توپان هریرود د غوره لیګ پایلوبه وګټله

توپان هریرود د غوره لیګ پایلوبه وګټله

October 25, 2018

نن د فوټبال غوره لیګ اووم پړاو پای لوبه کې توپان هریرود اتلولۍ خپله کړه.

په دغه سیالۍ کې  کې د مرکز زون لوبډلې شاهین آسمايي او د لوېدیځ زون لوبډلې طوفان هریرود سره مخامخ شول، چې د لوبې یوازینی ګول د توپان هریرود لوبډلې وکړ.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې دواړو لوبډلو ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل او یوه لوبډله هم ونه توانېده چې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

د لوبې په ۷۵ مه دقیقه کې توپان هریرود پینالټي ترلاسه کړه او د ګول وهلو چانس یې هم نوي سلنه وو، خو دغې لوبډلې له ترلاسه شوي چانسه ښه ګټه وانخیسته، توپ د ګول پر دروازه ولګېد او ګول نه شو.

د لوبې په دویمه نیمايي کې هم هېڅ لوبډله ونه توانېده چې کوم ګول وکړي او لوبه اضافي وخت ته وغځېده. خو په سلمه دقیقه کې د توپان هریرود لوبډله وتوانېده چې د شاهین اسمايي ګول پرانیزي او د دې غوره لیګ اتلولي خپله کړي.

یاده دې وچې په نیمه پایلوبه کې شاهین آسمايي لوبډلې د میوند اتلان او توپان بیا د اباسین څپې لوبډله ماته کړه او پایلوبې ته ووتل.


Create Account



Log In Your Account