ننګرهار کې ۸۰ ټنه بې کیفیته درمل او خوراکي توکي سوځول شوي

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي د څارنۍ ټیمونو له لوري راټول شوي اتیا ټنه بې کیفیته درمل او خوراکي توکي سوځول شوي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخیل تلوسې راډیو ته وویل د تیرو شپږو میاشتو په موده کې د چاپیریال روغتیا ساتنې او صحي قوانینو او بررسۍ ډيپارټمنټونو له لوري د جلال اباد ښار او ولسوالیو نه راټول شوي شپیته ټنه خوراکي توکي او شل ټنه بي کفیته درمل راټول شوي چې نن یې د یو پلاوي په وړاندې وسوځول .

 میاخیل وویل یاد خوراکي توکي دیارلس میلیونه او درملو پنځلس میلیونه افغانۍ ارزښت لره چې قانوني وخت یې پوره شوی و، یو اندازه یې تاریخ تیري وو .

نوموړي وویل چې د څارنۍ پر مهال یې د خوراکي توکو نږدې شل فابریکي او په ښار کې ګڼ درمل پلورنځي یې تړلي هم دي.

د ننګرهار عامې چارواکي وایي چې ځآنګړې ټیمونه به یې بررسي او څارنه لا هم ګړندي کړي ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تیرو درملو او خوراکي توکیو د پیر او پلور مخه ونیول شي.

پکتیا کې یو لوی ذخیروي ګدام ګټې اخیستنې ته وړاندې شو

زیارت ګل تاثیرــ پکتیا

په پکتیا کې د کرهڼې وزارت له لوري د خوراکي توکو د ذخېرې لپاره یو ګدام جوړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.

دیاد ګدام په جوړېدو نږدې ۲۰ مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی، چې د مالې وزارت له لوري ورکړل شوی  او د کرهڼې وزارت يې د جوړېدو چارې پرمخ بیولې.

د پکتیا د کرهڼې ریاست رییس محمدالدین مومند وویل، چې یاد ګدام په یو وخت نږدې ۳۰۰۰ميټریک ټنه د خوراکي موادو د ځايدو ضرفیت لري، چې د بېړنیو حالات پرمهال به ترې استفاده کيږي.

د یادونې وړده، چې راتلونکې اونۍ به دغه ګدام ته نږدې دوه نیم زره ټنه غنم راورسیږي.

ورزشي خبریالان: ورزشي ادارې دې زموږ امتیازات بل چاته نه ورکوي

تلوسه/هلمند

د هلمند ولایت سپورټي خبریالانو د خپلو ستونزو په تړاو یو مطبوعاتي کنفرانس ورکړ او د سپورټ له بېلابیلو ادارو یې شکایتونه وکړ.
د یادو خبریالانو لومړنۍ غوښتنه داوه چې زموږ امتیازات دې بل ته نه ورکول کیږي، هغوی وایي ډېر کله د دوی په نوم امتیازات راځي خو هغه چاته ورکول کیږي، چې سپورټ کې یې کله هم یو مسلکي راپور نه وي خپور کړی.

د دې باوجود د مالوماتو نه ورکول بله هغه ستونزه یادوي، چې دوی ورسره تل مخ دي، هغوی وایي، ښه خبر دادی، چې اوس د سپورټ برخه کې ځانګړي خبریالان لرو خو ستونزه داده، چې چارواکي ورته مالومات نه ورکوي.
دوی وایي: موږ مسلکي راپورونه خپروو او د سپورټ هره ستونزه را اخلو او هیڅ یوه اداره ورڅخه ستونزې نه شي پټولی، ځکه خو مسؤلین هڅه کوي تر څو د خپلو پروګرامونو په اړه هغه خبریالان په جریان کې کړي، چې دې برخه کې ځانګړي نه وي.

هلمند کې تېره ورځ د کرېکټ یو رسمي ټورنمنټ پرانیستل شو، چې د سپورټي خبریالانو مثال و، دوی پر اړوندو سپورټي ادارو او مسؤلینو تور پور کړی، چې فساد کې ښکېلي دې او که فساد ونه اوسي نو ولې د دوی سره مالومات نه شریک کیږي.

د ټاپ ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي پر لېږد د پانګونې هوکړه لاسلیک شوه

دغه هوکړه نن په دلګشا ماڼۍ کې د ولسمشر غني او لوړپوړو دولتي چارواکو په حضور کې لاسلیک شوې ده.

له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د انرژۍ او اوبو وزارت او (چالیک هولدینګ) ترکي شرکت تر منځ د ټاپ ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي پر لېږد د پانګونې تفاهمنامه، نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو پر مهال په دلګشا ماڼۍ کې لاسلیک شوه.

د سرچینې په وینا دا هوکړه چې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان درې اړخیزې تفاهمنامې په اساس لاسلیک شوې، له تورغونډۍ بندر نه تر سپین بولدک پورې ۷۵۰ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې تېرېږي. د افغانستان لپاره د مزي ظرفیت زر میګا واټه اټکل شوی دی چې په درې کلونو کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

له دې لارې به ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته ولېږدول شي چې پاکستان ته د برېښنا انرژۍ پر انتقال سربېره به د هېواد دننه له ۱۰۰۰میګاواټه برېښنا نه د استفادې تر څنګ افغانستان، پاکستان ته د برېښنا له ترانزیټ څخه شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر ګټه هم تر لاسه کړي.

محمد اکرم خپلواک له خپلې دندې استعفا وکړه

په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې شورا د دارالانشا رییس اکرم خپلواک له دندې استفعا کړې ده.

نوموړي په دې اړه څه نه دي ویلي چې ولې یې له خپلې دندې استعفا کړې ده، خو وايي چې له حکومت سره به خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي او د ولسمشر د برنامو ملاتړی دی. په دې وروستیو کې د ولسمشر ډېرو نږدې کسانو له خپلو دندو استفعا کړې ده.

نه یوازې د ولسمشر ملګرو بلکې د ملي یووالي په حکومت کې ډېرو مهمو څېرو او چارواکو له خپلو دندو استفعا کړې ده، چې د ډېری دې نوماندانو موخه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ځان نوماندول دي. خو دا چې د اکرم خپلواک موخه به له دې استفعا څه وي په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

امریکا چابهار له بندیزونو سېوا اعلان کړ

د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو په ایران کې د هند پرمختیایی پروژه د چابهار بندر له بندیزونه مستثنی اعلان کړې ده او وايي هدف یې دا دی چې د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وشي.
له چابهاره افغانستان ته د رېل پټلۍ غځولو پروژه هم له دغه بندیزونو سېوا ده.  مایک پمپیو رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي، چې دغه فعالیتونه د افغانستان د پرمختګ او دغه هېواد ته د بشري مرستو د رسولو لپاره اړین دي.
مایک پمپیو دا هم ویلي چې افغانستان به له ایرانه د تېلو وارداتو ته ادامه ورکړي. تر دې وړاندې دا وېره وه، چې ښایي پر ایران د امریکا نوي بندیزونه په ایران کې د افغانستان مهم بندر چابهار باندې منفي اغېز وکړي.
خو امریکا اوس اعلان کړی چې دغه بندر له بندیزونو سېوا دی.  چابهار د هند په مرسته په ایران کې د افغانستان لپاره رغول شوی بندر دی، چې جنوبي اسیا او مرکزي اسیا به د افغانستان او ایران له لارې سره ونښلوي.

امریکا او پاکستان د افغانستان د سولې په اړه همکاري پراخوي

پاکستان او امریکا کوښښ کوي چې په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه همکاري زیاته کړي.

د امریکا د بهرنو چارو د وزارت مرستیاله ایلس ویلز د سه شنبې په ورځ پاکستان ته سفر کړیدی او هلته یې په افغانستان کې د سولې په پروسې کې د همکارۍ په مسله خبرې کړیدي.

اغلې ایلس ویلز د پاکستان د بهرنو چارو د وزیر شاه محمود قریشي سره ملاقات کړیدی.

د امریکا د بهرنو چارو د وزارت مرستیاله پداسې وخت کې پاکستان ته سفر کوي چې د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه کوښښونه گړندي شویدي.

د امریکا او د پاکستان لوړپوړو چارواکو پدغه ملاقات کې د دواړو ملکونو د اړیکو د سمولو په اهمیت هم ټینگار وکړ.

د پاکستان د بهرنو چارو وزرات د ایلس ویلز سره د ملاقات نه وروسته یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې لیکل شوي “په سیمه کې حالات بدلیږي او دواړه ملکونه دیته اړ دي چې په سیمې کې د ټینگښت او سولې لپاره همکارۍ ته دوام ورکړي.”

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکایي هیت سره د ملاقات نه وروسته یوې مطبوعاتي غونډې ته وینا هم وکړه. قریشي وویل “افغانستان هم ډیر مهم دی خو د پاکستان او امریکا تعلقات هم زیات مهم دي او پکار ده چې روابطو ته دوام ورکړل شي.”

ایلس ویلز پداسې وخت کې پاکستان ته سفر کوي چې دوه ورځې وروسته یعنې د جمعې په ورځ په مسکو کې د سولې مذاکرات پیلیږي. په دغه غونډه کې هند، پاکستان، چین او امریکا گډون کوي. د یادونې وړ ده چې طالبانو ته هم پدغه غونډې کې د گډون بلنه ورکړل شویده.

غني وايي ملابرادر ته افغانستان کې ځای شته

افغان ولسمشر وايي، د پاکستان لخوا د طالبانو د پخواني مشر د مرستیال ملا عبدالغني برادر خوشې کول د افغان سولې په برخه کې د پاکستان یو کوچنی ګام وو.

ښاغلي غني‌ د سې شنبې ‌په ورځ د «لړم پر ۱۵مه» په کابل کې د ناټو له عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې پاکستان باید د افغان سولې په برخه کې اساسي مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه افغان حکومت حاضر دی چې د ملابرادر په شمول هر بل طالب چارواکی له بنده تر خوشې کېدو وروسته په افغانستان کې ومني.

ښاغلي غني‌ د دغه کنفرانس پرمهال وویل چې پاکستان باید د افغان سولې ملاتړ وکړي، د جګړې په مخنیوي کې اقدامات وکړي او له افغانستان سره په درې برخو کې په اساسي ډول خبرې وکړي.

ښاغلي‌غني وویل​ “یو، جګړه چې نهه دېرش کاله یې دوام کړئ دا به څنګه ختم شي، دولت په دولت مذکرات او مناسبات هتمي دي، دا نړیوال قانون دی، دوهم یو مثبت انظور د منطقوي همکاري چې په هغه کې دوه خپلواک دولتونه پخپلو کې اقتصادي چارو کې همکاري کوي هغه به څه ډول وي، دریم، د دهشتګرۍ د خطر په مقابل کې به څه ډول همکاري کوو ځکه دا خطر سرحدي نه پېژني ضرور ده چې ټوله نړۍ همکاري وکړي د دې زیاتو شبکو موجودیت په پاکستان کې دی.”

پاکستان په روانه میاشت کې ملا عبدالغني برادر تر نهه کلن بند تېرولو وروسته خوشي کړل.

ښاغلي غني وویل چې پر افغانستان تپل شوې جګړه یوازې د طالبانو نه بلکې نور اړخونه هم لري.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان له نړیوال ترورېزم سره مخ دی چې تل خپل څېره او د فعالیتونو ډول بدلوي چې په وړاندې باید په ګډه مبارزه وشي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او افغانان هم تر بل هرڅه سولې ته زیاته اړتیا لري.

غني وویل چې امریکا د افغان سولې په برخه کې یوازې خبرې کوي خو خپلواکې خبرې یوازې افغان حکومت کوي.

یاد مطبوعاتي کنفرانس ته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل که څه هم ناټو په مستقیم ډول د سولې په خبرو کې ښکېله نه ده خو زیاته یې کړه چې د افغانانو مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه “موږ د افغانانو په مشرۍ د دې پروسې بشپړ ملاتړ کوو، کوم اوربند چې په اوړي کې وشو یو کوچنی اوربند وو خو ښه اقدام وو، ناټو په مستقیم ډول د سولې په خبرو کې ښکېله نه ده خو هڅه کوو چې د مشورې، ښوونې او روزنې په برخه کې سیاسي سولې ته وضعیت برابر کړو.”

ښاغلي سټولټنبرګ وویل چې وسله وال طالبان د جګړې له لارې نشي بریالي کېدای او باید د سولې لار غوره کړه.

نوموړي زیاته کړه چې ناټو له افغانستان سره په بروکسل کنفرانس کې پر شوو ژمنو ولاړه ده.

ده وویل چې په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدو په هدف په دغه هېواد کې د ناټو سرتېرو شمېر له ۱۳زره څخه ۱۶زرو ته پورته شوی او په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته کوي.