د پکتیکا له مرکزي زندانه ۱۴ زندانیان ازاد شول

چارواکي وايي د پکتیکا له مرکزي زندانه ۱۴ زندانیان ازاد شول.
د پکتیکا د استناف څارنوالۍ رئیس عبدالمتین نورزی وایي، دغه ۱۴ زندانیان په بیلا بیلو جنایي جرمونو بندیان وو، چې تیره ورځ د پکتیکا له مرکزي زندان څخه ازاد شول.
ویل کېږي دغه بندیان د ولسمشر غني له حکم سره سم د مجاهدینو د بریالیتوب د ورځې په مناسبت ازاد شوي دي.
دا مهال د پکتیکا په مرکزي محبس کې ۲۱۷ کسان د بېلابېلو جرمونو په اساس بندیان دي چې له ډلې یې ۵ ښځې دي.

جوزجان کې ۲۳ داعشیانو له جګړې لاس واخیست

په جوزجان ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا د داعش ۲۳ وسله والو ځانونه محلي پولیسو ته تسلیم کړي دي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي تېره ورځ شاوخوا ۱۱ بجې د داعشیانو ډلمشر محمد قاسم په مشری ۲۳ داعش وسله وال په درزاب ولسوالۍ کې محلي پولیسو ته تسلیم شول.

سرچینه زیاتوي، چې داعش وسله والو ۱۰ میله کلاشنکوفونه، ۱۷ د کلاشنکوفونو شاژورونه، او یو شمېر نور تجهیزات امنیتي ځواکونو ته سپارلي.

جوزجان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.

د جوزجان  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان ولایت په ځینو نا امنو برخو کې د وسله والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې هم روانې دي.

د افغانستان ژغورنې ايتلاف ملي ائتلاف د خپل موجودیت اعلان وکړ

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق، او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو په مشرۍ د افغانستان لوی ملي ائتلاف نن رسماً په کابل کې د موجودیت اعلان وکړ.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف غړو په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې یاد ائتلاف به د ښې حکومت داري، د کار برابرولو، امنیت ساتنې، سولې بهیر، رڼې ټاکنې، او د هېواد د امنیت په برخه کې جدي کارونه وکړي.

د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور وویل چې په هېواد کې جګړې، بې وزلي، قومي تفرقې، د قدرت انحصار، او د حکومت نېمګړتیاوو ته په کتو د افغانستان لوی ملي ائتلاف د موجودیت اعلان وکړ.

نوموړی د حکومت پر مشرتابه نیوکه وکړه او وې ویل چې حکومت د افغانانو په وړاندې خپل مسئولیت نه دی ادا کړی.

ښاغلي نور زیاته کړه، چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف به په نږې راتلونکي کې به خپلې برنامې اعلان کړي.

هغه ادعا وکړه چې حکومت د نسکورېدو له خطر سره مخ دی او د ملي یووالي حکومت مشران دې د هېواد د ژغورنې لپاره د  سیاسي ګوندونو په وړاندې په ګونډه شي او پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې خپلې بې طرفي او خپلواکي وساتي او د نړی او افغان ولس ترمنځ دې د ارتباطي پل په څېر کار وکړي.

د ائتلاف یوه بل غړي محمد محقق وویل چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف د افغان حکومت په وړاندې منفي نظر نه لري او یوازې د موجودو خلاوو دډکولو په هدف جوړه شوې ده.

هلمند کې د خرما په ونو تجربو ښه نتیجه ورکړې

تلوسه/هلمند

 هلمند کې د خرما په هغو ونو يې تجربو مثبته نیتجه ورکړې ده چې په تېرو ۳۰ کلونو کې يې حاصل نه دی کړی.

د هلمند د کرني رياست مسؤلين وايي سلګونه د خرما ونې چې په خپل سر راشینې شوي دي، د القاح امتحاني  پروسې يې پایله ورکړي دي، په داسې حال کې  چې په تیرو ۳۰ کلونو کې يې حاصل ندی ورکړی.

د هلمند د کرني رئیس احمدشاه خیري وايي: په دې ولايت کې یې د خرما په هغو ونو د حاصلاتو د لاسته راوړلو تجربه کړې ده چې ٣٠ کاله وړاندې په خپل سر را شنې شوي وې، او حاصل يې نه وو ورکړی .

بڼوال هم د خرما حاصلاتو ته هیله مند دي، دوی وايي هغه خرما چې کلونه کلونه یې حاصلات نه ورکول ، خو دا مهال په دریو کلونو کې پر حاصلاتو راغلي دي.

دوی له اړونده مسؤلینو غواړي چې په هلمند کې د خرما وني ترویج او تر نورو ولسوالیو یې هم ورسوي.

 د کرهڼي ریاست د مسؤلینو په وینا د اچې  د تجربو له مخې د هلمند هوا د خرما د حاصلاتو لپاره يوه ښه مناسبه سېمه ده نو په راتلونکي کال کې به هڅه وکړي د خرما د ترویج په هدف د ایران او سعودي عربستان څخه د خرما نوري بیلګي هم راوړي.

د معلوماتو له مخې د خرما هره ونه چې ټول ښاخونه يي پيوند شي، تر ۱۵۰  کیلو پورې حاصل ورکوي.

دا مهال په هلمند کې ټولټال د خرما ۱۵۲ ونې شتون لري.

ننګرهار کې د یو قوماندان په ګډون ۴ داعشیان ووژل شول

تلوسه :میرویس رحماني/ننګرهار

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات کړي چې د چارواکو په خبره پکې څلور داعشیان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي وویل  تېره شپه د ملي امنیت ۰۲ ځانګړې قطعې له لوري د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ په شولانه او  ورڅېرمه سېمو کې عملیات شوي، چې د یوه قومندان صفي الله په ګډون پکې څلور داعشیان وژل شوي او د هغوی درې مېرمنې ټپیانې دي.

د ویاند په خبره، امنیتي ځواکونو له یادې سېمې شپږ نور کسان هم له ځانه سره ژوندي وړي دي.

خو د سېمې اوسیدونکي وایي چې تیره شپه په عملیاتو کې څلور ګروندکر وژل شوي چې په خپلو ګروندو کې یي کار کولو او همدا زار یي یو شمېر ملکي وګړي له ځان سره بیولي دي.

 تر دې وړاندې هم د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لوري د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې عملیات شوي، چې ځینو کې یې ملکیان وژلي او ټپي کړي.

په نږدې راتلونکو څو ورځو کې به اوربند اعلان شي

ښايي په نږدې راتلونکې کې د حکومت له لوري څو ورځنی اوربند اعلان شي. د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي تېره ورځ په پکتیا کې د خبرو پر مهال ویلي چې ښايي د ملي یووالي حکومت په نږدې راتلونکې کې څو ورځنی اوربند اعلان کړي.

هغه دا نه ده په ډاګه کړې چې دغه اوربند به څه وخت اعلانېږي. بهرامي همدا راز د پکتیا ځايي ادارې ته ویلي چې د سولې لپاره تیاری ولري، ځکه د سولې خبرې روانې دي او ډېر احتمال شته، چې ټول اړخونه ښو پایلو ته ورسېږي.

تر دې وړاندې هم افغان حکومت ویلي وو، چې د راتلونکي لوی اختر په ورځو کې د لس ورځني اوربند د رامنځ ته کولو لپاره هڅې روانې دي. بهرنیو رسنیو هم په دې اړه راپورونه خپاره کړي دي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه چوپتیا غوره کړې ده.

ولسمشر غني بادغیس ته ورسید

ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشری نن سهار بادغیس ولایت ته لاړ.

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر غني به د خپل سفر په ترڅ کې د قلعه نو د برېښنا سب سټیشن پرانیزي.

په خبرپاڼه کې راغلي ”د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ بادغیس ولایت ته ورسېد. “

د راپورونو له مخې، ولسمشر ممکن په بادغیس ولایت کې د څو ورځو لپاره پاتې شي خو ارګ ماڼی تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د جمهوري له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهوررئیس غني به د قلعه نو د برېښنا سب سټیشن د پرانېستې ترڅنګ چې ۱۱۰ کیلوولټه انتقالي لین او ۷۰۰۰ کورنیو ته د برېښنا توزیعي شبکه په کې شامله ده، د دغه ولایت له نظامي او ملکي مسئولینو، قومي مشرانو، علماو، ښوونکو او د پوهنتون استادانو، ځوانانو، د مدني ټولنې فعالانو او مېرمنو، ولسوالانو او د ولایتي شورا وکیلانو سره جلا جلا کتنې ولري.

امریکا د سولې په اړه له طالبانو سره خبرې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړې چارواکې قطر ته تللې ده او هلته یې د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

چارو وزارت لیکي، د افغانستان او پاکستان په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز له قطري چارواکو سره کتلي دي او دوی یې په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ ته هڅولې دي.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې بحثونه هیله بښونکي دي او په ادامې سره به یې ښې پایلې ترلاسه شي. تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې امریکایي ديپلوماتان له طالبانو سره په مخامخ خبرو لګیا دي، خو امریکايي حکومت نه وو تایید کړي.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي دوی په ټول مانا د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې عملي اقدامات پيل کړي دي.

 

کابل کې ځانمرګی برید وشو

چارواکي وايي د کابل ښار کمپنۍ سیمه کې د ملي امنیت پر یو کاروان ځانمرګی برید شوی دی.

 د کابل امنیه قوماندان داوود امین وویل، چې دا برید نن سهار په شاوخوا پنځوبجو د پنځمې حوزې اړونده د کمپنۍ دباغ داوود سیمه کې شوی و.

هغه زیاته کړه، چې ځانمرګي بریدګر د ملي امنیت د ۰۱ قطعې پر کاروان بریدکړی دی، خو نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنکړل.

بلخوا دسیمې اوسیدونکي وایي، چې چاودنه ډیره قوي وه او دنږدې کورونو ښیښې يې هم ماتې کړې دي.

وسله والو طالبانوددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.