د عملیاتو پر مهال ۱۲۱ وسله وال ووژل شول

ملي دفاع وزارت وايي امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، ۱۲۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي  ۸۷  تنه  ټپیان  او۶ تنه شکمن کسان نیول شوي دي .

یاد وزارت زیاته وي دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، لغمان، کاپیسا،  غزني ، خوست، لوګر، پکتیا، کندهار ، زابل،  ارزګان هرات ، بادغیس،  بلخ او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د غزني ولایت د ګیرو او قره باغ په ولسوالیو کې ۳۶ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، ۱۵ تنه ټپیان او ۳ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي ، د بلخ ولایت د چهار بولک او دولت آباد  په ولسوالیو کې ۲۷تنه وسله وال ترهګر وژل شوي  او ۳۶ تنه ټپیان ، د زابل ولایت د دایچوپان په ولسوالۍ کې ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي  او ۱۶ تنه ټپیان ، د ارزګان ولایت  د خاص ارزګان ولسوالۍ او  مرکز اړوند حرم شاه په سیمه کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټبیان او د لغمان ولایت د علیشنګ په ولسوالۍ کې ۱۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي  او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي .

همدا راز یاد وزارت واي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰چاڼیز او  ۷۰خاص کماندویي عملیات  د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان  هوایي ځواکونو  ۱۳۱پروازونه د ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه کړي او ۱۸هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو  تر سره شوې دي.

پر طالبانو به نظامي فشارونه ډېر شي

تلوسه/هلمند

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کورنلیوس زمرمن هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې د راتلونکو ټاکنو، امنیتي وضیعت او سولې په تړاو د دې ولایت له سولې شورا،قومي مشرانو ،ښځينه فعالانو او نورو چارواکو سره وکتل.

نوموړي د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل، په بیلابیلو برخو کې پرمختګونه شوي او اصلاحات راغلي خو د بسنې وړ ندي، او پدې برخه کې به لازیات ګډ کار وکړي.

کورنلیوس زمرمن همداراز زیاته کړل، چې پر وسلوالو طالبانو نظامي فشارونه مهم او اړین دي،ترڅو دغه وسلواله ډله د سولې خبرو کولو ته حاضره کړي.

د هلمند والي بیا دغه خبري کنفرانس کې وویل، تر راتلونکو ټاکنو به د ګرشک ولسوالۍ څخه تر جنوب ګرمسیر ولسوالۍ پوري شنه ساحه له وسلوالو طالبانو پاکه کړي، خو د یادو عملیاتو پر نورو جزیاتو یې خبري ونکړي.

دده په وینا چي تر راتلونکو دوو اونیو به د نصرت لویو پوځي عملیاتو لړۍ پيل شي.

د ناټو یاد سفیر پداسې حال کي هلمند ته سفر کوي، چې ټاکل شوې د ناټو په چوکاټ کې شاوخوا ۳ زره نور بهرني سرتیري افغانستان ته راشي، خو د دغه ځواکونو رول به په هیواد کې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او حمایت وي.

ننګرهار کې ۱۸ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

ننګرهار امنیتي چارواکي وایي د غني خيلو او لعلپورې ولسواليو په مربوطاتو کې تېره شپه د افغان او منیتي ځواکونو دمخامخ نښتې پر مهال يوولس کورنيو او بهرنيو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال تلوسې راډيو ته وویل تېره شپه د غني خيلو ولسوالۍ مربوطاتو کې پولیسو او وسله والو طالبانو مخامخ جګړه کړې، چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

مشرقیوال وویل په ورته وخت کې د لعلپورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم پوليسو او وسله والو طالبانو جګړه کړې، چې په ترڅ کې يې د جهانزيب او داودشاه په نومونو دوه بهرني وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د پولیسو ویاند همدا راز زیاتوي چې د شیرزاد ولسوالۍ په طوطو سیمه کې  د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې  د القاعده شبکې يو غړی او شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او د يو وسله وال طالب ټپي کېدو ترڅنګ دوه وسله وال طالبان او دوه تنه نور تر شک لاندې ژوندي نيول شوي دي.

چینای سوپر کینګز رایلز چلینجر بنګلور ته ماتې ورکړه

د ای پي ایل يا د هندوستان غوره لیګ سیالیو په لړ کې، ۲۴مه لوبه کې چینای سوپر کینګز رایلز چلینجر بنګلور ته ماتې ورکړه.

د لوبې ټاس د چینای کپټان ډوهني وګاټه او په خپله یې د توپ غورځونې فیصله وکړه. په ځواب کې لومړی بیټینګ کې RCB لوبډلې 206 منډې هدف کیښود. د RCB لپاره تر ټولو ښکلي لوبه ای بي ډي ویلرز وکړه په 30 بالونو یې 68 چټکې منډې جوړې کړې او ترڅنګ يې ډي کاک هم ښه توپوهنه وکړه او په 37 بالونو یې 53 منډې ترلاسه کړې. چينای لپاره هیڅ یو بالر هم ښه توپ اچونه ونکړه. کله چې چینای د لوبي دوهم اننګز پیل کړ، ښه نه وو.

 اوپنر واټسن یې ژر له لاسه ورکړ خو امبیتو رادو چې له اوپنره راوتلی وو تراخره یې زبردسته لوبه وکړه. ډوهني او رادو تر سلو اخوا ملګرتیا ترسره کړه خو وروستیو کې رادو په 53 بالونو 81 منډې جوړې کړې او رن اوټ شو.

لوبه بیا هم حساسو شیبو ته لاړه، ډوهني بې رحمه توپ وهنه وکړه په 34توپونو یې 70 ناسوځېدلي منډې لاسته راوړې او لوبه یې هم په خپل نوم کړه.

دغه خواړه مو وزن زیاتوي

کېدای شي ګڼ شمېر کسان په دې لټه کې وي چې خپل وزن کم کړي. یوه ډله یې بیا په هغو خوړو پسې ستړي دي چې غواړي چاغ یې کړي. په دې لیکنه کې مو د هغو خوړو او ځانګړنو په اړه یې معلومات چمتو کړي چې د وزن د زیاتېدو لامل کېږي.
۱- کبان: هره ورځ د کبانو غوښه وخورئ؛ ځکه کبان د پروټینو سرچینې دي او د وزن زیاتوالي لامل کېږي.
۲- سویا: سویا د بشپړې انرژۍ درلودونکي او خوندور خواړه بلل کېږي. سویا نه یوازې دا چې پروټین لري، بلکې د کلسیم، اوسپنې، ويټامین بي او فیبرونو اصلي سرچینه هم بلل کېږي.
۳- هګۍ: هګۍ په خپل ترکیب کې ويټامین، پروټین او د A, D, E سالم کلېسټرول لري چې له چاغوالي سره مرسته کوي.
۴- خواږه: په ټوله کې خواږه ډېره انرژي لري او د کاربوهایدريتونو اصلي سرچینه بلل کېږي.
۵- د کبانو پېک شوې غوښه: د کب په غوښه کې غوړ او سالم اسیدونه زیات دي چې نه یوازې له چاغوالي سره مرسته کوي، بلکې د بدن لپاره نورې ګټې هم لري.
۶- د جوارو ډوډۍ: د جوارو ډوډۍ له کاربوهایدريتونو ډکه ده چې یوه ټوټه یې ۳۲۸ کالوري انرژي لري.

د غوښې خوړلو زیانونه

که څه هم چې په طبيعي ډول انسانان د غوښې له خوراک څخه خوښ نه دي، خو بیا یې هم اشتهایي او نفساني عادت دې ته اړ باسي چې غوښه وخوري، له دې امله د غوښې خوراک د انسانانو هغه عادت دی چې پېړۍ پېړۍ مخکې یې خپل کړی دی.
د غوښې زیانونو ته که پام وشي، په یوه وړه لیکنه کې یې ځایول ناشوني دي، خو له ځینو یې دلته یادونه کوو:
۱- غوښه په زیاته کچه د اشباع شوو غوړو اسیدو درلودونکې ده چې په بدن کې د کلېسټرولو د زیاتوالي سبب ګرځي.
۲- غوښه د سرطان د ناروغۍ پر وړاندې د معدې مقاومت کموي.
۳- غوښه د کولمو بېلابېلو ناروغیو ته لار هواروي.
۴- د غوښې خوراک په مستقیم او غیر مستقیم ډول د اعصابو پر سلسلې اثر پرېباسي او د حافظې د کمزورتیا، سستۍ او بې حالۍ سبب ګرځي.
۵- د غوښې زیات خوراک د انسان د عمر د کمېدو اصلي لامل دی.
۶- د غوښې زیات کارول مېتابولیکي ناروغۍ لکه نقرس، ډیابټ (شکر) د وینې فشار، چاغي او د وینې کموالی منځ ته راوړي.
د ځینو پوښتنو په ځواب کې چې د غوښې بدیل څه شی کېدای شي؟ باید وویل شي، څېړنو ثابته کړې د دې لپاره چې انسان روغ او اوږد عمر ولري، ښه ده چې د غوښې پر ځای له سبزيجاتو او حبوباتو ګټه واخلي؛ ځکه ګټه یې ډېره او لاسته راوړل یې اسانه دي.

ترکيې زرګونه افغانان له خپل هېواده په زور باسلې دي

 ترکیې زرگونو هغه افغانان چې یاد هېواد ته تللي د روانې میاشتې له لومړیو بېرته افغانستان ته استولي او زرگونو نور هم د بیرته لیږلو له گواښ سره مخ دي

د بښنې نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې افغان کډوال د ترکي چارواکو له لورې اړ باسل کېږي چې ترکیه پرېږدي او خپل هېواد ته ستانه شي.

د بښنې نړیوال سازمان د ترکي رسنیو او چارواکو له لوري د ورکړل شویو شمېرو له مخې وایي، د اپریل د میاشتې له لومړیو چې افغانستان او ترکیې د افغانانو د بیرته استولو تړون لاس لیک کړی شاوخوا ٧١٠٠ افغانان په ترکیه کې نیول شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

یاد سازمان وایي دغه افغانان په افغانستان کې له خطر سره مخ دي او ترکیې باید یاد کار نه وای کړی. ترکي چارواکو ویلي، چې افغان پناه غوښتونکي په خپله خوښه هیواد ته ستنیږي.

د بښنې نړیوال سازمان همدا راز وايي دوی په افغانانو داسې سندونه لاسلیک کوي، چې په ترکی ژبه لیکل شوي او افغانانو ته د پوهېدو وړ نه دي.

هلمند کې د طالبانو مالي سرچینې له منځه یوړل شوې

هلمند کې افغان او نړیوالو ځواکونو پدې وروستیو کې په ګډه د وسله والو طالبانو د مالي سرچینې له منځه وړلو باندې کامیاب عملیات ترسره کړیدي ، چې په بیلابیلو سیمو کې یې د نشه يي توکو د تولید مرکزونه او فابریکې له منځه وړیدي.

د همدې کامیابو عملیاتو په لړ کې د ځانګړو عملیاتو قول اردو اړوند د اووم خنجر کنډک کومانډو ځواکونو د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د تولید یو پراخ مرکز له منځه یوړ ، چې پکې ۹۰۰۰ کیلوګرامه تریاک او ۱۲۵۰ کیلوګرامه د تریاکو پوډر هم شامل ؤ.

هلمند کې د ۷ خنجر کنډک کومانډو ځواکونو قومندان جګړن منیب امیري وايي د وسله والو طالبانو د مالي سرچینو له منځه وړلو او د نشه يي توکو د تولید پر مرکزونو به یې بریدونه دوامداره پاته شي.

ښاغلي امیري وايي د دغو عملیاتو د کامیابۍ لامل يې د سیمي د ولسي وګړو همکاري، دکومانډو ځواکونو مسلکي روزنه ، تجهزات او قوي پوځي وسایلو دي.

د ۷ خنجر کنډک کومانډو ځواکونو قومندان جګړن منیب امیري همدارنګه وایي چې د نشه يي توکو د تولید کارخانو له منځه وړل به د وسله والو طالبانو د ضعف سبب شي او هلمند کې به دومداره امنیت رامنځته شي.

نوموړی زیاتوي چې هلمند کې وسله وال طالبان غټه برخه مالي ملاتړ او عواید د نشه يي توکو د تولید له مرکزونو او کاروبار څخه په لاس راوړي ، چې کومانډو ځواکونه به ددې مالي سرچینو په وچولو او له منځه وړلو کې خپلو شپنیو عملیاتو ته دوام ورکړي.

دده په وینا وسله والو طالبانو د سیمې له اوسیدونکو څخه د کوکنارو کروندو پر سر د مالیاتو راټولولو پروسه هم پیل کړې ده ، چې پدې اړه یې کره اسناد او شواهد ترلاسه کړي دي .

امیري وايي نه یوازې د نشه يي توکو د تولید مرکزونه به له منځه یوسي ، بلکې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو او مهمو طالب قومندانانو به هم بریدونو ته دوام ورکړي.

کومانډو ځواکونه پداسې حال کې د وسله والو طالبانو د مالي سرچینو له منځه وړلو څخه خبر ورکوي ، چې پدې وروستیو کې هلمند کې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ډيری سیمې له وسله والو طالبانو څخه پاکي کړي .

مینه_او_انتظار

دیوال ته یی ډډه ووهله، له جیبه یی دسمال راوویست، دسمال یی خلاص کړ، مسک شو خولې یی په لمن پاکې کړې، تیر یادونه ورپه یاد شول دسمال یی ښکول کړل، سینې پسې یی کلک ونیوه، له سترګو یی غبرګې اوښکې راغلې، د میز په سر ټلیفون ته زنګ راغې، په زانګانو یی زور کړ ودریدو له ځان سره یی وویل! په ځوانه ځوانې کې زوړ شوم، د ټلیفون ګوشې یی پورته کړه ویی ویل څوک یی؟
له ګوشي څخه ژړیدونکې غږ راغې
مسافرې دې دومره وکړه
رنګ مې دې هیر ده په نامه دې یادومه
د دې غږ په اوریدو سره ځاې په ځاې کیناستو، ستونې یی له سلګیو ډک شو، ښه شیبه دواړه خاموشه وو، زرمینې خاموشې ماته کړه ویی ویل! راځه وطن ته راشه، په ژوند څه اعتبار نشه
زبير په سوړ اسولې وویل! ایله مې درې کاله مسافرې کړې یو څو کاله باید نور هم تیر کړم تر څو ستا د ولور پسې پیدا کړم
زرمینې وویل! هسي نه ته چي راځې ما تنهایی وخورې
زبیر په ترخه مسکا وویل! لا خو د ژوند پسرلې موسم کي یوو، مخامخ هنداره کي یی خپل ځان ولیدو چي تور ویښتان یی دانه دانه سپین شوي وو، په پټه خوله یی ځان ته وویل دروغجنه ،هندارې ته یی شا کړه
زرمینې وویل! نشتون دې عذاب دي هره شیبه لکه د کال راباندې تیریږې، ته به یی نه منې خو یوه ورځ به مې د مرګ خبر واورې، زبیر وویل، زما عمر دې هم ستا شي ګرانې، مور پلار خور ورور خپل خپلوان ټول درسره دي باید زما نشتون احساس نکړې، که زه مړ شم همدلته به مې غلې ښخ کړي د خبر درکولو څوک هم نلرم
زرمینه په ژړا شوه ویی ویل! ته چي داسي خبرې کوي بیا هیڅ درته زنګ نه وهم، په ژړا ژړا کي یی وویل
مینه درسره لرم

پکتیکا کې ۴ طالبان ووژل شول

د پکتیکا په مټاخان ولسوالۍ کې د طالبانو دیو سرګروپ یاسین په ګډون څلور تنه وژل شوي او یو ټپي دی.
دپکتیکا دامنیې قوماندانۍ دامنیت امر عبدلروف مسعود وویل، چي دغه طالبان تېر ماسپښین د ابراهیم کاریز سیمه کې د پولیسو په کمین کي وژل شوي دي.
هغه وایي، نښته کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.
دامنیت امر عبدالروف مسعود زیاتوي، تېر مازیګر دوه سیمه ییز پولیس د سرحوزې ولسوالی د شاطورو سیمه کې د ماین چاودنې له امله وژل شوي دي.