بلخ لیجندز د افغانستان د غوره لیګ اتل شو

بلخ لیجندز د افغانستان د غوره لیګ اتل شو

October 22, 2018

د افغان غوره لیګ سیالۍ چې د اکتوبر په ۵ مه نېټه پیل شوې وې نن د اکتوبر پر ۲۱ مه نېټه د بلخ په بریا پای ته ورسېدې. نن د غوره لیګ وروستۍ پایلوبه په شارجه لوبغالي کې د کابل ځونانو او بلخ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په دغې لوبه کې بلخ لوبډلې کابل ځوانانو ته په   ۴ ویکټو ماتې ورکړه او د ۲۰۱۸ کال لومړي پړاو افغان غوره لیګ اتلولي په خپل نوم کړه.

د دغې لوبې پچه کابل لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه کابل لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۲ منډې جوړې کړې او د ۱۳۳ منډو هدف یې بلخ لوبډلې ته وټاکه. د کابل ځوانانو لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډېرې منډې جاوید احمدي ۳۲ ، پارنېل ۲۱ او کولېن انګرام هم ۲۱ منډې جوړې کړې. د بلخ لپاره په توپ اچونه کې  قیس احمد ترټولو ډېر پنځه لوبغاړي وسوځول ،محمد نبي،  میرویس اشرف، آفتاب عالم او روپ بوپارا  یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ. کابل ځوانانو د ۱۳۲ منډو هدف دفاع ونکړه بلخ لوبډلې یاد هدف په ۱۸  اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د لومړي پړاو( ای پي ایل )اتلولي یې په خپل نوم کړه . د بلخ لپاره په توب وهنه کې کرېس ګېل ۵۶ راوي  او روي بوپارا ۳۱ منډې ترنورو ډېرې جوړې کړې.

د کابل لپاره په توپ اچونه کې  پارنېل درې لوبغاړي، راشد خان ، مسلم موسا،  او فرید احمد یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د لومړي پړاو افغان غوره لیګ اتلولي بلخ لوبډلې په ۴ ویکټو باندې وګټله او په دې سره افغان غوره لیګ په بریالیتوب سره پایته ورسېد.


Create Account



Log In Your Account