پکتیا کې د کرکټ لوبغالی جوړېږي

پکتیا کې د کرکټ لوبغالی جوړېږي

November 20, 2018

په ۲۰۱۸ م کال کې د پکتیا کرکټ لوبغالي د پرمختیايي پلان له مخه له شنې ساحې د فینس (حصار) تاوولو، د اوبو رسولو د جوړښتنونو، د څاه ایستلو او تر ځمکې لاندې د اوبو د زیرمو جوړولو کارونه ترسره شوي دي او بشپړتیا ته نږدې دي. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د دغه لوبغالي د لومړۍ پړاو (فیز) لپاره یو لک امریکايي ډالر ځانګړي شوي وو، چې د جوړولو چارې یې په ۳۲ جریبه ځمکه کې تر ډیره بشپړې شوې دي. د کرکټ بورډ د رسمي فېسبوک پاڼې د معلوماتو له مخې، چې په راتلونکي کې به دغه لوبغالی د یوه سټډیوم په کچه جوړ کړي چې ډیزاین یې اوسمهال د ښار او کورجوړونې وزارت له لوري د جوړیدو په درشل کې دی.


Create Account



Log In Your Account