حیات: ۱۸  زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل کېږي

حیات: ۱۸ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل کېږي

November 8, 2018

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

چارواکي وایي د تیر کال په څیر به یو ځل بیا د ننګرهار په پنځلسو ولسوالیو کې په څه باندې اتلس زره هکتاره ځمکه کې کوکنار وکرل شي.

 ننګرهار والي  حیات الله حیات  وایي چې برګرانو سره یې بدیلي مرستې کړي  خو لاهم   د دي ولایت په پنځلسو ولسوالیو کې دبزګرانو له لوري په اتلس زره او نهه سوه هکتاره ځمکه کوکنارکرل کېږي.

والي یې که څه هم لاملونه نه په ګوته کوي چې ولې بزګران په خپلو ګروندو کې بیا ځلي کوکنار کري خو په ننګرهار کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس ادریس ساپي وایي چې کوکنار ډیر په هغو سیمو کې کرل کیږې چې نا امني او د دوي لاس رسي ورته نشته .

دیو شمېر ولسوالیو بزګران وايي که څه هم له تیرو دوه کلونو راهیسې يې په خپلو ځمکوکې کوکنار ندي کرلي خو حکومت هم هغسي چې ژمنې يې کړي له بزګرانو سره يې همکاري نه ده کړې.

د ننګرهار اچین ولسوالۍ بزګر صالح محمد وایي چې د حکومت نه پاملرنې بیا ځلي کوګنار کرلو ته اړ کړي دي . خو د ننګرهار امنیتي مسؤولین وايي دا کال يې د نشه يي توکو پرضد مبارزه جدي ده او هیڅ بزګر ته به په خپلو ځمکو دکوکنارو د کر اجازه ورنکړي.

د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سنایي ستانکزي وایي که بزګرپه خپلو ځمکوکې  کوکنار وکري دوي به يې کرلي فصلونه له منځه یوسي.

ننګرهار د هیواد یو له هغو ولایتونو شمېرل کېږي چې لاهم پکې په پراخه کچه کوکنار کرل کېږي، چې د چارو کارپوهان یي لامل بزګرو ته د بدیلو مرستو نه ورکړه او په خپلو ژمنو کې له دوی سره پاتې راتلل دي .

 


Create Account



Log In Your Account