مدني فعالان: د هلمند کرکټ لوبغالي د جوړېدو چارې دې چټکې شي

مدني فعالان: د هلمند کرکټ لوبغالي د جوړېدو چارې دې چټکې شي

November 10, 2018

تلوسه/هلمند

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار جنوب کي موده وړاندې د یوه معیاري کرکټ لوبغالي د جوړېدو چارې پېل شوي دي، چې تر دې مهاله یې لا هم کارونه نه دي بشپړ شوي.

د هلمند مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مسوولینو د لوبغالي له جوړیدونکو چارو څخه له نژدې لیدنه وکړه، د دوی په وینا چې د لوبغالي د جوړیدو چاري معیاري دي، خو ټوله کې د پروژې د ختم وخت نژدې دی او کارونه يې ورو روان دي.

مدني فعالانو د اړوند شرکت له مسئولینو غوښتنه وکړه، چې د جوړښت چاري یې ګړندۍ کي.

دغه ډله مدني فعالین زیاتوي چې له دې پروژې د نژدې لیدني موخه دا ده، چې د کرکټ لوبغالی معیاري جوړ شي.

د مدني فعالانو په خبره چې له ټولګټو پروژو څخه څارنه او نظارت د هر افغان دنده او مسؤولیت دی.

د هلمند کرکټ لوبغالي د پروژې څارونکی انجینر باید ډاډ ورکوي، چې ټولي چاري به یې له پوره کیفیت څخه برخمنې وي او ژر به وکولای شي، چې ددې پروژې کارونه بشپړ شي.

تر دې وړاندې هم هلمند کې مدني فعالانو له ګڼو پرمختیايي پروژو څخه لیدنه او څارنه ترسره کړې ده .


Create Account



Log In Your Account