کابل د سیګار وروستي راپور په تړاو غبرګون ښودلی دی

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د امریکا د ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار راپور رد کړی دی.

دا غبرګون په داسې حال کې ښودل کېږي چې سیګار پرون راپور ورکړ، چې د ملي اردو او پولیسو د روزنې په برخه کې د امریکا د دفاع وزارت لخوا لګول شوېو سلګونه میلیونه ډالرو ښه پایله نه ده ورکړې.

خو د هېواد دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وایي چې د دغو پروګرامونو له لارې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مهارتونه او وړتیاوې ډېرې لوړې شوې دي. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، دا ادعاوې چې ګوندي د امریکا مرستې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره کومه مثبته پایله نه لري په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې سیګار پرون یو راپور خپور کړ چې پکې راغلي و، د دفاع وزارت د نیمګړي پلان او کمزورې څارنې او ارزونې له امله په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د دغو پروګرامونو ګټورې پایلې نامعلومې دي.

کرېکیت بورډ د نورز منګل په ګډون یو شمېر کسان له دندې ګوښه کړل

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د کمېټې مشر او نور غړي له دندو لېرې کړل او پر ځای یې نوي مشر او غړي وټاکل. نور تغیرات هم راوستل شوي.

کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د دایمي منیجرۍ دنده هم ختمه کړه.

د کرکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي خبریالانو ته وویل چې د غوراوي د کمېټې مشري به د نوروز منګل په ځای دولت احمدزی کوي. ددې کمېټې دوه پخواني غړي عبدالولي امین او احمدشاه احمدي د غوراوي د کمېټې نه د ډیسپلین کمېټې ته تبدیل شوي دي.

د غوراوي کمېټې ته نوی سلیکټر باچا حسین هم معرفي شوی، که څه هم د کرکټ بورډ مشر باچا حسین د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی بولي، خو د ځینو په باور خپله باچا حسین په وروستیو کلونو کې له کرکټ څخه لېرې پاتې شوی.

د غوراوی کمېټې بل غړی اسد الله خان دی، اسدالله خان د دولت احمدزي په څېر پخوا روزونکی و او تر ډېره په کوچینګ کې تجربه لري.

د ډیسپلین کمېټې مشري الله داد نوري ته ورکړل شوې ده، الله داد نوري د کرکټ بورډ مرستیال و، پخوا د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان، لوبغاړی تېر شوی او یو وخت د کرکټ د فدراسیون مشري یې هم کړې ده.

کرکټ بورډ یوه بله پرېکړه هم کړې، چې د ملي لوبډلې د مدیر دنده یې له دایمي نه د سفر په اساس را کمه کړې ده. شیر اغا همکار د ملي لوبډلې له منیجرۍ لرې شوی او د ښاغلي فضلي په وينا له دې وروسته به د نویو اصولو له مخې هر سفر ته د ملي لوبډلې نوی مدیر ټاکل کیږي او د یوه سفر د مدیریت واک به ورسره وي.

د کرکټ بورډ مشر بشیر ستانکزی د کرکټ د ډایرکیټر دنده یې پرمخ وړه هم له دندې ګوښه کړی دی او اصلا یې دا دنده له منځه وړې ده.

له دې مخکې د وږي په ۲۸ کله چې د آسیا کپ لوبې روانې وې د افغانستان ولسمشر په فرمان عزیز الله فضلي د عاطف مشعل پر ځای د کرکټ بورډ مشر په صفت وټاکل شو.

نړیوال بانک وايي افغانستان د سواګرۍ په برخه کې پرمختګ کړی

د نړیوال بانک تازه په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان د سوداګرۍ د چارو په اسانتیاو کې ستر اصلاحات راوړي او له ۱۸۳ څخه ۱۶۷ مقام ته پورته شوی دی.
د نړیوال بانک راپور چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو په کې ویل شوي دي چې افغانستان په پنځو څرګندو برخو کې د پام وړ بدلونونه او اصلاحات راوستلي چې په نړیواله درجه بندي کې مخکی شوی دی.
یاد بانک وايي افغانستان اوس د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې د سوداګرۍ د چارو په اصلاح کې ښه روان دي.
افغانستان د سوداګرۍ د پیلولو د چارو د اسانه کولو، د کریډټ د اخیستلو، د کوچنیو/اقلیتونو پانګوالو د ساتلو، د مالیې ورکولو/ټولولو او د دیوالي کېدو د مخنیوي په چارو کې پام وړ کارونه کړي دي.
د بېلګې په توګه مخکې په افغانستان کې د تجارت یو جواز باندې ۳۲۰۰۰ افغانۍ لګول کېدلې، خو اوس دا کار په ۱۰۰ افغانیو کیږي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک ویاند روف ضیا رسنیو ته وویل چې افغانستان په تېر یو کال د همدغو اصلاحاتو له کبله د نړیوال بانک په تازه درجه بندۍ کې ۱۶ درجې مخکې شوی دی.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر شوبهم چوهدري وايي د افغانستان لپاره اقتصادي پرمختګ ډیر مهم دی، ځکه چې د هغه په خبره له دې لارې پانګونه او ورسره کاري زمیني او فرصتونه هم زیاتیږي.
نړیوال بانک په اعلامیې کې د نوموړي له خولې لیکل شوی دي چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته په کتو د سوداګرۍ د پرمختګ او اسانتیا لپاره د افغان حکومت دا هلې ځلې او کارونه د ستایلو” دي.
تر دې مخکې د افغانستان په هکله د نړیوال بانک اټکل کړی و چې د افغانستان اقتصادي وده لوړیږي. تیرکال د افغانستان اقتصادي وده د ۲،۲ فیصده وه.نړیوال بانکدا هم ویلي وو که که امنیتي وضعیت لا پسې خراب نشي، اټکل کیږي چې۲۰۱۸ کال کې به د افغانستان د اقتصادي وده۳،۲ سلنې ته لوړه شي

پکتیا کې معترضو نوماندانو لاریون وکړ

زیارت ګل تاثیرــ پکتیا

په پکتیا معترض نوماندان شکایت کوي، چې پدې ولایت کې ځينو مشخصو نوماندانو د ځان په نفه پراخه فساد کړی دی.

دوی نن ورځ د یوه لاریون په ترڅ له له دولت څخه غوښتنه کوله، چې پدې ولایت کې د رایو شفافیت ته پاملرنه وکړي او غیر بایوميټریک رايې دې باطلې اعلان شي .

دوی غوښتنه کوله، چې تورې رايې دې له سپينو څخه بېلې شي .

لاریونو کوونکو له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د خلکو رايو ته ارزښت ورکړل شي او هغه رايې چې په غېر شفافه توګه لویدلې دي باطلې دې اعلان شي.

د لاریون بل معترض نوماند محمد داود تپان، د نورو په استازیتوب وویل، که د دوی دا غوښتنې ونه منل شي او شکایتونه يې ونه څېړل شي، نو د کمیسونونو دروازې به وتړي او په سولییزو لاریونونو به لاس پورې کړي .

په ورته وخت کې بیا، د پکتیا د ټاکنو د شکایتونواورېدو کمیسون بیا وايي، چې د دوی ټيمونه کار کوي او ثبت شوي شکایتونه څېړي.

لس ورځې وروسته د ولسمشرۍ د کاندیدانو نوم لیکنه پیلیږي

راپورونه وايي لس ورځې وروسته د ولسمشرۍ انتخاباتو د کاندیدانو نوم لیکنه پیلیږي. ټاکنو کمیسیون کې یو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ویلي دي، د روان کال د عقرب د میاشتې په شلمه نیټه به د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنه په رسمي توګه پیل شي. سرچینه وایي چې دا پریکړه د ټاکنو کمیسیون مشرتابه غړو، په کابل کې د امریکا سفیر، د یوناما مشر، په افغانستان کې د اروپایی اتحادیې مشر او د انګلستان سفیر په ګډه ناسته کې شوې ده.

د سرچینې په وینا کمیسیون ته دنده سپارل شوې ده چې راتلونکې شنبه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټول مهال ویش اعلان کړي. د راپورونو له مخې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته پر ولسمشرغني او عبدالله عبدالله سربیره د محمد حنیف اتمر، صلاح الدین رباني، حکمت کرزي، رنګین دادفر سپنتا، احمد ولي مسعود او عمر داوودزي نومونه یادیږي چې ممکن دوی به احتمالی نوماندان وي .

 د یادونې وړ ده چې ټاکنو کمیسیون نیږدې درې میاشتې وړاندې د ۱۳۹۸ کال د حمل میاشتې ۳۱ نیټه د ولسمشرۍ انتخاباتو ورځ اعلان کړې ده.

لغمان کې د سیلابونو له امله ۳ تنه وژل شوي

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

چارواکي وایي د لغمان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سختو اورښتونو او راوتلو سیلابونو له امله درې تنه ماشومان وژل شوي او ګن کورونه یې ویجاړ کړي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي تلوسې راډیو ته وویل تېره شپه د لغمان په مرکز کې د اورښت او راوتلو سیلابونو له امله ګڼ کورونه زیانمن شوي، فصلونه یې له منځه وړي او درې تنه یې وژلي هم دي .

دولتزي وویل چې د زیات اورښت او را وتلو سیلابونو له امله د الیشنګ ولسوالۍ په اړیني سیمه کې درې ماشومان وژل شوي چې  د دوه جسدونه پیدا شوي او د یوه جسد لا هم نادرکه دی، د پیدا کېدو لپاره یې هڅې روانې دي.

د نوموړي په خبره چې د والي په امر د اظطرار کمیټه د عاجلو مرستو رسولو په اړه همدا اوس لاس په کار شوې تمه ده چې تر غرمي ټولو زیانمنو ته به مرستې ورسېږي.

ولسمشر غني د فراه پر پېښه خواشېني څرګنده کړه

ولسمشر غني په فراه کې د یوې چورلکې پر نسکورېدو چې له امله یې د یاد ولایت د ولایتي شورا د رییس فرید بختور په ګډون ګڼ شمېر ملکي او نظامي کارکوونکي ووژل شول خواشیني څرګنده کړې ده.

له ارګه په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، په فراه ولایت کې یو شمېر ملکي او نظامي چارواکي د رسمي ماموریت پر مهال د لېږدونکې چورلکې د سقوط په پېښه کې وژل شوي دي.

د سرچینې په وینا د ۲۰۷ ظفر قول اردو مرستیال بریدجنرال نعمت الله خلیل، د فراه ولایتي شورا رئیس فرید بختور، د دې شورا د غړې جمیلې امیني او د پیلوټ ډګروال محمد عارف په ګډون د فراه یو شمېر نور ملکي او نظامي مسئولین چې په دې پېښه کې وژل شوي د دې وطن رېښتینې بچیان وو چې د هېواد او خلکو د خدمت لپاره یې له هیڅ راز هڅو ځانونه دریغ نه کړل او په همدې سپېڅلې لار کې خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود.

سرچینې د یادو کسانو وژل کېدل د افغانستان د ملکي او نظامي ارګانونو لپاره ستره ضایعه بللې ده.