د کابل په ځانمرګي بريد کې ٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي مسوولين وايي، د کابل په ځانمرګي بريد کې پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

دا پېښه، نن مازيګر په څلورو بجو دوهمې امنيتي حوزې ته څېرمه په مرادخانيو سيمه کې وشوه.

د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش، رسنیو ته وويل چې دا بريد د يوه پلي ځانمرګي بريدګر له خوا وشو، چې په کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د امنيه قومندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنې مشر مل پاسوال سالم الماس بيا وايي چې په دې بريد کې پنځه تنه وژل شوي او څلور ژوبل دي.

نوموړي د پېښې قربانيان ملکي وګړي او دولتي کارکوونکي په ګوته کړل.

د دې بريد مسووليت داعش ډلې په غاړه اخيستى دى.

ولسمشر اشرف غني دا بريد غندلى او ويلي دي: “تروريستي ګروپونه د وېرې او وحشت د خپرولو، چاودنو او ترهګريزو بريدونو له لارې خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدلى.”

د ولسي جرګې د څلورو غړو دندې وځنډېدې

ولسي جرګې نن په خپله عمومي غونډه کې د دې جرګې د څلورو غړو دندې د غیر حاضرۍ او د ولسي جرګې ناستو ته نه د حاضرېدو له امله وځنډولې.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي ویل، دوی د کورنیو دندو د اصولو له مخې اړ دی، چې انظباتي اصول پلي کړي او د هغو کسانو دنده وځنډول شي، چې په مسلسل ډول له شلو ورځو ډېره غیر حاضري لري.
د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو له مخې هر هغه غړی چې له شلو ورځو ډېر مسلسله غیر حاضري ولري له ټولو امتیازاتو محرومېږي او د ولسي جرګې په غونډو کې د ګډون حق نه لري.
ابراهیمي وویل، دغه کار له دې امله کوي چې وکیلان د هېواد سخت شرایط په نظر کې نه نیسي، پرلپسې غیرحاضري کوي او په هغو ناستو کې ګډون نه کوي چې اجنډا یې په ټول ملت پورې اړه لري.
ولسي جرګې د ننګرهار د خلکو استازې فرشته انوري، د فاریاب استازی بشیر احمد ته ینج، د هرات استازی احمد بهزاد او د کوچیانو استازې پروین درانۍ دندې وځنډولې. دغو وکیلانو له دېرشو څخه تر پنځوسو ورځو پورې پرلپسې غیر حاضري کړې ده.
د ولسي جرګې دوو غړو فرشتې انوري او پروین درانۍ ویل کېږی چې په کاناډا کې یې د قبولۍ اسناد ورکړي؛ بشیر احمد ته ینج چې جنرال دوستم ته نېږدې کس دی په سیاسي کړکېچونو کې بوخت دی او احمد بهزاد په کور دننه او د باندې د روښنايۍ غورځنګ تر عنوان لاندې د دولت د کمزوري کولو او بدنامولو پروګرامونه جوړوي.
خو یوشمېر وکیلانو په دې پرېکړه اعتراض وکړ او ویې ویل، چې ناعادلانه پرېکړه ده. هغوی وویل، یوشمېر نور زورواکان هم شته چې ولسي جرګې ته نه حاضرېږي خو دنده یې نه ځنډول کېږي. د ولسي جرګې غړو وړاندیز وکړ چې دا اصول په ټولو غړو یو شان پلې شي.

جيمز مېټس: افغانستان مو نه دی هېر کړی

د امريکا د دفاع وزير وايي چې د سوريې او عراق له وروستيو پېښو سره- سره دوى افغانستان نه دى هېر کړى.

د امريکا دفاع وزير جيمز مېټس په دفاع وزارت پنټاګون کې يوې خبري غونډې ته په خپله وينا کې ويلي چې د افغانستان په اړه د دوى په تګلاره کې هېڅ ډول بدلون نه دى راغلى.

د هغه په وينا، که څه هم د ټرمپ حکومت په سوريه، عراق او د داعش پر ضد مبارزه کې ډېر بوخت دى، خو دوى اوس هم افغانستان ته  ډېره پاملرنه کوي.

جيمز ميټس ويلي، د امريکا نوی حکومت د افغانستان او پاکستان په اړه خپله تګلاره ارزوي.

دى وايي چې ډېر ژر به په دې اړه په لوړه کچه يوه پرېکړه وشي.

خو د امريکا دفاع وزير د نوې تګلارې په اړه معلومات ورنه کړل.

افغانستان له ۲۰۲۰ کال وروسته بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نه لري

په واشنګټن کې د افغانستان سفير وايي، درې کاله وروسته به افغانستان بهرنيو ځواکونو ته اړتيا ونه لري.

د افغانستان سفير ډاکتر محب دغه څرګندونې له يوې امريکايي رسنۍ سره په تازه مرکه کې په ډاګه کړې دي.

ده ويلي، افغانستان تر ٢٠٢٠ کال پورې د امريکا نظامي مرستو او د نړيوالو ځواکونو شتون ته اړتيا لري.

خو هغه زياته کړې، له هغه وروسته افغانستان نور بهرنيو ځواکونو ته اړتيا نه لري او ملي ځواکونه کولى شي له ترهګرو سره په يوازې ځان مبارزه وکړي.

د نوموړي په وينا، تر ٢٠٢٠ وروسته به افغان ځواکونه ښه مجهز او پياوړي شوي وي او د نړيوالو ځواکونو تشه به ډکه کړي.

ډاکتر محب ويلي، افغان هوايي ځواک اوس ډېرې الوتکې ترلاسه کړې او کال تر بله پياوړى کېږي.

د ده په خبره، داعش په ختيځ کې ځيني خوځښتونه پيل کړي خو تر اوسه يې کوم جدي ګواښ نه دى رامنځته کړى.

خوږیاڼی : د ۳ قوماندانانو په ګډون ۴۹ داعش وسله وال ووژل شول

۱۳۹۶/۱/۲۳

تلوسه : میرویس رحماني /ننګرهار/

چارواکي وایي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د حمزه په نوم پیل شوو عملیاتو کې تیرو څلریشت ساعتونو کې نږدې پنځوس داعش وسله وال وژل شوي دي .

د ننګرهار د والي ویاند عطاء خوږیاڼي رسنیو ته په رالیږل شوي خبرپاڼه کې ویلي چې ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د حمزه په نوم د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د هوایي او ځمکنیو بریدونو له امله د درې قوماندانانو په ګډون ۴۹ داعش وسله وال وژل شوي دي  او ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم د داعشیانو تخریب شوي دي .

په وژل شوو داعشیانو کې دولس تنه بهرنیان دي .

خو د ننګرهار امنیه قوماندانې د مطبوعاتو مسول حضرت حسین مشرقیوال بیا وایي  چې په یادو عملیاتو کې یوازي ۲۳ داعش وسله وال وژل شوي دي چې بهرنیان هم پکې شامل دي .

مشرقیوال وویل چې په یادو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتې.

حمزه عملیات له تیرو څو ورځو راهسې د ننګرهار په اچین کوټ او بټي کوټ په ولسوالیو کې پیل شوي چې  چارواکي پکې د ګڼو لاسته راوړنو خبري کوي.

 

له طبعي پېښو سره د مبارزې په اړه سيمينار جوړ شو

 

د وري، حمل  ۲۳  مه  ۱۳۹۶

 

د بلوچستان له طبعي پېښو سره د مبارزې ايالتي ادارې  په کوټه کې د طبعي پېښو د احتمالي خطرونو او له هغه څخه د ژغورنې په اړه يو سېمينار جوړ کړی وو، چې په کې د طبعي علومو پوهانو په کې له طبعي پېښو د ژغورنې په اړه خپلې څېړنيزې ويناوې او څرګندونې وړاندي کړې.

د مرکز کوټې په ګډون  د ايالت  ځيني نوري برخي په تېرو کلونو کې د زلزلو، سېلابونو او وچکالۍ له امله  له درنو مالي او ځاني زيانونه  سره مخامخ شوې دي.

په سيمينار کې ويل شوي که حکومت او ولس له طبعي پېښو د پېښېدونکيو تاوانونو د مخنيوي لپاره ګامونه  وانه خلي، نو کوټه  ښار به له يو بل ناورين سره مخامخ شي.

په کوټه ښار کې اته لسيزې وړاندې  يوه زوروره زلزله راغلې وه، چې له دېرشو تر شپېتو زرو کسان په کې مړه شوي وو. سره له دې چې کوټه ښار د زلزلو مرکز بلل کېږي او تر هغه وروسته هم په وار وار دلته زورورې زلزلې راغلې دي، خو له زلزلو د انساني زيان د مخنيوي لپاره ډېر لږ ګامونه اخيستل شوي دي.

د سيمينار ګډونوالو وويل، چې دلته د طبعي پېښو په اړه عامه پوهاوی نشته او علت يې دا دى چې حکومتي ادارې له خلکو سره د پېښو په اړه هيڅ مالومات نه شريکوي. که په بيړنۍ توګه له زلزلې د ژغورنې ګامونه پورته نه شي، نو که يوه زوروره زلزله راشي، احتمال شته چې د دې ښار له درې ميليونه انسانانو څخه نيمايي يې خپل ژوند له لاسه  ورکړي.

پېښور کې د نارنج ګل دوديز مشاعر ترسره شوه

د افغان کولتوري ټولنې له خوا د پېښور په سپرنگ ويليج هوټل کې د نارنج ګل دوديزه او عنعنوي مشاعره او مېله وشوه چې له دووسوو څخه زياتو د لر او بر شاعرانو، ليکوالانو او د شعر او ادب مينه والو په کې ګډون وکړ۰ د الله تعالی د سپيڅلي کلام د څو مبارکو ايتونو له تلاوت نه وروسته په دپېښورقونسلگرۍ کې کلتوري اتشه اسداالله فاروقي ، پوهاند اباسين يوسفزی، پوهاند شاکرالله شاکر، پروفيسر اسير منګل، ډاکتر عزيزالله حصاری او ښاغلی صابرشاه صابر د غونډې د مشرانو ميلمنو په توگه د سټيج ځانګړو څوکيو ته د ناستې لپاره وبلل شول ښاغلی امان الله نصرت ورسره د کوربه په ډول ناست وه ښاغلی فضل مولا توره کي ددريځ چارې پرمخ وړلې د نارنج ګل د مشاعرې پر تاريخ لنډه رڼا واچوله او د داسې دوديزو مشاعرو جوړول او نماځل ېې يو اړين او ګټور کار وباله۰ ښاغلی نصرالله بيتاب د دريځ د چارو مرستيال وو له سويډن څخه د ددوستۍ فرهنگي ټولنې دمشرتابه جرګې د مبارکۍ پيغام چې د ښاغلی حبيب الله غمخور له خوا راليږل شوی وو د غونډې برخه والو ته واورول شو بيا بيلابيلو شاعرانو په خپل وار خپل ليکل شوی شعرونه د غونډې برخه والو ته واورول چې د مشاعرې د ګډون والو په تودو احساساتو بدرگه شول۰ دمشاعرې غونډې ته د مهاجرينو د چارو رئيس ښاغلي عبدالحميد جليلی هم لنډه وينا وکړه او د افغان کولتوری ټولنې دا نوښت او فرهنګي هلې ځلې ېې وستايلې۰ غونډه د شاعرانو د شمير د زياتوالی له امله تر ماذيګر تېره وغزيده او يو زيات شمېر شاعرانو ته د وخت د کموالي له امله د شعر اورولو وار ونه رسيد چې د مشاعرې د جوړوونکو له خوا ترې په ډير درنښت بښنه وغوښتل شوه ټاکل شوې وه چې په مشاعره کې په اسلام اباد کې افغان سفير حضرت عمر زاخيلوال او په پېښور افغان قونصل عبدالله پويان هم برخه واخلي خو د خپلو زياتو بوختياوو له امله يې ونه شو کړاى چې په مشاعره کې برخه واخلي په دې مشاعره کې امان الله نصرت ، قاضي نثارالله حنيف ، الياس ټلوال ، پروفيسر اقبال شاکر ، پروفيسر اسير منګل ، فضل مولا تورکۍ ، فضل قادر انډيوال ، غازي اجمل افغان ، دډيوه راډيو ميا فاروق فراق عزيز الله حصاري ، امين وردګ ، محسن صديقي ، س ، ش عادل ، شاکر سباوون ، سيد صابر شاه صابر ،دمشرق ټلويزيون څخه افسر افغان ، عبدالرحمن افغانيار ، رسول خان احمدزى ، اباسين يوسفزى ، شوکت سواتي ،دبي بي سي اردو څانګې څخه رفعت الله اورکزى ، دبي بي سي پښتو څانګې رحمان الله ، ګل نذير منگل ،د تهران راډيو پښتو څانگې فضل عظيم عظيم او نورو برخه ګډون کړى وه . دا درنه او بې ساری مشاعره په گران يواد افغانستان کې د تلپاتې سولی، امن او سوکالۍ په دعا پای ته ورسيده.

يو کمپيوتر بايد څنګه وساتل شي؟

ډېرى خلګ په دې اند وي که د کمپيوټر بغل خلاص پرېښودل شي نه ګرمېږي، دا خبره نه کومه رښتينې بڼه او نه ګټه لري، ځکه په دې ډول د پروسيسور پر سر چې کومه پکه د کار پر مهال هوا توليدوي خپل تګلورى نه شي ټاکلاى او نه شي کولاى د هغو شيانو تر منځ چې د دې پر چاپېريال پراته دي هوا توليد او په سمه توګه وڅرخي. له همدې امله کمپيوټر د پخوا په پرتله ډېر ګرمېږي.

که د پروسيسور پکه خرابه وي، بله چاره هم نه وي کمپيوټر يوې پکې يا کولر ته داسې کښېږدئ چې د ده شا او د هغه مخ وي. د يادونې وړ ده هېڅ وخت کمپيوټر ګرمېدو ته مه پرېږدئ ښايي ځينې پرزې يې کار پرېږدي، پر دې برسېره هغه کمپيوټرونه چې بغل يې خلاص پاته وي د نورو په پرتله ډېر خرابېږي، وجه يې دا ده چې نوموړى د کار پر مهال يو ډول دوړه چې برېښنايي اغېزې ولري ځانته کشوي، نوموړې دوړه د کمپيوټر د کوچنيو کوچنيو پرزو ترمنځ يو ډول اړيکى قايموي او د کار پر وړاندې خنډ ګرځي.