راشد، نبي او مجیب به بیا هم د هند د کرکټ په غوره لیګ کې لوبېږي

راشد، نبي او مجیب به بیا هم د هند د کرکټ په غوره لیګ کې لوبېږي

November 18, 2018

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن به په ۲۰۱۹ میلادي کال کې هم د هند د کرکټ په غوره لیګ (ای. پي. ال) سیالیو کې په خپلو خپلو ټيمونو کې ولوبېږي.

د هند د کرکټ غوره لیګ سنرایزر حیدراباد اعلان کړی چې راشد خان او محمد نبي یې له ځانه سره ساتلي اخوا کینګز پنجاب هم د مجیب الرحمن د ساتلو اعلان کړی دی.

راشد خان په ۹ کروړه، مجیب الرحمن په څلورو کروړه او محمد نبي په یو کروړ هندي روپيو لوبېږي.

افغان لوبغاړو له خپلو ټیمونو مننه کړې چې دوی یې له ځانه سره ساتلي دي.

په نړۍ کې د سوداګریز کرکټ د لیګونو تر ټولو معتبر لیګ (ای. پي. ال) د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ په ۲۹مه پيلېږي.


Create Account



Log In Your Account