په سهار کې منډه کول مو ځواکمن او تازه ساتي!

په سهار کې منډه کول مو ځواکمن او تازه ساتي!

September 30, 2018

نوې څېړنې ښيي چې هره ورځ د کم وخت لپاره منډه کول د وجود د پیاوړتیا لامل کېږي. څېړونکي وایي، په ورځ کې نیم ساعت منډه د یوې اونۍ له پلي تګ سره برابره ده او کولی شي د انسان وجود کلک او ځواکمن کړي. څېړنه پر ۶۴ کسانو چې د منډې کولو او پلي تګ پر دوو ډلو وېشل شوي وو، تر سره شوې ده. د څېړنې پایلو ښودلې، هغو کسانو چې د ورځې په اوږدو کې یې د نیم ساعت لپاره منډه وهله، د هغو په پرتله چې یوازې پلی تګ یې کاوه، کلک او غښتلي وجودونه لري، د بدن مقاومت یې لوړ او لږ پر ناروغیو اخته کېږي. څېړونکي په دې اند دي چې سهار د ورزش لپاره تر ټولو ښه وخت دی؛ ځکه په دې وخت کې کورتیزول او د سټرېس هورمون په خپله لوړه سطحه کې وي. دغه هورمون د بدن د وازګو او کاربورهایدريټونو سوځولو لامل کېږي او پر انرژۍ یې بدلوي چې د ورزش پر مهال مصرفېږي. پر دې سربېره هغه ورزش کوونکي چې د سهار له خوا ورزش کوي، منظم خوب هم لري. د شمالي کارولینا پوهنتون څېړونکو ثابته کړې ده چې د سهار له خوا ورزش کول د شپې د منظم خوب لامل کېږي.


Create Account



Log In Your Account