غزني کې د شهیدانو او ټپیانو له ورثه وو سره نغدي مرسته وشوه

غزني کې د شهیدانو او ټپیانو له ورثه وو سره نغدي مرسته وشوه

November 12, 2018

غزني کې د امنیتي پیښو، جګړو او ماین چاودنو له کبله د ۴۸  ملکي شهیدان او ۳۸ ملکي ټپیانو له ورثه او کورنیو سره د ولسمشر د ځانګړي فرمان پر بنسټ نغدي مرسته وشوه.

 د غزني له ولایت مقام نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستي نن د والي وحیدالله کلیمزي او د اجرائیه ریاست د مشاورینو هر یو استاد عبدالرحیم او جاوید احمد جهیش په حضور کې وویشل شوي.

 خبرپاڼه کاږي وحیدالله کلیمزي د شهیدانو وارثینو ته د ډاډګیرني مراتب وړاندي او ټپیانو ته یې د عاجلي شفا د دعا ترڅنګ، هغوی ته ډاډ ورکړ چې حکومت هر وخت او په هر حالت کې د ولسونو ترڅنګ دی او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته به خپلو امکاناتو ته په کتو رسیدګي کوي.

 ښاغلي کلیمزي دغه راز د جګړو او پوځي عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو مصئونیت د افغان امنیتي ځواکونو له لومړیتونو څخه وباله خو تینګار یې وکړ چې وسله وال مخالفین په لوی لاس د ملکي خلکو له کورونو څخه د سپر او سنګر په توګه کار اخلي.

 هغه وویل: (( دښمن په لویو لارو کې ماینونه ږدي او په عامه ځایونو کې تروریستي اعمال ترسره کوي چې قربانیان یې بیګناه ملکي کسان وي))

د یادوني وړ ده چې د مرستو په دغه لړۍ کې(۴۸) ملکي شهیدان او(۳۸) ملکي ټپیان شامل وو، چې د هر شهید لپاره(۱۰۰) زره افغانۍ او هر ټپي ته(۵۰) زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.


Create Account



Log In Your Account