دغرمې له خوا د خوب کولو ګټې

دغرمې له خوا د خوب کولو ګټې

July 22, 2018

که د غرمې د خوب عادت لرئ نو بختور ياست او که د غرمې خوب نه کوئ، نو کېدای شي په خپل ژوند کې له زياتو طبي ګواښونو سره مخ شئ.

.نوې طبي څېړنې وايي، چې هره ورځ د غرمې پر مهال له پنځلس دقيقو تر نيم ساعت خوب د ذهني بيدارۍ، د حافظې قوت او د دماغ د فعاليت د زياتولو تر څنګ د انسان طبيعت خوش او خندان ساتي. څېړنه کې ويل شوي، چې د غرمې لږ خوب د انسان پر دماغ د پام وړ مثبت اغېز لري. د څېړنې له مخې د غرمې خوب يا قيلوله د ذهن لپاره ځکه ګټور وي، چې دغه خوب د ذهن د آرامتيا او تسکين درمل بلل کيږي.

د ډاکټرانو په وينا که څوک د غرمې خوب يا قيلوله خپل عادت وګرځوي، نو په دې سره به يې ذهن ډېر قوي او غښتلی وي، کولای شي، چې معلومات په سمه او اسانه توګه حفظ کړي او حافظه به يې تر ډېره قوي وي. دلته يوه خبره مهمه ده، هغه دا، چې د غرمې خوب يا قيلوله بايد له نيم ساعت زياته نه وي؛ ځکه که د غرمې خوب له نيم ساعت زيات شي، نو بيا يې د ګټې پر ځای زيان زياتيږی .طبي څېړونکي دا هم وايي، چې د غرمې خوب د ذهن تر څنګ بدن لپاره هم ډېر ګټور دی، په ځانګړې توګه د لوړ فشار او د زړه د حملې مخنيوي کې تر ډېره مرسته کولای شي.


Create Account



Log In Your Account