ډیسیپلين کميټې شاپورځدران ته په ملي لوبډله کې د لوبیدو اجازه ورکړه

ډیسیپلين کميټې شاپورځدران ته په ملي لوبډله کې د لوبیدو اجازه ورکړه

November 13, 2018

د افغانستان کرکټ بورډ ډيسیپلين کميټې د پرېکړې پر اساس شاپورځدران کولای شي، چې له ملي لوبډلې سره خپلو لوبو ته دوام ورکړي. د ملي لوبډلې توپ اچوونکي شاپورځدران د روان کال د می په ۲۹ نيټه د يوه بهرني سفر پرمهال په تمريناتي لوبه کې د افغانستان ملي لوبډلې روزونکي، لوبډلمشراو لوبڅار پر وړاندې د لوبو له ډسيپلين سرغړونه کړې وه.

دغه کړنه بیا د روزنکي له لوري د کرکټ بورډ مشرتابه او اړوندو څانګو سره په لیکلې بڼه شریکه شوه او ځدارڼ ته یې د ۳۰۰ امریکایي ډالرو د جریمې سپارښتنې ترڅنګ ویلي و که دغه ډول کړنې تکراروي نو بیا یې ملي لوبډله کې نشي لوبولی. د افغانستان کرکټ بورډ ډيسیپلين کميټې د روزنکي سپارښتنه تایید او د کرکټ بورډ مشرتابه هم منظوره کړه او همداراز ځدراڼ ته په جدي اخطاريه کې ویل شوي، که یو ځل بیا یې دغه ډول اعمال تکرار کړل په ملي لوبډله کې به له لوبيدو محروم شي. خو اوس نوموړی اجازه لري چې لوبډلې سره یوځای شي.


Create Account



Log In Your Account