تر ټاکنو مخکې باید په ټاکنیز سیستم کې ستونزې ختمې شي

تر ټاکنو مخکې باید په ټاکنیز سیستم کې ستونزې ختمې شي

November 8, 2018

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له یوې رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې ستونزې موجودې وې او خلک ترې ناراضه دي.

دده په خبره تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې باید دغه ستونزې حل شي او ناټو د شفافو، عادلانه او پر وخت ټاکنو ملاتړ کوي. نوموړي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور په اړه ویلي، چې ددغه پوځیانو د وتلو لپاره کوم مشخص مهالوېش نه دی ټاکل شوی.

دده په وینا هر وخت چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې ختمې او دغه هېواد ته ثبات راشي، نو ناټو ځواکونه به هم وتل پيل کړي. سټولټنبرګ همدا راز ویلي چې ناټو په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

دده په خبره دغه پروسه اوږده وخت اړتیا لري او دا تمه دې نه کېږي چې په څو ورځو کې باید د سولې خبرې وشي او دغه خبرې دې مثبتې پایلې ولري. نوموړي په دې برخه کې پر حوصله او زغم ټینګار کړی دی.


Create Account



Log In Your Account