ساهره شریف

ساهره شریف

October 26, 2018

 لیکوال خوشال روهي

 دېرش کاله وړاندې يې په مکروريانو کې درې کوټيزه کور په قسط اخېستی و، سره له دې چې دوه دورې په ولسي جرګه کې وکيله ده او د ژوند ملګری يې د علومو په اکاډېمۍ کې د سرمحقق علمي رتبه او ښه معاش لري، خو اېله وړم کال پدې وتوانېده چې په مکروريانو کې خپل کور خرڅ کړي او په احمدشاه بابا مېنه ( ارزان قيمت) کې نسبتاً لوی کور جوړ کړي.

 علميت، صداقت، تواضع، پاکوالی، خاکساري او خدمتګاري د دې فطرت او طبيعت دی.

 د يوې معتبرې سروې له مخې، د ولسي جرګې په ۱۵ پاکو وکيلانو کې يوه يې ساهره شريف ده.

 په تېرو ټاکنو کې که څه هم د دې نيمايي رايې پټې شوې وې، خو بيا يې هم ټاکنې ګتلې وې او کله چې رايې بيا وشمېرل شوې، نو د دې رايې دوه چنده شوې.

په کابل او خوست کې مدني ټولنو د پرتمينو غونډو په ترڅ کې د خدايي خدمتګارې لقب ورکړ. دا يوازې د خوستيانو خدمتګاره نه، بلکې د ټول هېواد او افغان ملت خدمتګاره ده.

هر افغان که د هرې سيمې و او پر ساهره شريف يې غږ کړی، نو دې خپله د اخلاص منډ‌ه ورسره کړې ده. د ساهره شريف کمپاين د پيسو او شعارونو کمپاين نه دی، بلکې د هغو خدمتونو کمپاين دی چې خپل ولس ته يې کړي دي او د هغو دوعاګانو کمپاين دی چې له دردېدلو زړونو څخه راوتلې دي.

 د دې پر ځای چې دا پر خلکو پيسې باد کړي، عام خلک راځي او د کمپاين لګښت يې ورکوي. که د ساهره شريف په څېر پنځوس تنه وکيلان ولسي جرګې ته راشي، نو د ولسي جرګې بايللی اعتبار به بيا احيا شي او د فساد او نفاق پر ځای به ولسي جرګه د اصلاح، خدمت او وحدت مرجع شي.


Create Account



Log In Your Account