مصنوعي ځوانان

مصنوعي ځوانان

April 16, 2018

تورې عېنکې يې په سترګو وې، په لاس تک سپين راډو ساعت باندې يې د لمر وړانګو لګيدو، د خلکو سترګې برېښولې، په ويښتانو يې هم لکه په جارو کې چې يې نيولي وي؛ چينايې سټايل وهلی و، نرۍ تکې تورې فرانسوي ږيرې یې ځل واهه. فکر مې وکړ چې حتماً د فلمونو کوم ځوان ستوری به وي. موټر ته يې لاس ورکړ، راپورته شو، په څوکۍ لا ناست نه و چې موټروان حرکت وکړ، پښې يې وښوېدې او د موټر په منځ کې لکه پنډوسکه راپريوت. له لاس مې ونيو او په څوکۍ مې کېناوه. دقيق زير شوم، گورم پنځوس کلن سړی و چې په تورو نکريزو يې ږيره او ويښتان تور کړي و. ويل مې خدای دې بيخ ونه باسه، ته به هم په تمه وې چې د ږيري او ويښتانو په تورولو جونې دوکه او ځان ځوان وښايې. چې خدای درنه ځواني اخيستې نو په تورو نکريزو يې نشې ترلاسه کولی. ــــــــــــــــــــــ اجمل درمان


Create Account



Log In Your Account