شېدې مو د ماشومانو عضلې قوي کوي

شېدې مو د ماشومانو عضلې قوي کوي

July 25, 2018

شیدې چې د پروټین، کاربوهایدرېت، کلسیم او نورو معدني موادو سرچینه بلل کېږي، د بدن په وده کې خورا مهمه ونډه لري. که غواړی ماشومان مو پر وخت ښه وده وکړي، نو په غذایي رژیم کې یې شیدو ته ارو مرو ځای ورکړئ. که مو ماشومان د ښوونځي زده کوونکي وي، په سهارنۍ کې یې باید شیدې شاملې وي؛ ځکه په سهار کې دغه ډول خواړه د ماشوم د ذکاوت قوه پیاوړې کوي. انګلیسي څېړونکي وایي، له ورزش کولو وروسته باید ارو مرو یو ګېلاس شیدې وڅښل شي؛ ځکه له ورزشي فعالیتونو وروسته د بدن اوبه کمېږي او د دې اوبو پوره کولو لپاره شیدې تر بل هر څه مناسبې دي. د (MSN) د راپور پر بنسټ، څېړونکي وایي چې شیدې د پروټین، کاربوهایدرېت، کلسیم او الکټرولیتو غني سرچینه ده چې د اوبو په پرتله ډېر ژر د بدن اوبه پوره کولی شي. په شیدو کې شته پروټین په ماشومانو کې د عضلو د ودې لامل کېږي چې دغه څه بیا په نورو لبنیاتو او مشروباتو کې نه موندل کېږي. څېړونکي وایي که د بدن یو سلنه اوبه هم کمې شي پر بدن ۱۵ سلنه ناوړه اغېزه کوي چې په پایله کې د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.


Create Account



Log In Your Account