مینه_او_انتظار

مینه_او_انتظار

April 26, 2018

دیوال ته یی ډډه ووهله، له جیبه یی دسمال راوویست، دسمال یی خلاص کړ، مسک شو خولې یی په لمن پاکې کړې، تیر یادونه ورپه یاد شول دسمال یی ښکول کړل، سینې پسې یی کلک ونیوه، له سترګو یی غبرګې اوښکې راغلې، د میز په سر ټلیفون ته زنګ راغې، په زانګانو یی زور کړ ودریدو له ځان سره یی وویل! په ځوانه ځوانې کې زوړ شوم، د ټلیفون ګوشې یی پورته کړه ویی ویل څوک یی؟ له ګوشي څخه ژړیدونکې غږ راغې مسافرې دې دومره وکړه رنګ مې دې هیر ده په نامه دې یادومه د دې غږ په اوریدو سره ځاې په ځاې کیناستو، ستونې یی له سلګیو ډک شو، ښه شیبه دواړه خاموشه وو، زرمینې خاموشې ماته کړه ویی ویل! راځه وطن ته راشه، په ژوند څه اعتبار نشه زبير په سوړ اسولې وویل! ایله مې درې کاله مسافرې کړې یو څو کاله باید نور هم تیر کړم تر څو ستا د ولور پسې پیدا کړم زرمینې وویل! هسي نه ته چي راځې ما تنهایی وخورې زبیر په ترخه مسکا وویل! لا خو د ژوند پسرلې موسم کي یوو، مخامخ هنداره کي یی خپل ځان ولیدو چي تور ویښتان یی دانه دانه سپین شوي وو، په پټه خوله یی ځان ته وویل دروغجنه ،هندارې ته یی شا کړه زرمینې وویل! نشتون دې عذاب دي هره شیبه لکه د کال راباندې تیریږې، ته به یی نه منې خو یوه ورځ به مې د مرګ خبر واورې، زبیر وویل، زما عمر دې هم ستا شي ګرانې، مور پلار خور ورور خپل خپلوان ټول درسره دي باید زما نشتون احساس نکړې، که زه مړ شم همدلته به مې غلې ښخ کړي د خبر درکولو څوک هم نلرم زرمینه په ژړا شوه ویی ویل! ته چي داسي خبرې کوي بیا هیڅ درته زنګ نه وهم، په ژړا ژړا کي یی وویل مینه درسره لرم


Create Account



Log In Your Account