګړى شوى دى، که د نيټ ورک کليمه ووينئ موخه مو ځني کمپيوټر نيټ ورک دى.

 د نيټ ورک ګټې

د معلوماتو Data  ګډه کارونه

داسې وګڼئ چې په يوه دفتر کې کار کوئ، د دفتر کوم بل کارکوونکي يو فايل جوړ کړى او ستاسو سره يې په ګډه کارول غواړي.

يوه لار يې دا ده چې فايل به فلاپي ډيسک ته کاپي کوئ، بيا به يې په خپل کمپيوټر کې کاروئ، فلاپي يو داسې ډيسک دى چې هر وخت د باور وړ نه وي، کله چلېږي او کله هم له چلاو څخه قسم اخلي، څوک دا نه شي ويلاى چې زما په لاس کې فلاپي ډيسک به خامخا کار کوي.

د دې ستونزې يو لوى حل همدا اوسني فلش Flash ډرايونه دي چې د فلاپي په پرتله د باور وړ دي، بيا هم په سلو کې لس اعتبار نه لري، که وغواړئ نوموړى فايل د فلش ډيسک له لارې خپل کمپيوټر ته راوړئ، د ملګري کمپيوټر ته به ځئ فايل به فلش ډيسک ته کاپي کوئ او بيا به يې په خپل کمپيوټر کې کاروئ. که په دفتر کې نيټ ورک ولرئ ته او ملګري دې نوموړى فايل په ګډه کارولاى شئ.

 د سامانونو ګډه کارونه

په ټوليز ډول په دفترونو کې يو يا دوه پرينټرونه کارېږي، کمپيوټرونه د پرينټرونو په پرتله ډېر وي، له هر کمپيوټر سره ځانګړى پرينټر کارول ناشونى دى، که وغواړئ ډاټا پرينټ کړئ، د هغه کمپيوټر له لارې يې پرينټولاى شئ چې پرينټر ورسره تړلى وي، يا به هم پرينټر خپل کمپيوټر ته تړئ، دا کړنه يو څه ستونزمنه ښکاري ځکه تاسو به هغې خونې ته ځئ چې کمپيوټر او پرينټر سره په کې تړلي دي، له هغه به يې خلاصوئ او له خپل کمپيوټر سره به يې تړئ، په دې ډول پنځه دقيقې وخت چې د ډاټا پر پرينټولو لګېږي ښايي نيم ساعت او يا هم يوه ساعت ته و غځېږي.

که د کمپيوټرونو نيټ ورک ولرئ هر ځاى او هر کمپيوټر چې وي، کولاى شئ اول يا دويم پرينټر وکاروئ، پر پرينټر برسېره د هارډ ډيسک، سکېنر، سي ډي او کامرې ډرايونه هم په ګډه کارولاى شئ.

 د پروګرامونو  ګډه کارونه

پر سامانونو او ډاټا برسېره د کمپيوټر پروګرامونه هم په ګډه کارولاى شئ، ننني پروګرامونه خو د جسامت او څرنګوالي (کيفيت) له پلوه دومره لوى جوړ شوي چې په هارډ ډيسک کې پراخ ځاى نيسي.

له دې څخه مو موخه دا ده کوم پروګرامونه چې په مرکزي کمپيوټر کې ځاى پر ځاى شوي وي، هر نيټ ورک کاروونکى يې په ګډه کارولاى شي، په هر کمپيوټر کې د نوموړو پروګرامونو جلا جلا  ځاى پر ځاى کولو ته اړتيا نشته.

 د انټرنيټ  ګډه کارونه

د نيټ ورک يوه بله ګټه دا ده: که له نيټ ورک سره يو تړلى کمپيوټر له انټرنيټه برخمن وي، نو پر لين نورو ورسره تړلو کمپيوټرونو ته هم نيټ ورکولاى شي او بېل بېل ټليفون او موډيم، کارولو ته اړتيا نشته.

 مرکزي واکمني (کنټرول)

څنګه چې ټول کمپيوټرونه او کاروونکي د يوه نيټ ورک برخه وال دي، له همدې امله ټول امرونه له يوه ځايه څارل (کنټرول) کېږي او د قواعدو او قوانينو بېلابېل ډولونه په ډېره ښه توګه پېژني.

  

د نيټ ورک ډولونه

هر نيټ ورک څو ځانګړنې لري چې پر بنسټ يې نوموړى پر بېلابېلو ډولونه وېشل شوى دى، تفصيل يې په لاندې ډول دى:

 د جغرافيايي پولو پر بنسټ

نيټ ورک د جغرافيايي پولو پر بنسټ دوه مهم ډولونه لري:   LAN   او WAN

LAN چې د Local Area Network لنډيز دى تر يوه دفتر يا هم يوې ودانۍ او شرکت پورې محدود دى. 

  د لوکل اريا نيټ ورک ځانګړنې:

١. دا ډول نيټ ورک په يوه کوچني ځاى کې جوړېږي، له همدې امله يې جوړونه او کارونه خورا اسانه ده.

٢. د دې ډول نيټ ورک سامانونه په ډېره ټيټه بيه پيداکېږي.

٣. په دې نيټ ورک کې د ډاټا لېږدونه ډېر ژر تر سره کېږي، چټکتيا يې خورا ډېره ده، يعنې په يوه ثانيه کې له لسو او سلو څخه نېولې تر زرو ميګابيټو ډاټا استولاى شي. روښانه بېلګې يې ښاري نيټ کيفي يا د يوه شرکت او کمپنۍ سره تړل شوي کمپيوټرونه يادولاى شو.

WAN چې د Wide Area Network  لنډيز دى د دوو ښارونو يا دوو هېوادونو تر منځ کمپيوټرونه تړي.

 د ويډ اريا نيټ ورک ځانګړنې:

١. دا ډول نيټ ورک د ځمکې له يوه ګوټه نيولې تر بله د کمپيوټرونو د اړيکو ټينګولو لپاره کارېږي، له دې امله يې سامانونه ډېر ګران پرېوزي.

٢. د ډاټا لېږدونې پر وخت يې چټکتيا ډېره کمه ده، ډېر ځايونه د ټليفون لين کارېږي، چې سرعت يې په ثانيه کې ٥٦ کيلو بيټه دى، د تېز سرعت لپاره د T1 لين ور سره ملګرى کېږي، چې سرعت يې په ثانيه کې ١.٥ ميګابيټه دى، له همدې امله يې کلنى لګښت خورا ډېر دى، تر ټولو ګران لين يې T3 دى، چې په ثانيه کې ٤٥ ميګابيټه ډاټا لېږدولاى شي.

د ويډ اريا نيټ ورک سرعت د لوکل اريا نيټ ورک تر هغه – چې په ثانيه کې ١٠٠ ميګابيټه دى – ډېر کم دى.

 

 

Bandwidth

هغه سرعت ته ويل کېږي چې په وسيله يې يوه اله ډاټا واستوي، Bandwidth په ثانيه کې بيټونه (Bits Per Second) اندازه کوي، په ثانيه کې ٢ کيلو بيټه په دې معنا ده چې په يوه ثانيه کې ٢٠٤٨ بيټه ډاټا استولاى شي. په ياد مو وي چې ١٠٢٤ بيټه ډاټا ته يو کيلو بيټ ويل کېږي.

MAN

پر WAN او LAN بر سېره بله اصطلاح د MAN په نامه هم کارېږي.

MAN چې د Metropolitan Area Network لنډيز دى، د يوه ښار د جغرافيايي پولو په دننه کې د موجودو نيټ ورکونو لپاره کارېږي.

په ټوليز ډول په يوه ښار کې موجود تر يوه زيات لوکل اريا نيټ ورکونه د اړيکو د تېز سرعت له لارې يو له بله سره نښلوي، د همدې تېز سرعت د اسانتياوو له لارې ډېرې مواصلاتي کمپنۍ او شرکتونه ګټه پورته کوي.

نوموړي نيټ ورکونه  له: DSL, T3, T1, ISDN څخه عبارت دي.

ISDN  د Integrated Services Digital Network لنــډيز دى پر دې بر سېره نوموړي نيټ ورک ته DSL هم ويل کېږي چې د Digital Subscriber Line لنډيز دى.

 نيټ ورک او دندې يې

نيټ ورک د ډاټا ساتنې پر بنسټ پر دوو برخو وېشل شوى دى:

١. Server او Client نيټ ورک

داسې کمپيوټر ته چې نورو کمپيوټرونو ته بېلابېل خدمتونه تر سره کړي، د نورو کمپيوټرونو په پرتله تېز وي او د ډاټا ذخيره کولو او امرونو پر تر سره کولو پوره واکمن وي Server ويل کېږي.

په سرور او کلاينټ کې نور سره تړلي ټول کمپيوټرونه کلاينټ بلل کېږي، د کلاينټ هر څه د سرور په پرتله کم وي، څه نا څه امرونه تر سره کولاى شي، خو تر ډېره بريده  سرور ته اړ وي.

په کلاينټ او سرور نيټ ورک کې ډېرى ځانګړي (Dedicated)  شوي سرورونه کارېږي، دا ډول سرور د يوه ځانګړي کار لپاره کارېږي، د بېلګې په توګه: فايل سرور، مېل سرور، يا اپليکيشن سرور او….

 ٢. Peer to Peer  نيټ ورک

په پير ټو پير نيټ ورک کې ټول کمپيوټرونه اوږه پر اوږه کار کوي، د هغوى سرعت او د امرونو تر سره کول سره برابر وي،  هرو دوو کمپيوټرونو ته پير (جوړه) ويل کېږي، په پير ټو پير نيټ ورک کې کوم ځانګړى شوى سرور نشته، هر کمپيوټر له بل څخه غوښتنې کولاى شي او هر يو د کلاينټ او سرور رول لوبوي.

که په نيټ ورک کې د کمپيوټرونو شمېر تر لسو کم وي، پير ټو پير نيټ ورک ښه کار کوي، که يې شمېر تر لسو ډېر وي بيا کلاينټ او سرور ښه رول لوبوي.

Top of Form

Bottom of Form

حکمت ښادمن د ۶۰۰ جلده کتابونو مرسته وکړه

۱۷/۱۲/۱۳۹۵

تلوسه/هلمند/

د هلمند  ولایتي شورا رئیس محمدکریم اتل وویل، د کندهار د ملي تجار حکمت الله ښادمن په مالي همکارۍ یاد کتابونه د هلمند د علمي مرکزونو او عامه کتابتونونو  لپاره دي، چې د مطالعې برخه کې به استفاده ترې کیږي.

د کندهارولایت ځوان ملي سوداګرحکمت الله ښادمن چې تردې وړاندي یې بیلابیلو برخوکې دهلمندوالو لاس نیوی کړی،داځل یې علمي برخه کې اقدام وکړ.

د هلمند د ولایتي شورا د رئیس په هلوځلو حکمت ښادمن د هلمند د عامه کتابتونونو سره د ۶۰۰ جلده بیلابیلو کتابونو مرسته وکړه.

دغه کتابونه دهلمند ولایتي شورا د ریس محمدکریم اتل له لوري د علمي مرکزونو او ښوونځيو ترڅنګ پر ۱۵ عامه کتابتونونو وویشل شول.

نوموړي د ښادمن له دغه نیک اقدام څخه مننه وکړه،چې هرډول حالاتو کې یې د هلمندوالو لاس نیوی کړی،خو د هلمند د ملي تجارانو څخه یې وغوښتل چې دا ډول عامه مسایلو کې برخه واخلي او خپل مسؤلیت ترسره کړي.

داطلاعاتو کلتور رئیس فریداحمد فرهنګ او د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مشرخداینورخانزاد ، له هلمندي تجارانو د عامه کتابتونونو دغني کولوغوښتنه وکړل،ترڅوځوانان یې د ذهني پراختیاپه موخه وکاروي.

د ښوونځيو یو شمیرمسؤلینو بیا د کتابتونونو جوړیدل د زده کوونکو لپاره د مطالعې برخه کې اغیزناک او ګټور وبلل،چې پدې سره زده کوونکي زده کړو ته هڅول کیږي او د معلوماتو په زیاتیدو کې یې مرسته کوي.

کبرجن

زما مسلمانه وروه: پوښتلی شم چې ايا کبر دې خوښېږي؟ کبرجن انسان دې خوښېږي؟ په يقين سره ويلی شم چې نه …… هيڅکله نه. خو زما خوږه وروره: کله دې فکر کړي چې ته خو به کبرجن نه ېې؟ ته خو به کبر نه کوې؟ يو ځل بيا نه هېڅکله نه. خداي دې نه که چې ته کبر جن شې . مګر کله کله سړي پدې نه پوهېږي چې هغه کبر کوي خو کبر ترېنه کېږي. ايا ستا کله دې خبرې ته خيال شوی؟ ته داسې وګڼه چې تا په يو ملګري ډېر احسانونه کړي دي. د هغه هر څه ستا دي. هر څه چې هغه لري؛ ټول تا ورکړي. مګر ته هغه ته بلنه ورکوې چې راشي ؛ تاسره وګوري؛ خبرې درسره وکړي…… خو ستا دا ملګری ستا بلنه نه مني. تا ته نه راځی؛ خبرې در سره نه کوي او همدا کړنه بيا بيا تکراروي. نو دا راته ووايه چې ستا په اند ستا دا دوست کبرجن ده او که نه؟ ته پخپله پرېکړه وکه؛ ستا دا دوست څنګه دی؟ اوس نو د لوی خاوند(ج) د بلنې (اذان) په هکله څه واېې؟ تا ته الله (ج) په ډېره مينه بلنه درکوي چې راشه. زما سره وګوره؛ خبرې راسره وکه (لمونځ وکه). نو وروره: ايا تا دا بلنه منلې؟ يقين لرم چې دا بلنه دې منلې او ښه په مينه دې لمونځ کړی. مګر ته وګڼه که چېرته دا بلنه ونه منله او لمونځ دې ونکړ. نو خپل ځان باندې به څه پرېکړه کوې؟ د کبر جن پرېکړه که نه نور څه……؟ الله پاک دې مونږ ټول د کبر څخه وساتي. (وايي چې تر ټولو غټ کبرجن هغه ده چې لمونځ نکوي  کړئ،    . ستاسو رور نعمت الله خان

پاکستان کې سر شمېرنه له ۱۹ کلونو وروسته کېږي

د کب، حوت ۱۶   مه  ۱۳۹۵

تلوسه- رفيع الله مندوخېل//

 

د پاکستان د احصايې اداره وايي، چې په دې هيواد له نولس کلونو وروسته  سر شمېرنه  اوکورشمېرنه کېږي. وروستۍ سرشمېرنه  په  مېلادي کال ۱۹۹۸ کې شوې وه.

د يادي ادارې مشرکمشنر اصف باجوه ويلي، چې د سرشمېرنې لپاره بشپړ تياری نيول شوی، او لومړی پړاو به بې د رواني مارچ مياشتې له  پنځلسمې نېټې پيل شي. د سرشمېرنې له  امله ګمان کېږي، د ځيني سياسي ګوندونو ترمنځ  اختلاف  رامنځته شي، چې اندېښنه لري، سرشمېرنه به څنګه  د  دوی ځايي انتخاباتي جوړښتونه  اغېزمن کړي.

ښاغلي باجوه زياته کړې، چې پوځ ته  د احصايې د کارکوونکيو د بشپړامنيت ساتلو مسووليت  ورکړل شوی دی.

بلوچستان چې د پښتنو او بلوڅو ګډ ايالت دی، پښتانه  د سرشمېرنې پلوي کوي، خو بلوڅ ملتپال ګوندونه بيا وايي، ترڅو چې افغان کډوال له  ايالت څخه نه وي کډه شوي، دوی سرشمېرنه  ته زړونه  نه  ښه کوي.

بلوڅ ملتپال مشران د پاکستان له  مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي، چې ترهغو دي سرشمېرنه  وځنډول شي، ترڅو چې په  دغه  ايالت کې مېشت افغان کډوال  بېرته افغانستان ته نه  وي ستانه شوي.

د يادونې وړ ده، چې نړيوال بانک په  مېلادي کال ۲۰۱۵ کې د پاکستان نفوس شاوخوا يوسل نوي ميليون اټکل کړی وو، خو د دې هيواد حکومت  بيا ټول نفوس يوسل څلوردېرشت ميليونه  حسابوي.

القاعده د له مینځه تلو په درشل کې

په انګریزي ژبه مې یو شمیر نړیوال رپوتونه ولوستل چې
د القاعدې ترهګرې شبکې مرستیال مشر ابو خیرالمصري یوې بې پيلوټه الوتکې برید کې وژل شوی.
دا پېښه د سوریې هیواد شمال لویدیځ ته په ایدلیب ښار کې رامنځته شوې. د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د مرستیال د وژنې پخلی ګڼ شمیر سرچینو کړی.
د رپوټونو له مخې
دا لوړپوړی کس په عبدالله محمد رجب عبدالرحمان هم مشهور او د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن نږدې ملګری او یو مهال د یادې شبکې د شورا ریيس هم و.
په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا د متحدو ایالاتو د خزاینو دیپارټمنټ المصري د نورو نړیوالو ترهرګرو شبکو سره په ملاتړی تورن کړی و. همداشان یې ویلې وو چې نوموړی د نورو ترهګریزو شبکو سره د همغږی مسوول هم وو.
سوریه کې د تروریزم سره د مبارزې اداره (سایټ) وايي چې د یاد لوړپوړي ترهرګر وژنه یادې شبکې ته یو بل کلک ګوزار وو.
په سوریه او عراق کې داعش یا اسلامي حکومت رامنځته کیدل هم د القاعده شبکې نوښت و.
د کارپوهانو په باور چې القاعده شبکې ځکه دا کار کولو چې د دې نوم بد و او غوښتل یې په یوه نوې بڼه د نړۍ مسلمانان په ځان راټول او ورسته خپل هدف لاسته وروړي.
د ځانمرګو بریدونو نوښتګره ډله (القاعده) مخ په ضعیفیدو ده خو د دې ډلې د شعار چې له نړیوالو کفارو سره جهاد کوي، برعکس تر خپل شا یې لکونه ناګناه مسلمانان شهیدان، میلیونونونه بورې، کونډې، یتیمان، ورارې او شل او ګوډ پریښې دي.
دلدار