حشمت الله شهیدي نن ۲۴ کلن شو

د افغانستان ملي لوبډلې تکړه چپ لاسي توپ وهونکي حشمت الله شهیدي نن( ۲۴) مه کالیزه ده حشمت په افغان لوبډله کې د پوره حوصلې خاوند دی دا هغه لوبغاړی دی چې تر ډېره په لوبغالي کې ستره ملګرتیا کوي او تر پایه ناسوځېدلی پاتې کېږي داسې لوبغاړي د نړۍ په کچه ډېر کم پیدا کیږي حشمت په افغان لوبډله کې په سریلانکایې مشهوره لوبغاړي کمارا سنګکار مشهور دی چې آرامه د حوصلې ډکه او په زړه پورې لوبه کوي .

د افغان لوبډلې دا ځلانده چپ لاسی ستوری حشمت الله شهیدي نن  یکشنبه د نومبر پر( ۴ ) مه نېټه (۲۴) کلن شو حشمت شهیدي په (۱۹۹۴ ) میلادي کال کې د نومبر میاشت پر ( ۴) مه نېټه د افغانستان په لوګر ولایت کې زېږېدلی دی  .

حشمت الله شهیدي د افغان ملي لوبډلې لپاره پر یوې تاریخي ټېسټ سیالۍ کې هم لوبېدلی دی چې (۴۷ ) منډې جوړې کړې وې،  د دې ترڅنګ حشمت الله (۲۵ ) یو ورځنۍ لوبې هم افغان لوبډلې لپاره ترسره کړې دي چې ټولې( ۶۷۵ ) منډې جوړې کړي چې په یوې سیالۍ کې( ۹۷) غوره توپ وهنه ده او په شل اوریزو سیالیو کې یوازې یوه شل اوریزه سیالي هم کړې  حشمت چې په کرېکټ کې د یوې پراخې حوصلې خاوند دی او تر ډېره آرامه لوبه کې چې ګنډ شمېر افغانان یې د لوبې مینوال دي

حشمت الله شهیدي د افغان ملي لوبډلې لپاره په مهمو سیالیو کې ښې منډې جوړې کړي چې په دې وروستیو کې د نوموړي توپ وهنه لا په زړه پورې شوې نړیوال یې ګوته پر غاښ کړي حشمت شهیدي په تېر ( ۲۰۱۸ ) کال اسیا جام سیالیو کې په آفغان لوبغاړو کې تر ټولو ښه وځلېد حشمت د هندي لوبغاړو د شېکر داون  او روهېت شرما وروسته دریم غوره توپ وهونکی و چې ډېرې منډې جوړې کړې وې.

حشمت الله شهیدي د کرېکټ پیل په کورنیو سیالیو کې کړی و بیا د افغان نولس کلنې لوبډلې لپاره غوره شو چې ترډېره ښه وځلېد او د نولس کلنو په نړیوال جام سیالیو کې حشمت په خپل وخت کې په یوازې ځان د اسټرالیا په خلاف (۱۵۰ ) منډو زیاتې پوره کړې وې چې په دې سیالیو کې د ښه ځلېدو وروسته ملي لوبډلې ته یې لار پیدا کړه او اوس په لوبډله کې په نړیواله کچه د یو لوۍ شهرت خاوند دی.

نړیوال بانک افغانستان سره ۷۵میلیونه ډالر مرسته کوي

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، نړیوال پراختیایي بانک له افغانستان سره د باغدارۍ د ودې په موخه د ۷۵میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي وایي چې مرسته شوې پیسې به د باغ لرونکو او کروندګرو د پیاوړتیا، د غلو دانو د تولید ډېروالي او نورو برخو کې ولګول شي. رستمي زیاته کړې چې د دې مرستې له مصرف سره به زراعت وده وکړي او د خلکو په اقتصاد کې به هم د پام وړ بدلون راشي.

د نوموړي په خبره دا چې افغانستان یو زراعتي هېواد دی نو دا ډول مرستې کولی شي د خلکو په ژوند او د کرنیزو تولیداتو د کچې په لوړولو کې د پام وړ مثبت رول ولوبوي.

ننګرهار کې ۲۲ داعشیان وژل شوي

 تلوسه :میرویس رحماني/ننګرهار

ځانګړو ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د داعش ‌ډلې د تبلیغاتو او لوژستیک مسؤولینو په ګډون ۲۲ تنه داعشي وسلوال وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي تلوسې راډیو ته وویل د هسکې مینې ولسوالۍ په اوغز تنګي سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لورې هوايي  او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې د داعش ډلې د لوژستیک  او  تبلیغاتو برخې مسؤلینو په ګډون پنځلس داعشیان وژل شوي.

خوږیاڼي وویل یاد عملیات په سیمه کې د داعش ډلې د رهبرۍ غړو په جوړه شوې غونډه کې شوي چې، پرمهال یې د دوي پنځه مرکزونه ،وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

په ورته وخت کې د نازیانو ولسوالۍ په دوه خوله سیمه کې بیا د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې اووه داعش وسله وال وژل شوي .

په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

هلمند کې ۸۰ ښځینه ښوونکو نیمه لوړې زده کړې پېل کړې

هلمند کې ۸۰ داخل خدمت ښوونکو ته د یونیسف په مالي ملاتړ د ښوونکو په عالي موسسه کې نیمه لوړې زده کړې پیل شوې.

د هلمند پوهني رییس محمد داود شاه صفاري د ښوونکو د روزني دغه لړۍ خورا مهمه وبلل او زیاتوي چې دغو ښوونکو ته به د ریاضي او ساینس په څانګو کې زده کړې ورکول شي.

د ده په وینا د نیمه لوړو زده کړو د دې سکالرشیف مالي ملاتړ د یونیسف ادارې پر غاړه دی.

ښاغلی صفاري زیاتوي یادې ښځینه ښوونکي چې له پوهنې ریاست سره داخل خدمت کار کوي، ۶۰ تنه له لښکرګاه ښار او ۲۰ تنه له ګرشک ولسوالۍ څخه غوره شوي دي.

په مالي او اداري چارو کې د هلمند ولایت مرستیال مجاهد الله صفاري هم د ښوونکي پر مسلکي روزنې خوښي وښوده او زیاته يې کړه چې د ښوونکو روزنې ته د تېر په پرتله پاملرنه ډېره شوې ده.

همدارنګه د ښوونکو د روزني د عالي موسسې رییس محمد اسماعیل مهربان بیا ژمنه وکړه، چې ښوونکو ته به د زده کړو په موده کې په پوره مسلکي او معیاري ډول زده کړي ورکړل شي.

تر دې وړاندې هم د ښوونکو په عالي موسسه کې په لویه کچه ښوونکو ته نیمه لوړي زده کړي ورکول شوي دي، چې په ښوونځیو کې یې د زده کړو پر کیفیت مثبت اغیز درلود.

د ترافيکي پېښې له امله ۳۰ هندوانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تلوسه،  رفيع الله  مندوخېل

 په  بلوچستان کې د یوې ترافيکي پېښې له امله د يوې ماشومې په  ګډون اته  تنه  مړه شوي او دوه ويشت نور ژوبل شوي دي.

 ترافيکي پېښه کې د کوټې او کراچۍ ترمنځ  په خضدار کې رامنځته شوې ده.

د کوټې او کراچۍ ترمنځ  پر لويه  لاره  په خضدار سيمه کې د رامنځته  شوې ترافيکي پېښې په  نتيجه کې د يوې ماشومې په  ګډون اته  تنه  مړه شوي او دوه ويشت نور ژوبل شوي دي.

د سيمې پوليس وايي، چې ترافيکي پېښه  د سورليو د بس موټر او لارۍ د مخامخ  ټکر له  امله  رامنځته شوې ده.  په  پېښه کې مړه شوي او ژوبل شوي سيمه يز روغتون ته  وړل شوي دي.

پوليس چارواکي د روغتون  د ډاکټرانو  له  قوله   زياتوي چې درېو کسانو په  روغتون  کې درملنې پرمهال خو نورو بيا د پېښي پرځای  سا ورکړې ده.

 په  ټپيانو کې  د ځيني  حالت  مرګونی دی او د سيمې نظامي روغتون  او  کراچۍ ته  درملنې لپاره  وړل شوي دي.

په  ياده  ترافيکي پېښه کې له  موټرچلوونکي  پرته   نور ټول مړه شوي او ژوبل شوي هندوان وي او په  کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

په پاکستان کې د يوې احصايې له  مخې د ناامنۍ ترپېښو زيات  خلک  په  ترافيکي پېښو کې خپل ژوند له  لاسه  ورکوي.

خو د پېښو د مخنيوي په  موخه  کوم  کوټلي ګامونه نه  دي اخيستل شوي. د کوټې او کراچۍ ترمنځ  غځېدلی سړک  دوه  ايالتونه  بلوچستان او سند سره  نښلوي، خو پر دغه  لويه  لاره  د بې احتياطۍ له  امله  وخت  په  وخت  ترافيکي پېښي رامنځته  کېږي.

غني: پکتیکا دوهمې درجې ته ارتقا کوي

ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ پکتیکا ولایت ته سفر وکړ او له بېلابېلو قشرونو سره د جلا-جلا کتنو ترڅنګ يې د خلکو په یوه پراخه غونډه کې هم برخه واخېسته.

ولسمشر د یاد ولایت د خلکو پرله‎پسې غوښتنو ته په کتو پکتیکا دوهمه درجه ولایت اعلان کړ.

ولسمشر وویل، پکتیکا دوهمې درجې ته ارتقا کوي، د پکتیکا لپاره به اداري کمپلکس، د غونډو تالار، د مېرمنو لپاره د فاتحې ځای، په ښرنه او ارګون کې د نجونو یو یو ښوونځی او یوه یوه لېسه جوړه شي.

جمهور رئيس زیاته کړه، پکتیکا پوهنتون به مستقل او د دوه نورو پوهنځیو لرونکی شي، د پوهنتون د احاطې دېوال به جوړ او د انګور اډې سړک په پاتې برخه به هم پانګونه وشي.

ولسمشر د پکتیکا د خلکو غونډې ته دا اعلان هم وکړ چې په یاد ولایت کې د روغتیايي اسانتیاوو په خاطر به د ښرنې ولایي روغتون یو سلو پنځوسو بسترو ته لوړ شي او د ۲۷۰۰ هغو ښوونځیو له ودانیو څخه چې اوس‎مهال په افغانستان کې جوړېږي، پکتیکا ته خپله ونډه ورکړل شي.

ولسمشر پکتیکاوالو ته دا هم وویل چې په نوي کال کې به په اساسي ډول د اوبو په یو یا دو بندونونو د جوړولو کار وشي.

 

هرات کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالې زیات شوی

تلوسه راډیو:هارون/هرات

د هرات د ښځو چارو ریاست سرپرسته عزیزه کریمي وايي، دلته د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او دې کار د یوشمېر ښځو ژوند ترې اخیستی.

د هرات د بشر حقونو کمیسیون مشر عبدالقادر رحیمي او په ولسې جرګه کې د هرات استازې ناهید فرید د قانون نه پلی کیدل د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي زیږنده بولي.

خو د هرات مرستیال والي محې الدین نوري او د څارونوالۍ مسؤولین وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې قضیې په جدي ډول څېړي.

د مسؤولینو په خبره: له دې سره سره چې د یوشمېر ښځو د ژوندانه په وضعیت کې مثبت بدلون راغلی خو د بلې خوا  د ولسوالیو پر ښځو لاهم تاوتریخوالی تر سره کیږي.

باید وویل شي چې د څو کلونو را په دې خوا  هر کال په هرات کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د عامه پوهاوي په شتون کی ورځ تر بلې زیاتیږي.

پکتیاوال له ولسمشر غني غواړي چې خپلې ژمنې عملي کړي

 زیارت ګل تاثیرــ پکتیا

د پکتیا د ولایتي شورا یو شمېر غړو، قومي مشرانو او ځوانانو په یوه خبري ناسته کې وویل که له پکتیاوالو سره د ولسمشرغني له خوا شوې ژمنې عملي نه شي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به ګډون ونه کړي.

د ناسې ګډونوالو درې ورځې وړاندې له پلازمینې کابل څخه د کابینې د یو شمېر استازو راتګ هم د ولسمشر غني لپاره کمپایني سفر وباله.

 کنفرانس ګډون والو وویل، ولسمشرغني له دوی سره د ګردېزـ زرمت سړک، د مچلغو بند، د مامورینو ښار ګوټی، صنعتي پارک او یوشمېر نورو پروژو ژمنې کړې وې، چې کارونه يې لا هم نه دي پيل شوي او له کابله راغلي پيلاوي هم یو ځل بيا هغه ژمنې تازه کړدې.

درې ورځې وړاندې له کابل څخه راغلي پلاوي يو ځل بيا هغه ژمنې تازې کړې، چې د ځينو ولسمشر پرانيسته کړې وه، خو کارونه یې نه و پيل شوي، ځو پلاوی وايي د مچلغو بند سروې به  په دوو ورځو کې پیل کړي او د ګردېز زرمت ترمنځ د غځېدلې لویې لارې د جوړیدو قرارداد يې له دوو پخوانیو شرکتونو سره لغوه او په لنډ وخت کې به له نورو شرکتونو سره قرارداد وکړي او په لنډو ورځو کې به يې چارې پیل شي.