سمیع الله درانی: افغان لوبغاړي ښه وځلېدل

سمیع الله درانی: افغان لوبغاړي ښه وځلېدل

November 23, 2018

 ټي ټېن لیګ کې د محمدنبي، ظاهر خان او سمیع الله شینواري لوبډلو بریاوې خپلې کړې د ټي ټېن لیګ په دوام د پنجشنبې په ورځ درې لوبې ترسره شوې. لومړۍ لوبه کې د محمدنبي عیسی خېل دوی اړوند لوبډلې بنګال ټایګرز، ناترن وريئرز لوبډلې ته په ۳۶ منډو ماته ورکړه، محمدنبي یو اورکې لس منډې ورکړې او مجیب دوه اورونوکې دولس منډې ورکړې.

 دوهمه لوبه کې د سمیع الله شینواري اړوند لوبډلې سندهیز، کېرالا نایټس لوبډلې ته په ۹ وېکټو ماته ورکړه، سمیع الله شینواري په دغه لوبه کې ۳ ناسوځېدلې منډې وکړې. دریمه لوبه بیا د راشدخان دوی اړوند لوبډلې مرتا عربینز او ظاهر خان دوی اړوند لوبډلې پنجابي لېجېنډز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، پنجابي لوبډلې عربینز لوبډلې ته په ۴۳ منډو ماته ورکړه. راشدخان دوه اورونوکې ۱۵ منډې ورکړې؛ خو وېکټ یې وانخېسته.

 حضرت الله ځاځي ۸ منډې وکړې او نجیب الله ځدران بیا ۱۷ منډې ترسره کړې. ظاهرخان پکتین بیا درې وېکټې د پنجابي لوبډلې لپاره واخېستې، ۸ منډې یې ورکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو. راشدخان، حضرت الله ځاځی او نجیب الله ځدران درې واړه تېره شپه له مرتا عربینز لوبډلې سره ولوبېدل.

 نن د جمعې په ورځ هم درې لوبې کېږي، چې پښتون او راجپوت لوبډلې، بنګال او عربینز لوبډلې او نارترن او پنجابي لوبډلې د یو بل پر وړاندې سیالۍ کوي


Create Account



Log In Your Account