پکتیا کې د جوړېدونکي، کرکټ لوبغالي چارې غېرې معیاري دي

پکتیا کې د جوړېدونکي، کرکټ لوبغالي چارې غېرې معیاري دي

October 29, 2018

 زیارت ګل تاثیرــ پکتیا

په پکتیا د کرکټ لوبغاړي، په دې ولایت کې د جوړېدونکي د کرکټ په لوبغالي نیوکې کوي.

دوی کرکټ بورډ په ناغیړي تورونه وي او وايي، چې د یاد لوبغالي یا میدان چارې په معیار برابرې ندي.

دوی وايي، له ځانګړیو شوي اوو لکه ډالرو څخه د یاد لویغالي د جوړېدو قرارداد په دوه لکه پنځه دېرش زره ډالر شوی دی .

لوبغاړي وايي، چې د یاد لوبغالي ویشتنځای یاپیچ، کرل شوی چمن، د نندارچیان لپآره د ناستې ځای، پولینګ او داسې نور هغه څه دي، چې په دې جوړېدونکي لوبغالي کې په معیار برابر ندي .

د کرکټ لوبغاړی محمدامان زیاتوي، چې نږدې اته کاله وړاندې یاد لوبغالی منظور شوی او شاوخوا درې کاله يې د جوړېدو د چارو د پېل کيږي، خو تر دمه پورې لاهم د یاد لوبغالي د جوړېدو چارې ندي بشپړې شوې .

محمدامان د نورو لوبغاړو په نوماندګي تلوسې راډيو ته وویل، که د دوی داغه غږ وانه اوریدل شي، نو د کابل ګردېز ترمنځ غځېدلې لاره به وتړي .

د افغانستان د کرکټ بورډ ولایتي استازی وکیل منګل هم یادې ستونزې مني او وايي، چې ده پخپل وخت له مرکزي ادارې سره داغه ستونزې شریکې کړېدي.

منګل زیاتوي، چې ده ته هم د یاد لوبغالي د جوړېدو چارې غیري معیاري بریښي او په هیڅ صورت ورته د منلو وړ ندي .

پکتیا د هیواد په کچه له ښه کرکټ څخه برخمنه ده، خو له مودو راهیسې یاد ولایت له پامه غورځول شوی او د یاد ولایت لوبغاړي، پدې برخه کې له هرډول امکاناتو څخه بې برخې دي .


Create Account



Log In Your Account