د جنرال رازق پېژندنه

د جنرال رازق پېژندنه

October 19, 2018

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د منصور غونډۍ په کلي کې زېږېدلي عبدالرازق خپل ډېر عمر په سپین بولدګ کې تېر کړی و.

دی شاوخوا ۴۰ کلن و چې د پنچشنبې په ورځ (اکتوبر۱۸) په یوې امنیتي پېښې کې ټپي شو او بیا روغتون کې مړ شو.

جنرال رازق د طالبانو پر مهال او د حامد کرزي په لومړیو کلونو کې له خپلو وروڼو سره شخصي کار کاوه او بیا تر لنډې روزنې وروسته، له پولیسو سره یوځاې شو.

جنرال رازق د حامد کرزي د ورور احمد ولي کرزي نژدې کس بلل کېده چې په ۲۰۱۱م کې په خپل کور کې د خپل ساتونکي له لوري ووژل شو. په همدغه کال رازق د کندهار د امینې قومندان وټاکل شو.

جنرال رازق رسمي زده کړې نه وې کړې. هغه په کندهار کې یو مخکښ او با نفوذه چارواکی بلل کېده. درې ښځې، ۷ زامن او پنځه لورګانې ترې پاتې شول. دی په قوم اڅکزی و.

جنرال رازق د طالبانو ضد څېره پېژندل کېده او په دې هم مشهور و چې خپلو سرتېرو ته یې ویلي وو چې په ډیورنډ کرښه کې د پاکستان او پاکستاني پوځ سره جدي چلند وکړي.

جنرال رازق د افغانستان دننه په سیاسو ناندرو کې ناپیلی نه و. هغه پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ځان دومره نږدی باله چې کله به يې لاسونه هم ورښکولول.

خو له ولسمشر محمد اشرف غني سره د جنرال رازق اړیکې لانجمنې وې. کله چې د ارګ او د بلخ د پخواني والي، عطامحمدنور، تر منځ سیاسي اختلاف ډیر شول، نو جنرال رازق د ښاغلي نور پلوي وکړه.

پر جنرال رازق د بشري حقونو د سرغړونې پراخ تورونه هم لګول شوي دي. هغه پدې تور و چې د طالب اسیرانو د وژلو امر یې ورکړی و او شخصي زندانونه یې هم لرل. خو جنرال رازق پدې توانیدلی و چې د افغانستان یوه ډیر ناامنه سیمه، کندهار او شاوخوا سیمې، کې نسبي امنیت ټینګ کړي.


Create Account



Log In Your Account