ګلالۍ اسماعیل ممنوع الخروج اعلان شوه

ګلالۍ اسماعیل ممنوع الخروج اعلان شوه

November 8, 2018

پاکستان ISI  د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې په تازه اقدام کې د دې غورځنګ پر یوه فعاله ګلالۍ اسماعیل باندې د پاکستان څخه د وتلو بندیز لګېدلی دی، ای اېس ای په نوموړې تور لګولی چې په بهرنیو هېوادونو کې د غورځنګ د چارو د ښه مخ بیولو په موخه یاد غورځنګ ته مالي مرسته راټولي او د پښتنوذهنونو مخشوشوي. نوموړې د اکتوبر په میاشت کې هم یوځل د پاکستاني استخباراتو له لوري په هوايي ډګر کې هغه مهال ونیول شوه چې غوښتل یې لندن ته لاړه شي ، هغه مهال ګلالۍ په ټولنیزو رسنیو کې راښکاره شوه چې د ISI  دغه کار د پښتنو د سخت غبرګون سره مخ شو او له حکومته یې د اسماعیل د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه وکړه نوموړې بیا سم دستي پرته له دې چې پولیسو ته حوله شي له اتو ساعتونو بند وروسته راخوشي شوه ، نوموړې په هغه وخت کې

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غوځنګ یا (PTM) په دې وروستیو کې خپلوو مبارزو ته زور ورکړی او په بنو کې جلسه یې یو له لویو غونډو څخه وه ، خو د یادې غونډې پای ته رسېدو وروسته زیات شمېر ګډونوال د پاکستاني استخباراتو له لوري نیول شوي دي ، په نیول شویو کې ښځې ماشومان او سپین ږیري هم شامل دي . په ټولنیزو رسنیو کې د پښتون ژغورنې غوځنګ یو شمېر پلویانو ویلي دي چې د دوی یو شمېر ملګري اوس هم د ISI  په جېلونو کې شپې ورځې تېروي په دې نیول شویو کسانو یې زیات شمېر هغه ماشومان هم شته چې عمرونه یې د ۷ او ۱۵ کلونو تر منځ دي،

په ټولنیزو رسنیو کې د غوځنګ د مالي مرستې پوره حال  ورکړل شوی دی او ویل شوي دي چې د یاد غورځنګ مالي مرسته د غونډو له ګډنوالو څخه برابریږي چې له لسو کلدارو نیولې بیا تر وسې پورې خلک مرسته کوي .

د خبریال ډاټ کام سره په خبرو کې د پاکستان څخه افغانستات ته راغلي د پښتون ژغورنې یو تن پلوي وویل چې د غورځنګ لپاره پشتنو مېرمنې خپله ګاڼه هم پلورلې ده او یادې پیسې یې غورځنګ ته حواله کړې دي، نوموړي د پاکستاني استخباراتو دغه تور په کلکه سره رد کړ چې ګواکې پښتون ژغورنې غورځنګ سره د کوم بهرني او یا کومې ډلې له لوري مالي مرسته کیږي . د نوموړي په خبره پاکستاني استخبارات غواړي په لوی لاس سره یاد غورځنګ بدنام کړي او د دوی تر منځ تفرقه واچوي .

پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د پښتنو د حق غوښتنې په موخه جوړ شوی دی او له پاکستاني جابر حکومت څخه غواړي چې د دوی ورک شوی ملګري پیدا شي ، پر دوی باندې بمبارۍ ودرول شي ، ټول پښتانه باید خپلوو مېنو ته ستانه ، دوی ته ترهګر و نه ویل شي ، او هغه چک پاینټونه چې د پښتنو په سیمو کې ایجاد شوي دي او پښتانه په یو او بل نوم ځوروي له منځه یووړل شي .


Create Account



Log In Your Account