د لوی بدلون لپاره واړه ګامونه

د لوی بدلون لپاره واړه ګامونه

October 2, 2018

که غواړی خپل پاتې ژوند جوړ او په خوښۍ یې تېر کړی، سر له اوسه پرېکړه وکړئ؛ په نن او سبا یې مه کوئ، لکه یو متل کې چې وايي: «د نن کار سبا ته مه پرېږدئ» او نه هم د کومې معجزې تمه کوی. په ژوند کې مثبت بدلون دومره سخت هم نه دی لکه څومره یې چې فکر کوی. کولای شی د ښه ژوند جوړولو لپاره واړه ګامونه پورته کړی، ځکه ډېر واړه ګامونه هم کولای شي تاسو خپلو سترو موخو ته ورسوي. واړه بدلونونه کولای شي ستاسو په ژوند، احساساتو او رفتار کې مثبت بدلون راولي. هره کوچنۍ پرېکړه کولای شي پر ځان مو باور زیات کړي او د ښه ژوند کولو انګېزه درکړي. د لوی بدلون پر لور د کوچنیو ګامونو اخیستو لپاره لاندې ټکو ته پام وکړئ: ۱- هره ورځ سهار وختي نیم ساعت مخکې له خوبه پاڅئ او یا د شپې نیم ساعت مخکې ویده شئ. په دغه نیم ساعت کې کولای شی ډېر کارونه وکړی، سهارنۍ وخوری، فکر وکړی، مطالعه وکړی او ډېر داسې نور کارونه کولای شی. که هره ورځ نیم ساعت وروسته کارځای ته رسېږی او تر عصبي فشار لاندې راځی، همدا نیم ساعت کولای شي له دې ستونزې مو خلاص کړي. ۲-هره ورځ درته خوندور سهارنی برابره کړئ او دغه کار مو خپل عادت وګرځوئ. ژباړه: حمیدالله حمیدي


Create Account



Log In Your Account