ملي امنیت د داعش اړوند ۲ پاکستانۍ کورنۍ ونیولې

ملي امنیت د داعش اړوند ۲ پاکستانۍ کورنۍ ونیولې

November 8, 2018

ملي امنیت  د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالی کې د داعش خراسان دوه غړي له خپلو کورنیو سره یوځای نیولي دي.

په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د داعش دوه پاکستاني غړي له خپلو کورنیو سره یو ځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې تسلیم شویو کسانو په ډله کې دوه مېرمنې او څلور ماشومان هم شامل دي او وسله والو دوه میله کلاشنکوفونه هم امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارلي دي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په وینا، تسلیم شوي وسله وال د پاکستان د سوات سیمې اصلي اوسېدونکي دي.

یاد دې وي چې ننګرهار د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.


Create Account



Log In Your Account