د گل پاچا الفت ژوندليک

د گل پاچا الفت ژوندليک

January 28, 2018

استاد ګل پاچاالفت دپښتوادب يوځلاند ستورى اودافغانستان له ډېرومنلواوتکړه اديبانوڅخه دى. ګل پاچاالفت دپښتوژبې په ليکوالواواديبانوکې ډېرلوړمقام لري اوداستادۍ منزلت ته رسېدلى و. الفت دميرسيد پاچا زوى اود سيد فقير پاچا لمسى په خټه سيد پښتون او په ( ١٢٨٧) لمريز کال کې د لغمان ولايت په عزيزخان کڅ کې زېږېدلى دی (۵ م۹۳) خداى بخښلي الفت صاحب دهغه وخت د تعليمي رسم سره سم د ديني او عربي علومو مروجه تعليم د جومات څخه پيل کړ، او دهغه خاص ذکاوت او استعداد له برکته چې خداى تعالى ور کړى و په ډېر لږوخت کې صرف،نحوه ،فقه،منطق ،فلسفه،حديث اوتفسير کتابونه د هغه وخت له مشهورو علماو څخه ولوستل (۱۱م. ) استاد الفت د وختونو شاعر دى ،دده فن د زمان او مکان له قيده ازاد دى ،نوموړى ډېر ښه وطن پال ،د ټولنې خدمتګار،علمي نقاد،فيلسوف،ژورناليست،سياستمدار،دويښ زلميانو دډلې فعال او تکړه غړى،په تاشکند کې د افريقا او اسيا د ليکوالانود بين المللي سمينارگډون کوونکى ،بشردوست،دبې سېوادۍ سخت دښمن،دشرق پېژندنې دبېن المللي کانګرس تکړه غړ‌ى ،په شلمه پېړۍ کې د پښتوادب داسمان ځلانده اوروښانه ستورى اودپښتو دمعاصر هنري نثر يو ځانګړى اتل اودځانګړي سبک خاوند بلل شوى دى.(۶م۱۳۲) وايې:((هرڅومره چې تياره خپريږي هماغومره ستوري راڼه ځليږي)) له بده مرغه زمونږ هيواد او ټولنې اوږد تورتم وزغمه او ډېرې ناخوالې او کړاوونه يې وګالل،خوکه چيرته دتېرې پېړ‌ۍ په دغه بدمرغه تورتم کې هرڅومره ستوري ځليدلي وي نو ارواښاد ګل پاچا الفت به پکې هغه ځلانده ستورى ګڼل کېږي چې فکري رڼا يې د ژوندانه کاروان له هر راز بې لارۍ نه ژغورلى شي. دالفت فکر دلوړانساني ارمان فکر دى ، دافکر دانسانيت له رښتينې بشپړتيا پرته پر بل څه نه پخلا کېږي په ډېره ښکلې هنري ژبه د يوې ټولنې د طبيب په توګه د ټولنې په وجود کې ميکروبونه را برسېروي او وړ درمل ورته په ګوته کوي. دنوموړي شعرډېر سليس، روان او له نوښت څخه ډک دى ډېر نازک او نوي خيالات په زړو او ساده الفاظو کې ځايوي او ډېرو زړو او له نظره لويدلو مضامينو ته نوى خوند او رنګ ورکوي او په نظم اونثر کې ديوه اسدﻻل خاوند دى. اروښادالفت که له يوې خواسترشاعراو ليکوال دى نو له بلې خوا د پښتنې ټولنې نقاد هم دى ده په واقعي او لنډ ډول نه يوازې دټولنې عيبونه غندلي بلکې دهغې سمه نقشه اولار ښوونه يې کړې ده دمثال په توګه : (( دکوم ځاى دى )) اثر کې ليکوال په هغه مامورينو غږيدلاى چې دبډو دلارې ماڼيو ،ځمکواوباغونو خاوندان شوي دي،ده دغه خلک دهيواداو ولس سخت دښمنان ګڼلي دي. ارواښادالفت ادبيات دژوند لپاره غواړي او وايې چې ادبيات دانساني ژوندانه دټولو اړخونو لپاره يوه لويه قوه ده اوليکوالان کولاى شي چې انساني ژوند ته تغيرورکړي عالي مفکورې په کې راژوندۍ اووېښې کړي . (۶ م۱۳۵ ) الفت شعرسره يوه خاصه مينه درلوده اوپه دې برخه کې دلوى استعداد خاوند وو، ده پخپل اثر(ادبي بحثونه) کې شعر ارزښت د انسان په ژوند کې اغيزناک ښودلى او ددې خبرې دثبوت لپاره يې خوشخال خان ، رحمان بابا ، حميد ماشوخيل اوشيدا داشعارو بيتونه د نمونې په توګه راوړي دي .(۶ م۱۳۶) دنوموړي په شعر کې اجتماعي اوانتقادي برخه او نوي مضمونونه نازک خيالونه او ادبي نکتې په کې ډېرې دي ، دده په شعر کې د مليت او قوميت جذبې داخلاقو پلوشې ، دمينې سندرې اودژوند خوندونه په بېلابېلورنګونوکې ځان ښکاره کوي.(۷م۶۸) الفت صيب دژوند زياته برخه په ليک لوست تېره کړې اوزيات اثار يې ليکلي چې په لنډ ډول يې راوړو: دالفت خپاره شوي اوناخپاره شوي آثار استادالفت دپښتوژبې او ادبياتو لپاره ډېرکتابونه اوژباړې کړي دي چې ځني يې په کابل او يوشمېر يې په ننګرهار اوځنې په خارج کې چاپ شوي اوډېراثار يې ﻻتراوسه دچاپ په ګاڼه نه دي سمبال شوي چې په لنډ ډول يې راوړو . الف- خپاره شوي اثار : ١- دسپرلي نغمه ٢- بله ډيوه ٣- لغوي څېړنې ٤- پښتوسندرې ٥- عالي افکار ٦- څه ليکل يالوستل ٧- ادبي بخثونه ٨- پښتوکلي پنځم جلداول ټوک ٩- پښتوکلي پنځم جلد دوهم ټوک ١٠- آزادۍ پيغام ١١- غوره نثرونه ١٢- لوړخيالونه اوژورفکرونه ١٣- منطق ١٤- غوره اشعار ١٥- املااوانشاء ١٦- ليکوالي ١٧- نوى سبک ١٨- دزړه وينا ١٩- ملي قهرمان خوشخال خټک (۴م۱۸۰ م۱۸۱) ب- ناخپاره شوي اثار: ١- نوى څرک (دپښتولغاتومقايسه دنوروژبوسره) ٢- څه ګورم او څه اورم ٣- اجتماعي نظريات ٤- ښه لمسون ٥- دټولنې علم (ژباړه) ٦- موفقيت لار (ژباړه) (۴م۱۸۱) الفت صاحب که له يوې خواخپلې ژبې ته دقدروړخدمتونه کړي له بلې خواخپل هيواد ته په بېلا بېلو دندواو ملازمتونو دخدمت جوګه شوىچې په لنډه توګه يادونه کوو. د ګل پاچا الفت د ندې کله چې الفت دمروجه علومودزده کړې څخه فارغ شودلو مړي ځل دپاره په (١٣١٤) لمريز کال کې دانيس ورځپاڼه کې دکاتب په توگه په رسمي کار کې شامل شواوددغه وخت څخه دده ټول ادبي زيار نه يواځې دکتابونوپه پاڼوکې راڅرگند شو، بلکه په ورځپاڼو،جريدو،مجلواوکالنيوکې هم دده ډيرې مقالې خپرې شوې دي لکه : انيس،اصلاح،اتحادمشرقي ،اولس ،زيرى ،کابل ،وږمه ،ننگرهار،اريانا اونوريادولى شو.په (١٣١٥) لمريزکال کې دانجمن ادبي غړى شو، ددې ترڅنگ دزيري جريدې چلوونکى هم و. (۶ م۱۳۲) الفت په (١٣١٨) لمريزکال د پښتوټولنې دصحافت دمديرمرستيال شواوپه (١٣١٩) لمريزکال دپښتوټولنې دلغاتواوقواعدودڅانگې مديرشو،په (١٣٢٠) لمريزکال کې داصلاح دورځپاڼې دپښتومشاورشو،پس له هغه دپښتوټولنې عمومي مبصراودکابل دمجلې چلوونکى و،نوموړي دزيرې جريده هم يوکال چلولې ده ،ورپسې دمشرقي اتحاد(١٣٢٥) لمريزکال کې مديراوپه (١٣٢٧) لمريزکال په ننگرهارکې دقبايلوعمومي مديريت چارې وروسپارل شوې ،څه موده يې داولس ملې جريده وچلوله ،وروسته په (١٣٢٨) لمريزکال دجلال اباد دخلکوله خوادملي شوراپه (٧مه) دوره کې وکيل شواوپه ملي شوراکې ددوهم معاون په حيث وټاکل شو،بياپه (١٣٣١) لمريزکال کې دلغمان دقرغيو دخلکولخوا دشورا اتمې دورې ته وکيل وټاکل شوتردې وروسته په (١٣٣٤) لمريزکال کې دننگرهاردخلکوله خوادلويې جرگې وکيل وټاکل شو.په (١٣٣٥) لمريزکال کې په لومړۍ رتبه دپښتوټولنې ريًس مقررشواودپوهنې دوزارت دعالي شوراپه غړيتوب ومنل شو، همدارنگه دحقوقودپوهنځي اودادبياتودپوهنځي دپښتواستادي هم ورپه غاړه شوه .(۶ م۱۳۳) ارواښادالفت په (١٣٤٢) لمريزکال کې دثورپه څلورمه(٤) دقبايلودمستقل رئيس په حيث دښاغلي دکتورمحمديوسف په کابينه کې مقررشو.په (١٣٣٨) لمريزکال کې دجوزا دمياشتې د(١٣٤٢) لمريزکال دعقرب ترپايه دولس ملي جريدې دامتيازخاوندهم و،چې دليکوالۍ ډيرزيات کاردده په غاړه واوفارسي اوپښتومضامينوپه ليکلواوتهيه کولوکې يې درنه برخه درلوده چې ډيرې زياتې مقالې يې په دې جريده کې په مستعارونومونواوبې نومه يا د ادارې په نامه نشرشوي .(۴م۱۳۰)

نوروهيوادوته رسمي سفرونه ١- په (١٣٣٦) لمريزکال دحمل په دريمه (٣) ديوهيئت په مشرۍ پيښورته درحمان بابا دقبردجوړولوپه غرض تگ . ٢- په (١٣٣٦) لمريزکال دثورپه اته ويشتمه (٢٨) ديوکلتوري هيئت په مشرۍ شوروي اتحادته تگ دکلتوروزارت په بلنه . ٣- په (١٣٣٦) لمريزکال داسدپه نهه ويشتمه (٢٩) ديوه هيئت په غړيتوب مونشن ته تگ دمستشرقينوپه څلورويشتم (٢٤) کانگرس کې دشمول په عرض . ۴- په (١٣٣٧) لمريزکال دميزان په دريمه (٣) تاشکندته ديوه هيئت په غړيتوب د آسيايې اوافريقايي ليکوالوپه کانفرانسونوکې دگډون په غرض تگ . ۵-په (١٣٣٩) لمريزکال دثورپه اتمه (٨) ديوه هيئت په مشرۍ شوروي اتحادته ددوستۍ ټولنې په بلنه تگ . ۶- په (١٣٣٩) لمريزکال داسدپه پنځلسمه (١٥) ديوه هيئت په مشرۍ مسکوته دمستشرقينوپه (٢٥) کانگرس کې دگډون په غرض تگ . ۷- په (١٣٤٠) لمريزکال دثورپه نهمه (٩) ديوه هيئت په مشرۍ شوروي اتحادته ددوستۍ ټولنې په بلنه تگ . په دغوسفرونوکې يې داځايونه ليدلي دي : مسکو،ليننگراد،سوچي ،باکو،دوشنبه ،تاشکند،کيف ،ولگاگراد،تفليس ،ثمرقند،مونشن،تهران اوپيښور.(۴،م۱۸۱م۱۸۲) . الفت صيب دژوندپه ورستيوکې ددندې څخه لاس واخيست اودحج دفريضې داداکولولپاره بيت الله شريف ته ولاړ. نوموړي دژوندوروستۍ ورځې په خپل ټاټوبي عزيزخان کڅ کې تيرې کړې اوپه (١٣٥٦) لمريزکال کې د دسمبرپه اتمه (٨) نيټه دزړه دناروغۍ له کبله د (٦٨) کالوپه عمروفات شواودکابل اوجلال آبادلوى لارې ترڅنگ دمنصورکلي په هديره کې خاوروته وسپارل شو.(۱م۲۴۵)

تجنيس پيژندنه په لغت کې همجنس کولوته وايي ،دادبي فنونوپه اصطلاح که په يوه بيت يانيم بيتۍ کې دوې يا زياتې داسې کلمې راشي ،چې په بڼه، وزن ،دتوروپه شمير،ليک اولوست کې يوشان ياڅه سره ورته وي اوپه ماناکې سره توپيرولري ،تجنيس يې بولې تجنيس ته ځنې جناس هم وايي ( ۱۰ م۷۸ ) يا په بل عبارت : ددوه لفظونوپه تلفظ کې يووالي اومانا کې جلاوالي ته جناس وايي .( ۸ م۱۳۰ ) تجنيس په اووه ډوله (٧) دی چې په راتلونکوپاڼوکې به دالفت دشعرونودبېلګوپه ملتيا چې زموږاصلي موضوع هم ده وړاندې شي.

دالفت په شعرونوکې دتجنيس بديعي صنعت بېلګې ١-تام تجنيس:که متجانسې کلمې دتوروپه شمېر، وزن ،بڼه ،ليک اولوست کې يوشان وي اويوازې په ماناکې سره توپيرولري ،تام تجنيس ورته ويل کيږي ( ۱۰ م۷۸ ) ياپه بل عبارت : داهغه جناس دی،چې دوه لفظونه په هرڅه کې يوشان وي لکه په حرکاتو،سکناتواوترتيب کې . ( ۸ م۱۳۰ ) تام تجنيس په دوه (٢) ډوله دی: الف- تام مماثل تجنيس : که متجانسې کلمې دواړه نوم يافعل وي تام مماثل تجنيس ورته وايي . لمړۍ بېلگه: په دنيـــــا کې که فايده ترينه وانه خــــلې اخــــرت کې خودنيـــــــاڅه په کـــــارنه ده (۳ م۷۰) په پورته بيت کې ددنياپه کلمه کې تجنيس راغلی دی ،لومړۍ ( دنيا) دجهان په مانااودويمه ( دنيا) دمال اودولت په مانا کارول شوې ده ،داچې دواړه کلمې نومونه دي نوځکه يي تام مماثل تجنيس بولي . دوهمه بېلگه : دعشـــق توردی دعاشق دستـــــــرګوتور سربلندشي چې په عشق کې شي سرتور په مـــــــذهب دســـــــوولــــــووپتنــــــــګانو دطوبی سيوری نه ښه دی دعشـــــق تور (۳ م۳۷۴ ) دپورته څلوريزې د( تور ) په کلمه کې تجنيس پيښ شوی دی ،لومړی ( تور ) د تهمت په مانا دويم ( تور ) دسترګې دکسي په مانا کارول شوی . دريمه بېلگه : په تورو،نه په توروموږ تعليم نوروته ورکړ بې زړوته مودځان په شانې زړونه ورکول (۳ م۲۸۸ ) دپورته بيت د( تورو ) په کلمه کې تجنيس راغلی ، لومړی ( تورو ) دتورې ( شمشېر ) په مانااودوهم ( تورو ) دحرفونو په ماناکارول شوی، داچې دواړه کلمې نومونه دي نوځکه يې تام مماثل تجنيس بولي . ب – مستوفی تام تجنيس : که چيرته له متجانسوکلموڅخه يوه يي نوم اوبله يې فعل کارول شوی وي نوموړی تجنيس يې بولي ( ۱۰ م۸۰ ) لمړۍ بېلگه : داســـرخي چې ته په سروګلوکې وينې فــــکروکړه دي دچـــــادځيـــــــګروينې ( ۳ م۲۹۱ ) دپورته بيت د( وينې ) په کلمه کې تجنيس پېښ شوی دی ،لومړی ( وينې ) دليدوپه مانااودويم ( وينې ) د ( خون ) په مانا کارول شوی دي ، داچې لومړی ( وينې ) فعل اودويم نوم دی نوځکه يې مستوفی تام تجنيس بولي . دوهمه بېلگه : آزادي که خيراتي وي يادچا مــــــهرباني وي افتخاربه پرې ونه کاکه همت يې افغاني وي قرباني چې پکې نه وي هغه کله لوی اختروي آزادۍ ســــــره تړلې ډيــره لــــويه قربـــــاني وي ( ۳ م۳۶۸ ) دپورته څلوريزې د ( قرباني ) په کلمه کې تجنيس واقع شوى ، لومړی ( قرباني ) داختري په مانا اودويمه ( قرباني ) دسرښندنې په ماناکارول شوې ، داچې لومړی قرباني نوم اودويمه يې فعل دی نوځکه يې مستوفی تام تجنيس بولي . دريمه بېلگه : خوښه دې چې غلا کړې که فحشا اوکه سودونه کړې چاته جاسوسي کـــــړې که په چـــاباندې ظلمونه کړې دلـــــته دعمـــــل آزادي هــــــــرچــــــــاتـــــــــه حـــاصله ده ســــردې دوهــــــودی کــــــه آزاد آزادفـــــکرونه کـــــړې ( ۳ م۳۶۸ ) دپورته څلوريزې د( آزاد ) په کلمه کې تجنيس پېښ شوی ،لومړی ( آزاد ) دخلاص په مانا اودويم ( آزاد ) دخپلواک په مانا کارول شوى ، داچې لومړی ( آزاد ) فعل اودويم ( ازاد ) نوم دی ، نوځکه ورته مستوفي تام تجنيس وايي. څلورمه بېلگه : چې ولس له هرې خوانه پرېشان وي ته هم ښه يې پرېشان خيالي اوربله (۳، م۳۱۹ ) دپورته بيت د( پرېشان ) په کلمه کې تجنيس پېښ شوی ، لومړی ( پرېشان ) دخفګان په مانا اودويم ( پرېشان ) دخور شوي په مانا کارول شوی ، داچې لومړی پرېشان نوم اودويم يې فعل دی نوځکه ورته مستوفی تام تجنيس وايي . پنځمه بېلگه : دښکليو مينه مې په عقل اوفکر لوبې کوي چې ستا اوربل شي پرېشان ماپرېشان وګڼه ( ۳ م۲۳۴ ) دپورته بيت د( پرېشان ) په کلمه کې تجنيس پېښ شوی، لومړی ( پرېشان ) دخوروورپه مانا اودويم ( پرېشان ) دخفګان په مانا، داچې لومړی فعل اودويم يې نوم دی نوځکه مستوفي تام تجنيس ورته وايي.

٢- ناقص ( نيمګړی ) تجنيس دتجنيس هغه ډول دی چې متجانسې کلمې په بڼه اوتوروپه شمير کې سره يوشان وي مګر توپير يې يوازې او يوازې په ويون ( تلفظ ) اومانا کې وي . (۱۰ م۸۲ ) لمړۍ بېلگه : لــــه کوم لوري راروان يو جهانـــــګردو مخ اوڅټ باندې يې پروت دلارې ګردو

ماوې څه دې وليـدل پدې جهــــــــان کې ؟ ويل دومره شومه پوه چې جهـــــان ګردو (۳ م۲۴۰ ) په پورته څلوريزه کې د(جهانګرد او جهان ګرد ) په کلمو کې تجنيس پېښ شوی، لومړی ( جهانګرد) د دجهان ګرځيدونکي په مانا اودويم ( جهان ګرد) دګردوالي ( دايروي ) په مانا راغلى ، داچې دکلمو تلفظ يوله بل سره توپيرلري نوځکه ورته ناقص يا نيمګړی تجنيس وايي . ٣- زايد تجنيس زايد په لغت کې زيات کړل شوي ته وايي او په ادبي اصطلاح کې نوموړى هغه ادبي صنعت دى چې له متجانسو کلمو څخه ديوې په سر ، منځ يا پاى کې يو تورى زيات راغلى وي . (۱۰ م۸۴ ) زايد تجنيس په دوه ډوله دى : الف – مزيد تجنيس : که له متجانسوکلمو څخه ديوې په سر کې يو تورى زيات راغلى وي مزيد تجنيس ورته وايي . لمړۍ بېلگه : بصــيــــرت او علم نشتــــه په کــــــــــتاب کې چـــــــې څه نه وي د مـــــعزو په پيــچ و تاب کې عـــــلم وپوهــه بل شى نه دى بيــــــــــنايي ده خوشې ناست يې پټې سترګې په محراب کې (۳م۲۴۱) دپورته څلوريزې د (کتاب اوتاب ) په کلمو کې مزيد تجنيس پېښ شوى دى ،دا چې د(کتاب) په کلمه کې يو تورى (ک) دتاب له کليمې څخه زيات دى ،نو ځکه ورته مزيد تجنيس وايي. دوهمه بېلگه : کبان وايي ژوند پيدا دى له دريابه ســـــمندروايي چې دى داور له تابه لـــــټوي يې دهــوامرغـــان هــــواکې حقيقت ورک دى ددهــــــر1 له کتابه (۳م۲۵۰) دپورته څلوريزې د (تابه او کتابه) په کلمو کې تجنيس پېښ شوى ، داچې د(کتابه ) په کلمه کې (ک) يو تورى زيات راغلى نو ځکه يې مزيد تجنيس بولي . درېمه بېلگه : په ځان وژنوکې ژوندون دنام وننګ وينمه لــوى افتخاردآزادۍ لپاره جــنګ وينــمــه ډيره شانداره کارنامه په هغه درنګ21 وينمه چې دمظلوم لاس دظالم په وينورنګ وينمه (۳م۱۸۱) په پورته څلوريزه کې د(درنګ اورنګ) په کلمو کې مزيد تجنيس راغلى دى،دا چې د(درنګ) په کلمه کې د(رنګ) له کلمې څخه يو تورى زيات راغلى،نوځکه يې مزيد تجنيس بولي. څلورمه بېلگه : دهر چا خوښه چې په مــال که په کـمال پسې ځي زه يې عبث بولـــــم چې مـينه بې د ښـکلو کــــوي (۳م۱۴۹) پورته بيت کې د (مال او کمال ) په کلمو کې تجنيس واقع شوى، دا چې د (کمال) په کلمه کې د (ک) تورى د (مال ) د کلمې څخه زيات راغلى دى نو ځکه ورته مزيد تجنيس وايي . پنځمه بيلگه : در په ياد کــړه ټول جزيات دخپل عـمل دى دهـــــرچــا خپل عــمــل دﻻرې مـــــل (۳م۱۸۶) دپورته بيت د(عمل اومل) په کلموکې مزيد تجنيس پېښ شوى،داچې د(عمل)په کلمه کې د(ع) تورى د(مل) دکلمې څخه زيات راغلى نوځکه ورته مزيد تجنيس وايي. شپږمه بېلگه : مخــالــف وي يولــه بله حــال اوقــــال1 په ويناکــې ګـــــوره عـکس دمــــقال2 دپـــــښتو دا حماســـي عالي شـــعرونه درتـــه ښـــيي د پښــتو پــرېـــوتى حــال (۳م۳۴۱) په پورته څلوريزه کې د(قال اومقال ) په کلموکې تجنيس راغلى دى ، داچې د(مقال ) په کلمه کې د(م) تورى د(قال) له کلمې څخه زيات راغلى نوځکه يې مذيد تجنيس بولي . ب- مذيل تجنيس : مذيل په لغت کې دبرطرفه کوونکي په مانادى اوپه اصطلاح کې دزايدتجنيس هغه ډول دى چې له متجانسوکلموڅخه ديوې په منځ ياپاى کې يوتورى زيات راغلى وي . (٥م٨٥) يا په بـــل عبارت : داهغه تجنيس دى چې په دوه يازياتوتوروکې يې اختلاف وي چې داختلاف تــوري يې په پاى کــــــې راغلى وي . لمړۍ بېلگه : بې حسابه څـاڅـکـي تـوى په بحروبرشي لــــه لــکـــونوکـــروړونــويــوگـــوهــــرشي (۳م۱۲) دپورته بيت د(بحراوبر ) په کلموکې مذيل تجنيس راغلى دى ، د(بحر) په کلمه کې د(ح) تورى د(بر) له کلمې څخه زيات دى نوځکه ورته مذيل تجنيس وايي . دوهمه بېلگه : جوړبه هرځاى کې بيادلوبوميدانونه شـــــــــي بيابه له مستۍ نه شروشورجگ دابشار1شي (۳م۳۸) دپورته بيت د(شراوشور) په کلموکې مذيل تجنيس پيښ شوى د(شور) په کلمه کې د(و) تورى د(شر) دکلمې څخه زيات راغلى دى نوځکه ورته مذيل تجنيس وايي . دريمه بېلگه : غــوږاوسترگــې بېلې لارې لــري زړه تـــــه دلــــيدواوريـــدوبېـل بـــويـه خــونـــــدونــه (۳ م۴۴) دپورته بيت د(بېلې اوبېل ) په کلموکې تجنيس پېښ شوى ، داچې د(بيلې ) په کلمه کې د(ى) تورى د(بېل ) له کلمې څخه زيات راغلى نوځکه يې مذيل تجنيس بولي . څلورمه بېلگه : لمروبل سپوږمۍ وه بله سـتوري نـوروو ته هــم بل شـــان اېـــسېدلې اى پښــــتونه (۳م۴۵) دپورته بيت د(بل اوبله ) په کلموکې تجنيس راغلى دى ، داچې د(بله ) په کلمه کې په پاى کې د(ه) تورى د(بل ) له کلمې څخه زيات راغلى نوځکه ورته مذيل تجنيس وايي . پنځمه بېلگه : دلته ژوندقبيله يي دى قبيله لــکه قبله ده توجه ورته لري ټول که صغير2دى که کبير3 (۳ م۳۲۰) دپورته بيت د(قبيله اوقبله ) په کلموکې تجنيس راغلى دى ، داچې د(قبيله ) په کلمه کې د(ي) تورى د(قبله ) له کلمې څخه زيات راغلى نوځکه يې مذيل تجنيس بولي . شپږمه بېلگه :

نه پوهيږم مقصدڅه دى نغمـــه څه ده خوعالم کې شروشورزوږاوغوغاشته (۳م۹۸) دپورته بيت د(شراوشور) په کلموکې مذيل تجنيس راغلى دى ، د(شور) په کلمه کې د(و) تورى د(شر) دکلمې څخه زيات راغلى نوځکه ورته مذيل تجنيس وايي . اوومه بېلگه : عدالت دېموکراسي هــم دلته شوه قبيلوي اوکه دغه شانته نه وي څوک يې کله قبلوي (۳م۳۲۲) دپورته بيت د(قبيلوي اوقبلوي ) په کلموکې مذيل تجنيس راغلى دى داچې د(قبيلوي ) په کلمه کې د(ي) تورى د(قبلوي ) دکلمې څخه زيات راغلى، نوځکه ورته مذيل تجنيس وايي . اتمه بېلگه : څه کړم هغه سترگې چې کتاب لره بينا نه وي بې دمخ له خــــطه1 له بل خط سره اشنـــانه وي (۳م۷۳) دپورته بيت د(خطه اوخط) په کلموکې مذيل تجنيس پېښ شوى ، داچې د(خطه ) په کلمه کې د(ه) تورى د(خط) دکلمې څخه زيات راغلى نوځکه ورته مذيل تجنيس وايي . نهمه بېلگه : کـه مانـــع دجدوجهداودکــــاروي شېخ صاحبه دا قبا*څه پکارنه ده (۳م۴۹) دپورته بيت د(جداوجهد) په کلموکې مذيل تجنيس پيښ شوى ، د(جهد) په کلمه کې د(ه) تورى د(جد) له کلمې څخه زيات دى . لسمه بېلگه :

حســــد زړه کې دى حاسدلره سقر** جنت دى ،مينه ناک زړه اوښه نظر دهرچا جـــــنت دوزخ دهغه زړه کې غلمان خوري ، مارلړم يې خيروشر (۳ م۳۷۳) دپورته څلوريځې د(حسد اوحاسد) په کلموکې مذيل تجنيس راغلى دى ، د(حاسد) په کلمه کې د(الف) تورى دحسدله کلمې څخه زيات دى. يوولسمه بېلگه : په اواربسترکې سينددرومي ارامه خــوپه چړکې يې بياگوره شروشــــور (۳م۳۳۲)

دپورته بيت د(شراوشور) په کلموکې مذيل تجنيس پيښ شوى ، د(شور) په کلمه کې (و) تورى د(شر) له کلمې څخه زيات دى . دوولسمه بېلگه : ورتـــــه مه وايه !دنيازمـــنوبدحــــال صاحب نازبين1 دى نيازبين2 نه دى (۳م۲۲۲) دپورته بيت د(نازبين اونيازبين ) په کلموکې مذيل تجنيس پېښ شوى ،د(نيازبين) په کلمه کې د(ى) تورى د(نازبين ) له کلمې څخه زيات دى . ديارلسمه بېلگه : ماوې هغه دخلکو خوښ دى پرې ټوليږي خلک ده وې زه نه غواړم لــــــــيډر3ماته لـــــــډر4ښه دى (۳م۳۱۵) دپورته بيت د(ليډراولډر) په کلموکې تجنيس پيښ شوى ، داچې د(ليډر) په کلمه کې د(ى) تورى د(لډر) دکلمې څخه زيات راغلى، نوځکه ورته مزيدتجنيس وايي . ٤-مرکب تجنيس که متجانسې کلمې په بڼه ،حرکت ،دتوروپه شمېراووزن کې يوشان وي مگر يوه يې مرکبه اوبله يې بسيطه وي مرکب تجنيس ورته وايي . (۱۰ م۸۶) مرکب تجنيس په درې (٣) ډوله دى : الف – متشابه مرکب تجنيس : که چرته متجانسې کلمې يوله بله سره په ليک اوتلفظ کې توپيرونه لري ، متشابه مرکب تجنيس ورته وايي . لمړۍ بيلگه: وايي مـــــه کوه خبرې کــــــــــــوه کار بــــــې خــــــــبروکارپه کاردى دبادار دخرکاراودخره فــرق به نوپه څه وي که خرکارلکه خرکارکړي نه گفـــتار (۳م۳۵۹) په پورته بيت کې مرکب تجنيس د(خرکاراوخرکار) په کلموکې دى ،لومړى (خرکار) بسيطه کلمه ده ،چې د(خره چلوونکي ) په مانا ده اودوهمه يې مرکبه کلمه ده چې د(خراوکار) بيلې بيلې کلمې دي نوځکه يې متشابه مرکب تجنيس بولي . ب – مفروق مرکب تجنيس : دمرکب تجنيس هغه ډول دى چې مرکبه کلمه يې دمرکبې په بڼه اوبسيطه يې دبسيطې په بڼه وليکل شي يا دا چې مرکبه کلمه يې په ليک کې له بسيطې کلمې سره توپير ولري .(۱۰م۸۸) لمړۍ بېلگه : لـــه کـــوم لــــــوري راروان يوجهانګردو مخ اوڅټ باندې يې پروت دلارې ګردو مــــاوې څه دې وليدل په دې جهـان کې ويلې دومره شومه پوه چې جهان ګردو (۳م۲۴۰) دپورته بيت د(جهانګرداوجهان ګرد) په کلموکې مرکب تجنيس پېښ شوى،داچې لومړى (جهانګرد) مفرده کلمه ده اودمفردې په بڼه ليکل شوې اودويم (جهان ګرد) مرکبه کلمه ده اودمرکبې په بڼه ليکل شوې اوبله داچې ددويم (جهان ګرد) د(ګ) توری په زېرتلفظ کېږي نوځکه يې مفروق مرکب تجنيس بولي. ج- مرفومرکب تجنيس:مرفوپه لغت کې دګنډل شوي په مانا دى اوپه اصطلاح کې مرفومرکب تجنيس هغه دى چې له متجانسو کلموڅخه ديوې په سرکې دوه يا درې توري زيات راغلي وي.(۱۰ م۸۹) لمړۍ بېلگه : سترګې خلاصې کړه په ځير،ځيرهرڅه ګوره په جـــــهان کــــې څــــه رواڅــــه نــــــارواشـــته (۳م۹۷) دپورته بيت د(روا اوناروا) په کلموکې مرفومرکب تجنيس راغلى دى،د(ناروا ) په کلمه کې د(روا) دکلمې څخه دوه توري زيات دي. دوهمه بېلگه : بې حيرته نــورڅه نشته په دې لاره کې هرګوره1 که له دې تيارې ځان باسې سکندره خضر2ګوره (۳م۱۲۷) دپورته بيت د(هرګوره اوګوره) په کلمو کې مرفومرکب تجنيس راغلى د (هرګوره ) په کلمه کې دوه توري د (ګوره ) دکلمې څخه زيات راغلي نو ځکه يې مرفومرکب تجنيس بولي . دريمه بېلگه : ښه او بد حق او نا حق چې معلوم نه شي تــــوره شــــپه ده ورتــــه مــه وايــــه ســــــبا (۳م۱۸۹) دپورته بيت د(حق او ناحق) په کلمو کې مرفو مرکب تجنيس راغلى د (ناحق ) په کلمه کې دوه توري دحق د کلمې زيات راغلي. څلورمه بېلگه : شـــړۍ بــدله زه پــه ښـه شــــال کـــړم ناسيال انسان زه دهر چا سيال کړم (۳م۱۰۴)

دپورته بيت د(ناسيال او سيال) په کلمو کې مرکب تجنيس راغلى داچې د(ناسيال ) په کلمه کې د(سيال) له کلمې څخه دوه توري زيات راغلي نو ځکه يې مرفومرکب تجنيس بولي. پنځمه بېلگه : حاجـيان اوحجــابـونـه دده مخـه نيـوى نـه شـي حقيقت پسې کړي هڅه په مکان او ﻻمکان کې (۳م۲) د پورته بيت د(مکان او لامکان ) په کلمو کې تجنيس پېښ شوى،داچې د (لامکان ) په کلمه کې دوه توري د ( مکان ) د کلمې څخه زيات راغلي نو ځکه يې مرفو مرکب تجنيس بولي . شپږمه بېلگه : د تلبيس1 ښايسته رنګونه ټول شي مخوه پخــپل څـېر ښــکاره روا او نــــــا روا شــي (۳م۲۰) دپورته بيت د( روا او ناروا ) په کلموکې تجنيس راغلى دى ،داچې د(ناروا) په کلمه کې دوه توري درواد کلمې څخه زيات راغلي نو ځکه مرفو مرکب تجنيس بولي .

٥-مکررتجنيس هغه تجنيس دى چې متجانسې کلمې د بيت په پاى کې پر لپسې راشي په بله وينا که چېرته له متجانسو کلمو څخه وروستۍ کلمه د مخکينۍ کلمې په وروستۍ برخه کې شامله وي مکرر تجنيس ورته وايي (۱۰م۹۰) لمړۍ بېلگه : چــې يـې لاس نـه رسېــدو آلــو تـروه وه چې يې ﻻس بر شــو آلو ډېر شو مزېدار (۳م۳۹۵) دپورته بيت د(تروه او وه ) په کلمو کې تجنيس پېښ شوى ،دا چې د(وه) کلمه د(تروه)کلمې په وروستۍ برخه کې شامله ده ،نوځکه يې مکررتجنيس بولو.

٦-مطرف تجنيس هغه تجنيس چې متجانسې کلمې يې په يوه توري کې سره توپير ولري مطرف تجنيس يي بولي .(۱۰م۹۱) مطرف تجنيس په دوه ډوله دى : الف – مضارع مطرف تجنيس :مضارع په لغت کې ورته يا مشابه ته وايي په اصطلاح کې مضارع مطرف تجنيس د مطرف تجنيس هغه ډول دى چې مخالف توري يې په وتونځايونو(مخرجونو)کې سره نژدې وي . لمړۍ بېلگه : سوزوسازدزندگۍ ښه تماشه ده بې رڼــااوسيدل مړينــــــــه اوفناده (۳ م۱۷۳) دپورته بيت د(سوزاوساز) په کلموکې مضارع مطرف تجنيس راغلى دى ،د(سوز) په کلمه کې (و) تورى اود(ساز) په کلمه کې د(الف ) تورى يوله بله سره توپيرلري ، چې وتونځايونه يې سره نژدې دي نوځکه يې مضارع مطرف تجنيس بولي. دوهمه بېلگه :

دى دحال په ژبه پوه دى قيل وقال ته حاجت نشته اوري ډير غلي شورونه چې ويده دي نيستان کې (۳ م۲) دپورته بيت د(قيل اوقال ) په کلموکې تجنيس پېښ شوى ، داچې د(قيل ) په کلمه کې د(ى) تورى اود(قال ) په کلمه کې د(الف ) تورى يوله بله سره توپيرلري خو وتونځايونه (مخرجونه ) يې سره نژدې دي نوځکه يې مضارع مطرف تجنيس بولي . دريمه بېلگه : غايه1 دعلم اودکمــــــال يم قيمت دحسن اودجمال يم (۳م۱۰۴) دپورته بيت د(جمال اوکمال ) په کلموکې تجنيس پېښ شوى ، داچې د(جمال ) په کلمه کې د(ج) تورى اود(کمال) په کلمه کې د(ک) تورى يوله بله سره توپيرلري ، خووتونځايونه يې سره گډ دي نوځکه يې مضارع مطرف تجنيس بولي . څلورمه بېلگه : دبيان باغ يې سمسورکړداشعاروپه بحرونــــــــــو اوج2 اوموج3 دکلام ساتي دخيالاتوپه طوفان کې (۳ م۲) دپورته بيت د(اوج اوموج ) په کلموکې مضارع مطرف تجنيس راغلى دى ، د(اوج ) په کلمه کې د(الف ) تورى اود(موج ) په کلمه کې د(م) تورى يوله بله سره توپيرلري چې وتونځايونه يې سره نژدې دي . ب – لاحـــق مطــرف تجنيس : لاحـــق په لغت کـــې نښتي ته وايې اوپه ادبي اصطلاح کې هغه صنعت دى چې دمتجانسوکلموبدل توري يې په وتونځايونو کې سره لرې وي .(۱۰ م۹۲) لمړۍ بېلگه : راځۍ څيرې کړوداښې جامې رنگينې پـــــکې وگوروڅيرې ډيرې ننـــــــــگينې (۳ م۲۲۲) دپورته بيت د(رنگينې اوننگينې ) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى ، د(رنگينې ) په کلمه کې د(ر) اود(ننگينې ) په کلمه کې (ن) يوله بل سره توپيرلري ، چې ددواړو وتونځايونه هم سره لرې دي . دوهمه بېلگه : تـــحول په کايـــــــــــــناتوکې ليــــــــــده شي ډيرافسوس دى که يوقوم پاتې ويده شـي (۳م۶۰) دپورته بيت د(ليده اوويده ) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى د(ليده ) په کلمه کې (ل) اود (ويده ) په کلمه کې (و) يوله بل سره بدل راغلي دي ، چې مخرجونه يې هم سره لري دي .

دريمه بېلگه : له ژونده يې زړه توردى خپل وطن ورته سوراوردى نــارې وهي اوس حضــــــــرچې مرگـــــــــونه قبــــــــلوم (۳م۶۵) دپورته بيت د(تور،اور) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى د(تور) په کلمه کې د(ت) اود(اور) په کلمه کې د (الف) تورى يوله بله توپيرلري چې مخرجونه يې هم سره لرې دي . څلورمه بېلگه : اى زما دزړگي سر،دسترگوتوره دبهاروږمه تـــاويږي ستــاله کوره (۳م۶۸) دپورته بيت د(توره اوکوره) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى د(توره) په کلمه کې د(ت) تورى اود(کوره) په کلمه کې د(ک) تورى يوله بله توپيرلري چې وتونځايونه يې سره جدادي. پنځمه بېلگه : ديارغم دې لکه تاج ووپه سرباندې نورغمونه دې کړه ټول له پښولاندې (۳م۵) دپورته بيت د(باندې اولاندې) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى،د(باندې) په کلمه کې د(ب) تورى اود(لاندې) په کلمه کې د(ل) تورى يوله بله سره توپيرلري اوله بلې خوايې وتونځايونه هم سره جدادي،نوځکه ورته لاحق مطرف تجنيس وايي. شپږمه بېلگه : ډيرزيات مړښت دى ژوندون ته زهر ډېــره غنا1ده دګنــــــــــــــاه مــــــــــهر 2 (۳م۲۹۰) دپورته بيت د(زهراومهر) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى،د(زهر) په کلمه کې د(ز) تورى اود(مهر) په کلمه کې د(م) تورى يوله بله سره توپيرلري چې وتونځايونه يې هم سره جدادي. اوومه بېلگه : غرقيدونکى دى غرقيږي که فرعون دى قارون چـې پيداشي په ولس کې يوموسى اوبل هارون (۳م۲۸۰) دپورته بيت د(قارون اوهارون ) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس پېښ شوى ،د(قارون) په کلمه کې د(ق) تورى اود(هارون ) په کلمه کې د(ه) تورى يوله بله سره توپيرلري ، اووتونځايونه يې هم يوله بله سره جدا دي نوځکه ورته لاحق مطرف تجنيس وايي.

اتمه بېلگه : خدايه !تانشي پيژندى زموږقليل3 علم داپه علت ،معلول5 ولاړزموږعليل4 علم (۳م۲۶۴) دپورته بيت د(قليل اوعليل) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس پېښ شوى د(قليل) په کلمه کې د(ق) تورى اود(عليل) په کلمه کې د(ع) تورى يوله بله سره توپيرلري اووتونځايونه يې هم سره جدادي. نهمه بېلگه :

هــــــرملت په هرنظرکې وي ښاغـلى که په هـررنګ وآيين کې وي راغلى (۳م۱۵۴) دپورته بيت د(ښاغلى اوراغلى) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس پېښ شوى،د(ښاغلى) په کلمه کې د(ښ) تورى اود(راغلى) په کلمه کې د(ر) تورى يوله بله توپيرلري اووتونځايونه يې هم سره خلاف دي. لسمه بېلگه : اوس پيداورته داموج اودامستي شوه چې هيوادکې دمستانويې هستي شوه (۳ م۱۲۵) دپورته بيت د(مستي اوهستي) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى،د(مستي ) په کلمه کې د(م) تورى اود(هستي) په کلمه کې د(ه) تورى يوله بله سره توپيرلري اووتونځايونه يې هم سره توپيرلري.

يوولسمه بېلگه : دعمل لارکې چې ايښى چايوګام دى په جهان کې يې په نورواوچت بام دى (۳م۲۲۷) دپورته بيت د(ګام اوبام) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى، د(ګام) په کلمه د(ګ)تورى اود(بام) په کلمه کې د(ب) تورى يوله بله سره توپيرلري اومخرجونه يې هم سره جدا دي. دولسمه بېلگه :

په نسب وه له هرچـــــــانه معتبره په حسب1 باندې مېرمنونه بهتره (۳م۲۲۱) دپورته بيت د(نسب او حسب) په کلمو کې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى ،د(نسب) په کلمه کې (ن) اود(حسب)په کلمه کې د(ح) تورى يوله بله توپيرلري اووتونځايونه يې هم سره جدادي. ٧-خطي تجنيس که چرته متجانسې کلمې بې له ټکيويوه بڼه ولري خطي تجنيس يې بولي.(۱۰م۹۳) لمړۍ بېلگه : جوړقيامت دى په دنياکې خو خساب اوکتاب نشته بــــــــې دغوښوله انســانه په دې اور بــل کبـــاب نشته (۳ م۲۱۱) دپورته بيت د(کتاب اوکباب) په کلموکې خطي تجنيس راغلى دى، چې متجانسې کلمې يې بې له ټکويوډول بڼه لري دوهمه بېلگه : وړۍ زموږ دي اوشړۍ اخلو له بل ځنې تل پوټکي زموږدي جوړوي ترېنه بوټونه يوبل (۳م۱۶۶) دپورته بيت د(تل اوبل) په کلمو کې خطي تجنيس راغلى دى بې له ټکويوډول بڼه لري. دريمه بېلگه :

زه بې خې بل شوم بل مې جهان شو بــــدل مـې يون شو بـــــدل مې تـــون (۳م۳۸۶) دپورته بيت د(يون اوتون) په کلموکې خطي تجنيس پېښ شوى دى ، چې دواړه کلمې بې له ټکو يوډول بڼه لري څلورمه بېلگه : ته اوس ناست يې شپه او ورځ دګل په څنګ کې زه مــــــدام يـم لــه خـــــزان سـره پــه جنــــــګ کـــــې‌ (۳ م۵۴) دپورته بيت د (څنګ او جنګ) په کلمو کې خطي تجنيس راغلى دى بې له ټکو يو ډول بڼه لري پنځمه بېلگه : نه بادام شـــــوگوفه کړې او نـــــه ناک وه نه دا شنـــــه قبـــــــا په غـاړه کې دتاک وه (م۵۸) د پورته بيت د(ناک او تاک) په کلمو کې خطي تجنيس پېښ شوى ، بې له ټکو يوډول بڼه لري

پـــــايـــــلـــه

که ښه ځيرشو په رښتيا هم شاعر او ليکوال دخپل چاپېريال او ټولنې محصول دى ،دشاعر د ټولو وارداتو او تخيلونو اخځ او مرجع دشاعر ټولنه او چاپېريال جوړوي . دگل پاچا الفت دکﻻم خوږوالى په دې کې دى چې ډېر سليس ، روان ،خوږ او په عين حال کې له نوښته ډک دى ،ډېر نازک او نوي خيالونه په زړو ساده الفاظو کې ځايوي او ډېرو زړو او له نظره لوېدلو مضامينو ته نوى خوند او رنګ ورکوي ،په نظم او نثر کې د پوره استدﻻل خاوند دى په تېره بيا دده اشعار او د نثر خوږې ټوټې له هره حېثه زړه وړونکي دي ،پدې ټوټو کې ټولنيز دردونه په ښو اغېزناکو الفاظو کې بيانوي په دې ترتيب دښاغلي الفت په نثر او نظم کې نوښت ،استدﻻل او انتيقادي روح په ساده الفاظو کې ځليږي چې دښاغلي الفت د استادۍ نښه بلل کېږي ،دده دنثرونو او شعرونو لوى خصوصيت ساده گي او رواني ده چې دا خاصيت دده ليکنې او اشعار د نورو شاعرانو او ليکوالو د شعر او نثر نه بيلوي . د الفت شعرونه فصاحت او بلاغت لري خاص او عام يې بې تکليفه په مطلب پوهيږي او هر څوک د ‌ذوق په اندازه خوند ورڅخه اخلي . دخپل ذوق او خوښې پر بنسټ مې د ګل پاچا الفت داشعارو له کان څخه څو لعلونه د (تجنيس ادبي صنعت ) په نوم راوکښل او ددې ادبي صنعت اووه (٧) ډولونه (تام تجنيس ، ناقص تجنيس،ز ايدتجنيس ،مرکب تجنيس ،مکرر تجنيس ، مطرف تجنيس او خطي تجنيس ) مې د پژندګلوي او دالفت شعرونو دبېلګو په ملتيا څيړلى دى . دالفت دشعرونو کان دبديعي ښکلاو اورنګا رنګيو څخه ډک دى خو دهغه په شعرونو کې بديعي ښکلاوو او رنګا رنګيو پلټل او څيړل زما په شان ديوه محصل لپاره پرته له ستونزې بل څه نه دي . خپله خبره د يوه پوه په وينا را لنډوم چې وايي: ((څوک چې بې عيبه ملګرى لټوي بې ملګري پاتې کيږي )) زما ليکنه به خامخا عيب او نيمګړتيا ولري ځکه چې انسان تل په خطا او سهوې کې وي خو دومره ويلاى شم چې د هغو وګړو لپاره به بې ګټې نه وي چې دالفت د شاعرۍ سره نوي اشنا کيږي اودنو موړي د شاعرۍ په خوند پوهيږي . په پښتنه او کليواله مينه


Create Account



Log In Your Account