د ماشوم په روزنه کې د کورنۍ ونډه

د ماشوم په روزنه کې د کورنۍ ونډه

September 29, 2018

کورنۍ د ټولنې هغه کوچنۍ ټولګه ده چې ماشوم په هغه کې لويېږي او د مور او پلار هر ډول کړنې پر هغوی اغېز پرېباسي او پېښې یې کوي.

که میندې او پلرونه د خپلو اولادونو سالمه روزنه وکړي، نو لرې نه ده چې دغه ماشومان چې د سبا ورځې ځوانان دي، نه یوازې دا چې یوه ښه راتلونکې به ولري، بلکې وبه کولای شي چې د خپل هېواد او ټولنې لپاره هم د خدمت جوګه وګرځي.

د مور او پلار رول بیا په ځانګړې توګه مور چې خپل اولاد ته تر ټولو نږدې کس حسابېږي، د ماشوم په روزنه کې ډېره مرسته کولای شي. معنا دا چې مور له دې هر څه سره سره د ماشوم لپاره یو ارثي او محیطي رول لري.

د مور او ماشوم تر منځ اړیکه نه یوازې دا چې له پیدا کېدو وروسته سره ټینګېږي، بلکې له هغه مخکې سره په اړیکه کې وي؛ ځکه د حمل په دوره کې غذایي رژیم، د تفکر ډول، هیجانونه، وسوسې او د مور رواني حالت پر ماشوم مستقیم اغېز کولای شي.


Create Account



Log In Your Account