ولسمشر دایکنډي ته سفر وکړ او یو شمېر پروژې یې پرانېستې

ولسمشر دایکنډي ته سفر وکړ او یو شمېر پروژې یې پرانېستې

November 9, 2018

فغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دایکنډي ولایت ته سفر وکړ او یو شمېر پراختیايي پروژې يې پرانېستې.

په دې پروژو کې د دایکنډي د مرکز نیلي ښار یو سړک، سولري برښنا، د سوختوک د اوبو بند او د نیلي ښار د برښنا د انتقال شبکه شامله ده.

ارګ په یوه بیان کې ویلي دي چې ولسمشر غني په دایکنډي کې له محلي چارواکو او د ولایتي شورا له غړو سره هم وکتل.

ولسمشر ویلي دي چې د دایکنډي د مرکز نیلي ښار د بیارغونې لپاره پلان جوړېږي او د کرنې وزارت به د دایکنډي د بادامو حاصلاتو ته ځانګړې پاملرنه کوي.


Create Account



Log In Your Account