مسؤولینو د بست هوايي ډګر د پراختیا او سهولتونو د ایجاد ژمنه وکړه

مسؤولینو د بست هوايي ډګر د پراختیا او سهولتونو د ایجاد ژمنه وکړه

November 8, 2018

تلوسه/هلمند

د هلمند ولایتي مسؤولینو او د بست هوايي ډګر امر په بست هوايي ډګر کې د یوه مسجد د ډبرې د ایښودلو په مراسیمو کې وویل : هڅه کوي ورته نور د اړتیا وړ امکانات او اسانتیاوې زیاتې کړي.

بست هوايي ډګر د تیرو څو کلونو راهیسې د اړتیا وړ امکاناتو د نشتون سره مخ دی، ان تردې چې تردې مهاله یې د عبادت لپاره مسجد هم نه درلود.

خو د بست هوايي ډګر د مسؤولینو په هلو ځلو او د ملي تجار حاجي محمد عیسی عمري په مالي لګښت  د یوه مسجد د بنسټ ډبره کښيښودل شوه.

د یاد هوايي ډګر امر وحیدالله زیرک وايي ، چې د مسافرینو لپاره لازیاتو امکاناتو ته اړتیا لري ، نو پدې اساس یې پر نورو ملي تجارانو هم غږ وکړ  چې همکاري وکړي.

د هلمند والي جنرال محمد یاسین پدغه مراسیمو کې د ملي تجار حاجي محمدعیسی عمري له دې اقدام څخه مننه وکړل ، خو غوښتنه یې دا وه چې په راتلونکي کې هم همکاري وکړي.

ښاغلي یاسین خان وویل ، نه یواځې دا چې هلمند په ښوراب پوځي اډه کې لوی هوايي ډګر لري او هڅه کوي د چاه انجینر له لاري د یاد هوايي ډګر سره لار ونښلوي ، دغه راز به د بست هوايي ډګر د امکاناتو زیاتولو لپاره هم پوره هلې ځلې ترسره کړي.

د بست هوايي ډګر نه یواځي چې د هیواد د نورو ولایتونو د هوايي ډګرونو په پرتله لږ امکانات لري، دغه راز د  ځغاست لیکې لنډوالی یا نه معیاري توب ددې لامل شوی چې دې ولایت ته ډيری هوايي شرکتونه پروازونه ترسره نکړي.


Create Account



Log In Your Account