دغه مواد د ښځو د روغتیا لپاره اړین دي

دغه مواد د ښځو د روغتیا لپاره اړین دي

September 29, 2018

د ښځو وجود د ژوند په هر پړاو کې ځینو مهمو موادو ته اړتیا لري چې باید پوره يې کړي.

۱- اوسپنه اوسپنه د وینې نوې حجرې زيږوي او هغه د له منځه تلو څخه ژغوري. د امیداورۍ پر مهال هم میندو ته لازمه ده چې په کافي اندازه اوسپنه پوره کړي. د اوسپنې اصلي سرچینه هګۍ، د کب غوښه، لوبیا، سبزي او نور دي.

۲- کلسیم مېرمنې د نورو په پرتله کلسیم ته هم ډېره اړتیا لري. کلسیم په ماشومتوب کې د هډوکو د ځواکمنتیا او د غاښونو د روغتیا لپاره ضروري دی. د کلسیم اخیستل د امیدوارو میندو او د هغوی د ماشومانو لپاره اړین دي. د کلسیم مهمې سرچینې عبارت دي له: لبنیاتو (شیدې، مستې، کوچ او پنېر)، سبزيجاتو او باداموڅخه دي.

۳ـ مګنېزیم په وجود کې د مګنېزیم کمښت د ګڼو ناروغیو لامل کېږي. د هډوکو د قوت او د روحي فشار او سټرېس د کمولو لپاره ډاکتران په پوره اندازه د مګنېزیم د اخیستو سپارښتنه کوي. د مګنېزیم اصلي سرچینې دانه لرونکي خواړه‎، دڼیا، ګلپي، بادام، کېله، د کدو دانې، کوپره او پالک دي.


Create Account



Log In Your Account