له لوګر نه ولسي جرګې ته ولاړو معترضو نوماندانو په ټاکنیز بهېر نیوکه لري

له لوګر نه ولسي جرګې ته ولاړو معترضو نوماندانو په ټاکنیز بهېر نیوکه لري

November 8, 2018

زیارت ګل تاثیرـــ پکتیا

د تېرو شوو پارلماني ټاکنو لپاره له لوګر څخه ۳۵ نوماندان ولاړ وو چې ډېری یې نن د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د خبري غونډې له لارې په لوګر کې پر روان ټاکنیز بهیر سختې نیوکې وکړې.

دوی یل هغو  مرکزونو کې چې ټاکنې ترسره نشوې اوس ترې ډک صندقونه راغلي او د یو شمېر مشخصو نوماندانو په ګټه کارول کېږي.

رحیم امین، چې یو بل تن معترض نوماند ، د خبري غونډې پرمهال په خپلو خبرو کې وویل، چې ځينو زورواکو اشخاصو خلک پرينښودل، چې خپله اصلي اراده تمثیل او د خپل خوښې نوماند ته رایه ورکړي .

معترض نوماندان وايي، چې له نورو ولایتونو څخه په تفاووت په لوګر کې لاهم ټاکنې روانې دي. دوی داخبره پدې معنی کوي، چې لاهم د ځينو مشخصو نوماندانو په نفه صندوقونه ډکيږي  معترضو نوماندانو ویل ټاکنو کې د شوو درغلیو په اړه مستند اسناد هم لري.

معترضو نوماندانو، ددې غونډې پرمهال ځينې غوښتنې وکړې. معترضینو په لاندې ډول خپلې غوښتنې وړاندې کړې:

د لوګر د معترضو نوماندانو غوښتنې

۱- په ټول لوګر کې له بایومیتریک پرته کارول شوې رایې د منلو وړ ندي. ۲- ټولې هغه رایې چې د ناظرینو له موجودیت پرته شمیرل شوي دي د ټاکنو د قانون او اصولو خلاف عمل دی او په هیڅ صورت نه منل کیږي. ۳- په ولایتي کمیسون کې د یو شمیر افرادو اشخاصو د مستقیمې مداخلې له امله دې د رایو صندوقونه د څیړنې او بیا شمیرنې په موخه ژرتر ژره مرکز ته را انتقال شي څو د معترضو نوماندانو او ولسونو قناعت حاصل شي. ۴- هغه صندوقونه چې د کمیسون په منځ کې د یو شمیر مشخصو نوماندانو لپاره د دولتي او محلي زورواکو په لارښونه ډک شوي دي ژر تر ژره عدلي او قضایي ارګانون ته وسپارل شي او رایې دې باطلې اعلان شي . ۵- د ټاکنو په لومړۍ ورځ د کارولو شویو رایو شمیر د ټاکنو کمیسون، ولایتي ادارې ، کشفي او امنیتي ادارو ته لیږل شوي خو اوس ورځ تر بلې د رایو په ارقامو کې زیاتوالی لیدل کیږي چې زمونږ او ولسونو لپاره د منلو وړ ندي . ۶- هغه شکایتونه چې د نوماندانو له لوري د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون ته مستند سپارل شوي دي تعقیب، او په جدي توګه وڅیړل شي. ۷-هغه کسان چې بالفعل د ټاکنو په ورځ د فساد او تقلب په تور نیول شوي د لا زیاتو څیړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانون ته وسپارل شي. که چیرې د لوګري ولسونو مشروع غوښتنو او حقه حقونو ته مرکزي حکومت، د ټاکنو خپلواک کمیسون، ټاکنیزو شکایتونو کمیسون، د ملګرو ملتونو دفتر او نورې اړونده ادارې پاملرنه ونکړي نو ولسونه به د خپلو حقونو ترلاسه کولو په موخه سوله ایز لاریون او اعتراضونه پیل کړي.

دلوګر ولایتي شورا غړی عبدالولي وکيل ‎، بیا سولیز لاریونونه او ورته خبري غونډې د خلکو قانوني حق بولي .

د ولسي جرګې لپاره د ټاکنو د رايې ورکونې له بهیر څخه وروسته، یاده پروسه د خلکو د ګڼو نیوکو سره مخ شوې، چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې يې بیلا بېل غبرګونونونه هم راپارولي دي .


Create Account



Log In Your Account