هغه ملا چې د مدرسې نه یې د (ای ایس ای ISI)  جنرالان فارغېدل، ووژل شو

هغه ملا چې د مدرسې نه یې د (ای ایس ای ISI) جنرالان فارغېدل، ووژل شو

November 3, 2018

زما دقیق په یاد دي کال ۱۳۷۰ هجري کال و، دا هغه مهال و، چې د جلال الدین حقاني په مشرۍ مجاهدینو د خوست ولایت په خپله ولکه کې اخیستی و او د کباړ په نوم د ډاکتر نجیب د اردو څخه پاتې وسایل او وسلې د پاکستان په لورې لېږدول کېدې.

زما دقیق په یاد دي هغه مهال د بي بي سي BBC نړیوالې راډیو په یو خبر کې جلال الدین حقاني د خوست ولایت فاتح او د ای ایس ای جنرال یاد کړ.

جلال الدین حقاني خپله جنرالي د مولانا سمیع الحق په حقانیه دارالعلوم کې اخیستې وه.

درې اتیا کلن مولانا سمیع الحق له لسیزو راهیسې د پاکستان د مذهبي او سیاسي ډګر وتلې څېره وه، چې پرون اسلام اباد ته نژدې په راولپنډۍ کې د دوو نامعلومو بریدګرو لخوا په خپل کور کې په چړو ووژل شو.

نوموړی د جمعیت علمای اسلام د سیاسي ګوند او د پاکستان  دارالعلوم حقانیه، مدرسې مشر و.

. په تېرو څو لسیزو کې لسګونو زرو افغانانو او پاکستانیانو د ده په مدرسه، دارلعلوم حقانیه کې زده کړې کړې دي، او د سراج الدین حقاني په څېر یې ګڼ شمېر د ای ایس ای جنرال او صاحب منصبان روزلي او فارغ کړې دي.

مولانا سمیع الحق په ۱۹۸۰مه لسیزه کې امریکا ته ولاړ، د وخت ولسمشر رېګن سره له لیدو وروسته پاکستان ته ورستون او مجاهدینو ته یې افغانستان کې د جهاد فتاوې صادرې کړې.

وروسته له هغه چې افغانستان کې د وخت خلق او پرچم رژیم هم له منځه تللی و، په کابل کې د واک د لاسته راوړلو لپاره د جهادي تنظیمونو ترمنځ جګړو زور اخیستی و، سمیع الحق او ورسره نور د ای ایس مشران لکه جنرال حمیدګل او ملافضل رحمن د طالبانو په نوم یو نوی تحریک رامنځته او د پخوانیو جهادي تنظیمونو په مقابل کې یې جګړه پیل کړه.

پدې جګړو کې په زرګونو بېګناه افغانان ووژل شول او بلاخره طالبانو ۹۰ فیصده افغانستان تر واک لاندې وروست.

یاده جګړه کې اکثر وسله وال طالب اورپکي د ملاسمیع الحق له مدرسو څخه تنظیمېدل او شمالي ټلوالې، حزب وحدت او د دوستم په مشرۍ د جنبش له ډلو سره جنګېدل.

یادې جګړې تر ۲۰۰۱ لومړي کال ترهغې دوام وکړ څو چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه افغانستان ته وروخوځېدل او د طالبانو د واک لمن یې ورټوله کړه.

د پاکستان د مذهبي او سیاسي ګوندونو ملایانو، د ای ایس ای جنرالانو او د پاکستان د يوځ په ګډون زرګونه تښتېدلي طالبان په وسلو او نویو فتاواو سمبال او د امریکایانو سره د جهاد په نوم د افغانستان د ورانولو لپاره ورولېږل.

سمیع الحق په خپلو ویناو کې په ډاګه د وسلوالو طالبانو ملاتړ او مشري کوله او دوی ته به یې د اولادونو خطاب هم کاوه. (نوره نړۍ کې یو چا ته د  زوی خطاب ښه معنی نلري)

د پاکستان د ای ایس ای او انګلیسانو سره د مولانا سمیع الحق ژورې اړیکي د ده له پلار څخه په میراث پاتې وې. پېښور ته نژدې د نوښار په اکوړه خټک کې د دارالعلوم حقانیه بنسټ د مولانا سمیع الحق پلار مولانا عبدالحق د پاکستان تر جوړېدو مخکې ایښی و.

مولانا سمیع الحق په همدې مدرسه کې لوست کړی و او له تېرو دېرشو کلونو راهیسې یې د دې مدرسې مشري کوله. دی ۱۹۸۰ مو او ۱۹۹۰ کلونو کې دوه ځله د پاکستان مشرانو جرګې یا سېنټ غړی هم پاتې شوی و.

سمیع الحق اوس دې نړۍ کې نشته، خو له ځان سره یې د میلیونونو بېګناهو او مظلومو پښتنو او افغانانو د شهیدانو د ګناهونو پېټي وړې دي.

 


Create Account



Log In Your Account