ورزشي خبریالان: ورزشي ادارې دې زموږ امتیازات بل چاته نه ورکوي

ورزشي خبریالان: ورزشي ادارې دې زموږ امتیازات بل چاته نه ورکوي

November 7, 2018

تلوسه/هلمند

د هلمند ولایت سپورټي خبریالانو د خپلو ستونزو په تړاو یو مطبوعاتي کنفرانس ورکړ او د سپورټ له بېلابیلو ادارو یې شکایتونه وکړ. د یادو خبریالانو لومړنۍ غوښتنه داوه چې زموږ امتیازات دې بل ته نه ورکول کیږي، هغوی وایي ډېر کله د دوی په نوم امتیازات راځي خو هغه چاته ورکول کیږي، چې سپورټ کې یې کله هم یو مسلکي راپور نه وي خپور کړی.

د دې باوجود د مالوماتو نه ورکول بله هغه ستونزه یادوي، چې دوی ورسره تل مخ دي، هغوی وایي، ښه خبر دادی، چې اوس د سپورټ برخه کې ځانګړي خبریالان لرو خو ستونزه داده، چې چارواکي ورته مالومات نه ورکوي. دوی وایي: موږ مسلکي راپورونه خپروو او د سپورټ هره ستونزه را اخلو او هیڅ یوه اداره ورڅخه ستونزې نه شي پټولی، ځکه خو مسؤلین هڅه کوي تر څو د خپلو پروګرامونو په اړه هغه خبریالان په جریان کې کړي، چې دې برخه کې ځانګړي نه وي.

هلمند کې تېره ورځ د کرېکټ یو رسمي ټورنمنټ پرانیستل شو، چې د سپورټي خبریالانو مثال و، دوی پر اړوندو سپورټي ادارو او مسؤلینو تور پور کړی، چې فساد کې ښکېلي دې او که فساد ونه اوسي نو ولې د دوی سره مالومات نه شریک کیږي.


Create Account



Log In Your Account