آيا یو ژورنالیست او خبریال د نوماندانو ملاتړ کولای شي؟

آيا یو ژورنالیست او خبریال د نوماندانو ملاتړ کولای شي؟

October 3, 2018

 ليکنه: فضل الله فضلي

مخکي لدې چي اصلي هدف ته راسو لومړی به د ژورنالیست او خبریال توپیر روښانه کړو.

ژورنالیست هغه څوک دئ، چې د پېښو د خبري پوښښ لپاره د رسنۍ څخه دباندي وځي او له د باندې څخه خبرونه د خپلې رسنۍ له لارې خپروي خو خبریال هغه دئ، چې په رسنۍ کې خبرونه تر ایډيټ وروسته خپروي او ترڅنګ یې خپروني هم پر مخ بیايي.

ژورنالیزم یو ډېر سخت او سپېڅلی مسلک دئ، پدې معنا چې هر څوک نسي کولای دا مسلک په ښه ډول مخته یوسي. موضوع دلته د کاندیدانو د ملاتړ اړونده ده.

 یو ژورنالیست او خبریال د ژورنالیزم د اصولو پر برابر په هیڅ ډول نسي کولای، چې د یو کاندید ملاتړ او یا کمپاین وکړي.

ددې اصل د نه مراعتولو په سبب ژورنالیست او خبریال باور ته زیان رسیږي، نه یوازې دا سپېڅلی مسلک له ننګونو سره مخ کیږي بلکي په ټولنه کې خلک خطاایستل دي او دوی و یوې کږې خواته بېول دي.

که چیري یو څوک ووايي چې ژورنالیست او خبریال د یو عام فرد په حیث دا کړنه کولای سي، خو بیا هم دا خبره غلطه ده.

هو! دی دا حق لري چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپلي خوښي نوماند ته رایه ورکړي، خو په دې نه دئ، مکلف چې د یو نوماند لپاره تبلیغات وکړي. رسنۍ نوماندانو ته تبلیغات کولای شي؟ رسنۍ کولای شي، چي د پیسو په بدل کي د نوماندانو لپاره تبلیغات د اعلاناتو په شکل وکړي.

  دوی کولای شي، چې یوازي د هغو نوماندانو لپاره تبلیغات وکړي، چې د هغوی تېر حالت ښه وي، خو نسي کولای چې د خاین، درواغجن، د بل هیواد تابع، دوکه بازه او د نورو ناوړه صفاتو لرونکو کسانو ملاتړ وکړي او تبلیغات ورته وکړي، ځکه داسي کړني نه یوازي رسنیو حیثیت او باور زیانمنوي، بلکه په لوی لاس د ټولني خلک له خپلو حقونو څخه پاته کول دي.

 ښه نو خبریال ولي نسي کولای او رسنۍ بیا ولي کولای شي؟ خبریال یا ژورنالیست چي له کومۍ رسنۍ سره کار کوي، د هم هغي رسنۍ څخه معاش اخلي، خو که چیري دی د نوماند څخه د تبلیغ په خاطر پیسې واخلي دا په دې معنا چي ده خپل پاک مسلک خرڅ کړ.

 رسنۍ ځکه کولای، چې له همدې لاري خپل عایدات لاسته راوړي، او نوره هم پرمختګ وکړي.


Create Account



Log In Your Account