ګلالۍ اسماعیل ممنوع الخروج اعلان شوه

پاکستان ISI  د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې په تازه اقدام کې د دې غورځنګ پر یوه فعاله ګلالۍ اسماعیل باندې د پاکستان څخه د وتلو بندیز لګېدلی دی، ای اېس ای په نوموړې تور لګولی چې په بهرنیو هېوادونو کې د غورځنګ د چارو د ښه مخ بیولو په موخه یاد غورځنګ ته مالي مرسته راټولي او د پښتنوذهنونو مخشوشوي. نوموړې د اکتوبر په میاشت کې هم یوځل د پاکستاني استخباراتو له لوري په هوايي ډګر کې هغه مهال ونیول شوه چې غوښتل یې لندن ته لاړه شي ، هغه مهال ګلالۍ په ټولنیزو رسنیو کې راښکاره شوه چې د ISI  دغه کار د پښتنو د سخت غبرګون سره مخ شو او له حکومته یې د اسماعیل د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه وکړه نوموړې بیا سم دستي پرته له دې چې پولیسو ته حوله شي له اتو ساعتونو بند وروسته راخوشي شوه ، نوموړې په هغه وخت کې

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غوځنګ یا (PTM) په دې وروستیو کې خپلوو مبارزو ته زور ورکړی او په بنو کې جلسه یې یو له لویو غونډو څخه وه ، خو د یادې غونډې پای ته رسېدو وروسته زیات شمېر ګډونوال د پاکستاني استخباراتو له لوري نیول شوي دي ، په نیول شویو کې ښځې ماشومان او سپین ږیري هم شامل دي . په ټولنیزو رسنیو کې د پښتون ژغورنې غوځنګ یو شمېر پلویانو ویلي دي چې د دوی یو شمېر ملګري اوس هم د ISI  په جېلونو کې شپې ورځې تېروي په دې نیول شویو کسانو یې زیات شمېر هغه ماشومان هم شته چې عمرونه یې د ۷ او ۱۵ کلونو تر منځ دي،

په ټولنیزو رسنیو کې د غوځنګ د مالي مرستې پوره حال  ورکړل شوی دی او ویل شوي دي چې د یاد غورځنګ مالي مرسته د غونډو له ګډنوالو څخه برابریږي چې له لسو کلدارو نیولې بیا تر وسې پورې خلک مرسته کوي .

د خبریال ډاټ کام سره په خبرو کې د پاکستان څخه افغانستات ته راغلي د پښتون ژغورنې یو تن پلوي وویل چې د غورځنګ لپاره پشتنو مېرمنې خپله ګاڼه هم پلورلې ده او یادې پیسې یې غورځنګ ته حواله کړې دي، نوموړي د پاکستاني استخباراتو دغه تور په کلکه سره رد کړ چې ګواکې پښتون ژغورنې غورځنګ سره د کوم بهرني او یا کومې ډلې له لوري مالي مرسته کیږي . د نوموړي په خبره پاکستاني استخبارات غواړي په لوی لاس سره یاد غورځنګ بدنام کړي او د دوی تر منځ تفرقه واچوي .

پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د پښتنو د حق غوښتنې په موخه جوړ شوی دی او له پاکستاني جابر حکومت څخه غواړي چې د دوی ورک شوی ملګري پیدا شي ، پر دوی باندې بمبارۍ ودرول شي ، ټول پښتانه باید خپلوو مېنو ته ستانه ، دوی ته ترهګر و نه ویل شي ، او هغه چک پاینټونه چې د پښتنو په سیمو کې ایجاد شوي دي او پښتانه په یو او بل نوم ځوروي له منځه یووړل شي .

له لوګر نه ولسي جرګې ته ولاړو معترضو نوماندانو په ټاکنیز بهېر نیوکه لري

زیارت ګل تاثیرـــ پکتیا

د تېرو شوو پارلماني ټاکنو لپاره له لوګر څخه ۳۵ نوماندان ولاړ وو چې ډېری یې نن د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د خبري غونډې له لارې په لوګر کې پر روان ټاکنیز بهیر سختې نیوکې وکړې.

دوی یل هغو  مرکزونو کې چې ټاکنې ترسره نشوې اوس ترې ډک صندقونه راغلي او د یو شمېر مشخصو نوماندانو په ګټه کارول کېږي.

رحیم امین، چې یو بل تن معترض نوماند ، د خبري غونډې پرمهال په خپلو خبرو کې وویل، چې ځينو زورواکو اشخاصو خلک پرينښودل، چې خپله اصلي اراده تمثیل او د خپل خوښې نوماند ته رایه ورکړي .

معترض نوماندان وايي، چې له نورو ولایتونو څخه په تفاووت په لوګر کې لاهم ټاکنې روانې دي. دوی داخبره پدې معنی کوي، چې لاهم د ځينو مشخصو نوماندانو په نفه صندوقونه ډکيږي  معترضو نوماندانو ویل ټاکنو کې د شوو درغلیو په اړه مستند اسناد هم لري.

معترضو نوماندانو، ددې غونډې پرمهال ځينې غوښتنې وکړې. معترضینو په لاندې ډول خپلې غوښتنې وړاندې کړې:

د لوګر د معترضو نوماندانو غوښتنې

۱- په ټول لوګر کې له بایومیتریک پرته کارول شوې رایې د منلو وړ ندي.
۲- ټولې هغه رایې چې د ناظرینو له موجودیت پرته شمیرل شوي دي د ټاکنو د قانون او اصولو خلاف عمل دی او په هیڅ صورت نه منل کیږي.
۳- په ولایتي کمیسون کې د یو شمیر افرادو اشخاصو د مستقیمې مداخلې له امله دې د رایو صندوقونه د څیړنې او بیا شمیرنې په موخه ژرتر ژره مرکز ته را انتقال شي څو د معترضو نوماندانو او ولسونو قناعت حاصل شي.
۴- هغه صندوقونه چې د کمیسون په منځ کې د یو شمیر مشخصو نوماندانو لپاره د دولتي او محلي زورواکو په لارښونه ډک شوي دي ژر تر ژره عدلي او قضایي ارګانون ته وسپارل شي او رایې دې باطلې اعلان شي .
۵- د ټاکنو په لومړۍ ورځ د کارولو شویو رایو شمیر د ټاکنو کمیسون، ولایتي ادارې ، کشفي او امنیتي ادارو ته لیږل شوي خو اوس ورځ تر بلې د رایو په ارقامو کې زیاتوالی لیدل کیږي چې زمونږ او ولسونو لپاره د منلو وړ ندي .
۶- هغه شکایتونه چې د نوماندانو له لوري د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون ته مستند سپارل شوي دي تعقیب، او په جدي توګه وڅیړل شي.
۷-هغه کسان چې بالفعل د ټاکنو په ورځ د فساد او تقلب په تور نیول شوي د لا زیاتو څیړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانون ته وسپارل شي.
که چیرې د لوګري ولسونو مشروع غوښتنو او حقه حقونو ته مرکزي حکومت، د ټاکنو خپلواک کمیسون، ټاکنیزو شکایتونو کمیسون، د ملګرو ملتونو دفتر او نورې اړونده ادارې پاملرنه ونکړي نو ولسونه به د خپلو حقونو ترلاسه کولو په موخه سوله ایز لاریون او اعتراضونه پیل کړي.

دلوګر ولایتي شورا غړی عبدالولي وکيل ‎، بیا سولیز لاریونونه او ورته خبري غونډې د خلکو قانوني حق بولي .

د ولسي جرګې لپاره د ټاکنو د رايې ورکونې له بهیر څخه وروسته، یاده پروسه د خلکو د ګڼو نیوکو سره مخ شوې، چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې يې بیلا بېل غبرګونونونه هم راپارولي دي .

حیات: ۱۸ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل کېږي

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

چارواکي وایي د تیر کال په څیر به یو ځل بیا د ننګرهار په پنځلسو ولسوالیو کې په څه باندې اتلس زره هکتاره ځمکه کې کوکنار وکرل شي.

 ننګرهار والي  حیات الله حیات  وایي چې برګرانو سره یې بدیلي مرستې کړي  خو لاهم   د دي ولایت په پنځلسو ولسوالیو کې دبزګرانو له لوري په اتلس زره او نهه سوه هکتاره ځمکه کوکنارکرل کېږي.

والي یې که څه هم لاملونه نه په ګوته کوي چې ولې بزګران په خپلو ګروندو کې بیا ځلي کوکنار کري خو په ننګرهار کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس ادریس ساپي وایي چې کوکنار ډیر په هغو سیمو کې کرل کیږې چې نا امني او د دوي لاس رسي ورته نشته .

دیو شمېر ولسوالیو بزګران وايي که څه هم له تیرو دوه کلونو راهیسې يې په خپلو ځمکوکې کوکنار ندي کرلي خو حکومت هم هغسي چې ژمنې يې کړي له بزګرانو سره يې همکاري نه ده کړې.

د ننګرهار اچین ولسوالۍ بزګر صالح محمد وایي چې د حکومت نه پاملرنې بیا ځلي کوګنار کرلو ته اړ کړي دي .
خو د ننګرهار امنیتي مسؤولین وايي دا کال يې د نشه يي توکو پرضد مبارزه جدي ده او هیڅ بزګر ته به په خپلو ځمکو دکوکنارو د کر اجازه ورنکړي.

د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سنایي ستانکزي وایي که بزګرپه خپلو ځمکوکې  کوکنار وکري دوي به يې کرلي فصلونه له منځه یوسي.

ننګرهار د هیواد یو له هغو ولایتونو شمېرل کېږي چې لاهم پکې په پراخه کچه کوکنار کرل کېږي، چې د چارو کارپوهان یي لامل بزګرو ته د بدیلو مرستو نه ورکړه او په خپلو ژمنو کې له دوی سره پاتې راتلل دي .

 

مسؤولینو د بست هوايي ډګر د پراختیا او سهولتونو د ایجاد ژمنه وکړه

تلوسه/هلمند

د هلمند ولایتي مسؤولینو او د بست هوايي ډګر امر په بست هوايي ډګر کې د یوه مسجد د ډبرې د ایښودلو په مراسیمو کې وویل : هڅه کوي ورته نور د اړتیا وړ امکانات او اسانتیاوې زیاتې کړي.

بست هوايي ډګر د تیرو څو کلونو راهیسې د اړتیا وړ امکاناتو د نشتون سره مخ دی، ان تردې چې تردې مهاله یې د عبادت لپاره مسجد هم نه درلود.

خو د بست هوايي ډګر د مسؤولینو په هلو ځلو او د ملي تجار حاجي محمد عیسی عمري په مالي لګښت  د یوه مسجد د بنسټ ډبره کښيښودل شوه.

د یاد هوايي ډګر امر وحیدالله زیرک وايي ، چې د مسافرینو لپاره لازیاتو امکاناتو ته اړتیا لري ، نو پدې اساس یې پر نورو ملي تجارانو هم غږ وکړ  چې همکاري وکړي.

د هلمند والي جنرال محمد یاسین پدغه مراسیمو کې د ملي تجار حاجي محمدعیسی عمري له دې اقدام څخه مننه وکړل ، خو غوښتنه یې دا وه چې په راتلونکي کې هم همکاري وکړي.

ښاغلي یاسین خان وویل ، نه یواځې دا چې هلمند په ښوراب پوځي اډه کې لوی هوايي ډګر لري او هڅه کوي د چاه انجینر له لاري د یاد هوايي ډګر سره لار ونښلوي ، دغه راز به د بست هوايي ډګر د امکاناتو زیاتولو لپاره هم پوره هلې ځلې ترسره کړي.

د بست هوايي ډګر نه یواځي چې د هیواد د نورو ولایتونو د هوايي ډګرونو په پرتله لږ امکانات لري، دغه راز د  ځغاست لیکې لنډوالی یا نه معیاري توب ددې لامل شوی چې دې ولایت ته ډيری هوايي شرکتونه پروازونه ترسره نکړي.

پاکستان او افغانستان د کډوالو د ایستلو عملي پلان جوړوي

پاکستان او افغانستان د کډوالو د ایستلو پر منظم پلان هوکړه کړې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ په اسلام اباد کې د افغان او پاکستاني اړخ تر منځ د کډوالو پر مسئله خبرې شوې دي. دواړو لورو په دغه کتنه کې پر یو لړ مسایلو هوکړه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاکستاني او افغان اړخ هوکړه کړې چې له پاکستان د کډوالو د ایستلو لپاره باید یو منظم پلان جوړ کړل شي، څو په تدریجي او بشپړه توګه افغان کډوال له دغه هېواد ووځي. پاکستان ویلي چې د کډوالو د ایستلو لپاره به له فشار کار نه اخلي، خو باید په دې برخه کې جوړېدونکي پلانونه کارنده او عملي وي.

دغه غونډه د پاکستان او افغانستان ترمنځ دعمل پلان د برخې په توګه جوړه شوې وه. د کډوالو په اړه دویمه لیدنه ۱۲ ورځې وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ په کابل کې ترسره کېږي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دمګړی په پاکستان کې ۱،۴ میلیونه راجستر شوي او تر یو میلیون پورې ناراجستر شوي کډوال ژوند کوي.

تر ټاکنو مخکې باید په ټاکنیز سیستم کې ستونزې ختمې شي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له یوې رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې ستونزې موجودې وې او خلک ترې ناراضه دي.

دده په خبره تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې باید دغه ستونزې حل شي او ناټو د شفافو، عادلانه او پر وخت ټاکنو ملاتړ کوي. نوموړي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور په اړه ویلي، چې ددغه پوځیانو د وتلو لپاره کوم مشخص مهالوېش نه دی ټاکل شوی.

دده په وینا هر وخت چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې ختمې او دغه هېواد ته ثبات راشي، نو ناټو ځواکونه به هم وتل پيل کړي. سټولټنبرګ همدا راز ویلي چې ناټو په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

دده په خبره دغه پروسه اوږده وخت اړتیا لري او دا تمه دې نه کېږي چې په څو ورځو کې باید د سولې خبرې وشي او دغه خبرې دې مثبتې پایلې ولري. نوموړي په دې برخه کې پر حوصله او زغم ټینګار کړی دی.

ملي امنیت د داعش اړوند ۲ پاکستانۍ کورنۍ ونیولې

ملي امنیت  د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالی کې د داعش خراسان دوه غړي له خپلو کورنیو سره یوځای نیولي دي.

په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د داعش دوه پاکستاني غړي له خپلو کورنیو سره یو ځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې تسلیم شویو کسانو په ډله کې دوه مېرمنې او څلور ماشومان هم شامل دي او وسله والو دوه میله کلاشنکوفونه هم امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارلي دي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په وینا، تسلیم شوي وسله وال د پاکستان د سوات سیمې اصلي اوسېدونکي دي.

یاد دې وي چې ننګرهار د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.