مخ مو چاودې کوي؟ دغه ماسکونه وکاروئ

مخ مو چاودې کوي؟ دغه ماسکونه وکاروئ

August 11, 2018

د پوستکي وچېدل په جلد کې د غوړو د انساجو (Adipose tissue) د کمښت له امله رامنځته کيږي چې دغه انساج غوړ توليدوي او د پوستکي په غوړ او نرم ساتلو کې رول لري.

نښانې د جلد چاودل، ځيږه کېدل، سور کېدل، خارښ کول، وينې کېدل او پوستکی غورځول

عوامل يخه هوا، په ګرمۍ کې دېګ کول، وچ او ګرم محيط، په ګرمو اوبو حمام کول يا مخ او لاس مينځل، په حمام کې ډېر وخت تېرول، په ورځ کې څو ځلي پرله پسې حمام کول يا د مخ او لاس مينځل، ځینې صابونونه چې په خپل ترکيب کې الکول، رتینوئید او الفا هايدروکسي اسيد ولري.

کورنۍ درملنه درې ساده او اسانه درې درته ښيېم چې کولی شي ستاسې د پوستکي په مرطوب او غوړ ساتلو کې مرسته وکړي. لومړی، د ماستو ماسک نيم ګيلاس ماسته، دوه کاچوغې خالص شات، درې کاچوغې غټه بوره نيم ګيلاس څخه کم ماسته راواخلئ او دوه کاچوغې خالص شات په کې واچوئ، ښه يې ګډ کړئ څو رنګ يې بدل شي. بيا په کې د ماستو خوړولو درې کاچوغې غټه بوره (دارنه لرونکې بوره) واچوئ. لږ يې ګډ کړئ او بيا يې پر مخ داسې وموښئ چې موښل مو دايروي شکل وي. یعنې د لاس درې ګوتې (شهادت ګوته، منځه ګوته او ورپسې ګوتو) په وسيله مو په مخ په دايروي شکل دغه مخلوط ووهئ. ښه مو مخ ته مساج ورکړئ او بيا يې تر لسو دقيقو پريږدئ. وروسته يې په يخو اوبو پريمينځئ. دغه کار په اونۍ کې دوه يا درې ځلي تکرار کړئ ان شالله د مخ وچوالی به مو ختم شي.

دويم، د هګۍ ماسک: يوه هګۍ، يوه کاچوغه زيتون تېل، يو دانه ليمو، يوه کاچوغه شات، يوه کاچوغه د ګلاب اوبه هګۍ ماته کړئ ، سپين ترې جدا کړئ او په زيړو کې يې يوه د ماستو خوړلو کاچوغه د زېتون تېل واچوئ، بيا په کې يوه کاچوغه شات واچوئ، بيا په کې يو دانه ليمو وزبېښئ او بيا په کې د ګلاب اوبه هم اضافه کړئ. ښه يې ګډ کړئ چې ماسک ترې جوړ شي. بيا دغه ماسک په اونۍ کې درې ځلي استفاده کړئ ان شاالله ډېر ژر به د پوستکي له وچوالي بېغمه شئ.

درېيم د کېلې ماسک: نيمه کېله او يوه کاچوغه د ناريال تېل لومړی د ماستو خوړلو کاچوغې په وسيله نيمه کېله چې ښه پخه شوې وي؛ وتوږئ، بيا ورسره د ناريال تېل ګډ کړئ، ښه يې حل کړئ چې ماسک ترې جوړ شي، بيا يې په مخ وموښئ او تر شلو دقيقو پورې يې پرېږدئ وروسته يې په یخو اوبو سره ومينځئ. دا کار په اونۍ کې دوه ځلي تکرار کړئ ان شاالله پوستکی به مو غوړ او مرطوب شي.

څنګه د پوستکي له وچوالي مخنيوی وکړو؟ د مخ او جلد د غوړولو او مرطوب کولو لپاره هغه کريمونه او محلولونه وکاروئ چې په خپل ترکيب کې polyethylene glycol، akyl-polyglycoside، silicone surfactants، lanolin او paraffin ولري. له هغه صابونو د استعمال څخه ځان وساتئ چې په ترکيب کې يې الکول، الفا هايدروکسي اسيد او نور کيمياوي مواد موجود وي.

ډاکټر اجمل درمان


Create Account



Log In Your Account