د فیسبوک کـارونې لـپاره ( ۱۷) مهم ټــکي

د فیسبوک کـارونې لـپاره ( ۱۷) مهم ټــکي

September 28, 2018

۱ـ فیسبوک یـوه ټولنـيزه شبـکه ده،« فرنـډ» دټولنې د يوه غړي په توګه فرض کړۍ؛ چې دبې ځایه ګیلو مانو مخه مو ونیول شي.

۲ ـ «فرنډ رېکوېسټ» دا مانا نه لري، چې مقابل لوری له تانه د هرڅه قربانولو ته تیار دی.

۳ ـ «لایک» په دې مانا دی، چې د مقابل لوري «پوسټ» خوښ شوی؛ نه دپوسټ څښتن.

 ۴ ـ د خوږو دوستانو عکسونه مو تر اندازې زیات مه جګوئ؛ سمه ده چې هغوی ستاسو د زړه ټوټې دي؛ خو کېدای شي، نورو ته مهم نه وي.

 ۵ ـ مالومداره ده چې تاسو ډېر متمدن خلک یاست؛ ضرور نه ده چې ماشوم ته مو فسبوک اکونټ جوړ کړئ. هغوی ته د ژوند کولو چل ور زده کړئ؛ د فسبوک کارولو چل خپله زده کوي.

۶ ـ خلک هغه پوسټونه لایک کوي، چې د انسانیت او اخلاقي ارزښتونو په هکله څه ولري؛ که چا مو پوسټ ته لایک او کمنټ ورکړ؛ نوره تمه ورنه مه کوئ.

 ۷ ـ که چا د مسېج ځواب نه درکاوه، مه بې حوصلې کېږئ؛ هغه بشپړ اختيار لري، چې ستاسو مسېج ته ځواب ورکوي که نه.

 ۸ ـ همغه د کور خویندې مو بس دي، په فسبوک کې د نورو خویندو د موندلو په لټه کې مه اوسئ.

 ۹ ـ ولې داسې فکر کوئ، چې د مېلې او تفرېح په عکسونو کې مو هم باید دېرش ـ څلوېښت تنه ټګ شي؟

 ۱۰ ـ تر اندازې زیات فعال او «کثیرالپوسټ» مه اوسئ؛ په وخت فسبوک ته راځئ او د پوسټونو په شمېر کې افراط او تفريط مه کوئ.

 ۱۱ ـ که چا «انفرنډ» کړئ، بیا ورته رېکوېسټ مه کوئ؛ داسې دلیل نشته، چې خلک دې تر قیامته تاسو پخپل «فرنډلېسټ» کې وساتي.

\۱۲ ـ د نورو عقیدې ته درناوی کوئ؛ معمولا ټول ستاسو غوندې مفکوره نه لري.

 ۱۳ ـ باور وکړئ؛ ستاسو شان او انساني کرامت تر دې لوړ دی؛ چې لایک او کمنټ په سوال وغواړئ.

 ۱۴ ـ د نورو شخصیت او شخصي حریم ته درناوی کوئ.

 ۱۵ ـ کله چې کومه نجلۍ ستاسو رېکوېسټ قبلوي؛ مسېج ورته مه کوئ، چې غواړم درسره وپېژنم.

 ۱۶ ـ الله ج چې تاسو پېداکړئ، ویې فرمايل «فتبارک الله احسن الخالقين»؛ بېشکه چې تاسو ښکلي ياست؛ خو پام مو وي، چې د سلفيانو مرض مو ونه نیسي

. ۱۷ ـ که چا بلاک کړئ؛ له الهي صبر او تقوا نه کار واخلئ. ښایي په همدې کې مو ګټه وي؛ د عقدې سړولو او غچ اخستلو په موخه جعلي اکونټ مه جوړوئ.


Create Account



Log In Your Account