د اوبو څښلو ګټې

د اوبو څښلو ګټې

July 14, 2018

دو وزن کموالی: د اوبو څښل د وزن په کمولو کې مهمه ونډه لري او د بدن غوړ او ناوړه ترکیبونه مینځي. د اوبو څښل اشتها کموي او له ډیر خوراک څخه مخنوی کوي. د سر درد طبیعي درملنه: د سر درد او ملا د درد د لمنځه وړلو په موخه باید ډیري اوبه وڅښل شي د سر درد اصلي لامل هم په بدن کې د اوبو کمولای ده.
د ډیرو ابو په څښلو سره انسان ځوان او پوستوکی یې تازه پاته کیږي: کله چې پوستوکی د اوبو لرونکی وي انسان ځوان ښکاري، او اوبه مرسته کوي د پوستکې جوړښت تازه وساتي. د ابو په څښلو سره د انسان ذهن ارامیږي: د انسان د مغز ډیری حجم له اوبه څخه تشکیل شوی. سربیره پر دي چې اوبه د دي لامل کیږي چې تاسو ښه فکر وکړي او ورسره سره هوښیار واوسۍ او په خپل ځان او فکر ښه حاکم پاتي شۍ. د بدن فعالیت زیاتوي: د اوبو څښل د بدن ټول غړي تنظیموي او انسان د انرژۍ احساس کوي، کله چې د نرمښت په حال کې یاست د اوبو څښل مرسته کوي چې د بدن غړي په ښه توګه سره تغذیه وکړي. د غذا په هضم کې مرسته کوي: د اوبو څښل د بدن د متابولیسم په لوړولو سره په هضم کې مرسته کوي، او اوبه کولای شي د کلمو حرکات منظم کړي او هضم په ښه توګه سره تر سره شي. رګ په رګ کیدل او د بدن د غړو نیول شوي حالتونه له منځه وړي: بدن ته په سم ډول د اوبو رسول ددي لامل کیږي چې د بدن غړو او مفصلونو ته د غوړو رسول او د بدن د بیځایه دردونو مخنوی کوي. انسان لیږ ناروغه کیږي او همیشه د سلامتۍ احساس کوي: د ډیرو او بو څښل د انفولانزا په وړاندي د بدن مقاومت لوړوي او ورسره په بدن کې د ډبرو د رامنځته کیدو او د زړه سکتي مخنوی کوي. د اوبو او لیمه کارول په تنفسي سیستم، کلمو، روماتیزوم او ارتروز د دردونو په درملنه کې تري کار اخستل کیږي.


Create Account



Log In Your Account