نادیا  مراد کوردي ، ایزیدې  ته لیک

نادیا مراد کوردي ، ایزیدې ته لیک

October 15, 2018

لیکوال عبدالغفور  لېوال

شته څوک، چې دغه لیک نړۍ ته، یا لږ ترلږه نادیا مراد ته وژباړي؟

نامرادې نادیا ! د سولې نوبل جایزه دې مبارک شه ! خو دا جایزه ډېره قیمته درته پرېوتلې ده، هم هغوی درکړله، چې له تا یې ستا هرڅه ولوټل.

 پوهېږم، له دې لیک سره به پر دې تورن شم، چې دتوطئې پرتیورۍ Conspiracy Theory باوري یم، خو.... هو ! زه همدومره بدګومانه شوی یم. نادیا ! زه د نړۍ له یوې بلې بدمرغې ټاپوڅخه درته مبارکي دراستوم. په جهادالنکاح کې دغه ( غنیمت) شوې ټاپو افغانستان نومیږي.

د دغې ټاپو پر خلکو څلوېښت کاله همدا لوبه روانه ده، چې ستا پر سیمه یې لا لسیزه هم نه ده پوره.

ته خو یې ځکه د جهادالنکاح لپاره بیولې وې، چې مسلمانه نه وې، خو دلته، زما په هېواد کې مسلمانانو پر مسلمانانو جهادالنکاح وکړ.

 هو، ستا یوه خور ( ناهید) دوه لسیزې پخوا د خپل عفت ژغورلو لپاره له اسمانه زمکې ته راوغورځېده او دوه ځایه شوه.... او ستا یوه بله خور ( فرخنده ) یې ژوندۍ وسیزله ... تا لیکلي، چې پلار مې دوه ځایه شو او مور مې ځکه ووژل شوه، چې دجنت حورو ته ورته نه وه او د وسله والو د هوس تنده یې نه شوه سړولای، تا لیکلي چې ورور دې له شرمه مړ شو او ستا کوشنۍ باکره خور یې د خپل مشر لپاره مینځه کړه.

ته یې لکه غنیمت له ځانه سره وساتلې ... دلته زما ټول وطن څلویښت کاله کیږي، چې ( غنیمت ) دی. سیاست غنیمت دی، جغرافیا غنیمت ده، خلک غنیمت دي او پر پینځه شپېته کلن سپین ږیري باندې تیری خو ستا تر کیسې ډېر ځورونکی دی. کوردۍ نادیا ! همدوی، چې د ملګرو ملتونو په لوکسو تالارونو کې درته ژاړي او ته ورته د خپلې تباهۍ کیسې کوې، پوهېږې؟ ته ....

 هو! ته همدوی لوټلې یې ! همدوی هغه سیاستونه جوړوي، همدوی هغه ډلې جوړوي، همدوی هغه جګړې راپنځوي، چې ته یې تر دې ځایه راوستلې یې. د دوی پر مکرجنو اوښکو مه تېروځه، د دوی پر سپینغاړو کمیسونو، خواخوږیو سترګو مه غولیږه... دا ته چې له چا ژاړې، همدوی دي، چې ورته ژاړې ! همدوی څلویښت کاله پخوا په سیمه کې د خپل لوی سیال ( سور اېږ) د ځپلو لپاره هغه ډلې جوړې کړلې، چې تر ننه پر ښځو تیري کوي، ماشومان وژني او بمونه الوځوي... تا لیکلي، چې ستا د پلار سر یې پر زمکه کېښود، او تنه یې خښه کړه، چې تېل ورنه جوړ شي...

 نو ایا تا له ځانه پوښتنه کړې وه، چې دا تېل د چا په کار دی؟ د همدوی، چې نن ته ورته د خپلې تباهي کیسه کوې او دوی درته ژاړي... د نوبل جایزې پیسې هم د وسلو د تولید له هغې مالیې څخه راغلي، چې ستا په سیمه کې ډزې کوي او ستا کوشنی ورور یې وواژه، دوی چې تا ته ژاړي همدوی ستا سیمې ته وسلې لیږي او په بدل کې یې ستا له سیمې تېل غواړي.

 زما په هېواد کې هر ورځ ستا په څېر ډېرې مېرمنې او پېغلې بې پردې کیږي، وژل کیږي، مینځې کیږي، خو ستا په څېر بختورې نه دي، چې غږ یې څوک واوري.

 زموږ له ټول ملت سره جهاد النکاح کیږي، نه ریښتیا ، دا خو غنیمت شوی او مریی شوی ملت دی، دې ته نو د نکاح څه اړتیا شته ؟ پر دوی بې نکاح تیری کیږي... نادیا ! په نړۍ کې ، بلکې د نړۍ په سیاستونو کې ( اخلاق ) مړه دي. ( عاطفه ) د جهاد النکاح په یوه بازار کې د مینځې په شان پلورل شوې ده او ( زړه سوی) ستا د کوشني ورور په شان دوه ځایه کړل شوی دی.

 ته هسې اوښکې بهوې، بېځایه ژاړې . په هماغه خدای قسم یادوم، چې تا هم څو ځله پرې قسم یاد کړی، چې موږ ټول ( زه او ته ) د پانګې، وسلې او ملګرو ملتونو لپاره ( غنیمت ) یو، د نوبل جایزه یې هم ځکه درکړه، چې کیسه دې رسوا شي او هر ملت، چې د دوی د ګټو په وړاندې دریږي، نو د جهادالنکاح ډله ورواستول شي.

 د تېلو، کانونو او نورو شتمنیو خاوند ولسونه باید له لویدیځ سره ـ له همدوی سره چې ته ورته ژاړې او دوی درته اوښکې تويوي ـ خپلې شتمنۍ وویشي، یا یې وړیا ورغنیمت کړي او که نه له لوڼو سره به یې ستا کیسه وشي او کورنۍ به یې هغسې شي، چې تا ورته کیسه کړې ده او دوی درته ژړلي دي.

 زما د امو، مرغاب او کوکچه سیندونه شاهدان دي، چې ستا په څېر څومره لوټ شوې پېغلې یې د خپلو څپو په څادر ونو کې نغښتي، چې شرم یې نړۍ ونه ویني... دوی اوبو یووړې، ځکه خو نوبل جایزې ته ونه نومول شوې.... نادیا ! دغه ښاغلي، چې درته ژاړي، که دا دې هم ورته ویلي وای، چې د خپلو ګټو لپاره ولې د کوردانو، افغانانو، عراقیانو او سوریه یانو عزت و وینه لیلاموئ ؟ که دا پوښتنه دې کړې وای، بیا به دې لیدلي وو، چې څنګه د دوی له مکارو سترګو څخه اوښکې تښتي او یوه زهرجنه خندا درډالۍ کوي.

 ستا اوښکې، ستا غمجن کلیمات او ستا سلګۍ ځکه هېڅ قیمت نه لري، چې په سیاستونو کې عاطفه او اخلاق نه شته. د نوبل جایزه ستا د اوښکو ارزښت نه، بلکې ستا د عفت، عزت، ملي برم او نورو ولسونو ته د سرمشق کېدو قیمت دی. له پانګوالې نړۍ سره دې دا خورا ګټوره او ګرانبیه سودا مبارک شه !


Create Account



Log In Your Account