د ټي ټېن لیګ نهمه او لسمه لوبه کې پښتون او بنګال لوبډلې بریالۍ شوې

د ټي ټېن لیګ نهمه او لسمه لوبه کې پښتون او بنګال لوبډلې بریالۍ شوې

November 25, 2018

د متحده عربي اماراتو په سوداګریزکرکټ لیګ کې ۹ مه لوبه د پښتون او سِندیانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه؛ پښتون لوبډلې په لس اورونوکې د شفیق الله شفق د ۴۵ منډو او د انډري فلېچر د ۶۸ ناسوځېدلو منډو پرمټ ۱۳۷ منډې وکړې. د سِندیانو لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدوسره د تېسارا پرېرا د ۴۷ منډو پرمټ ۱۲۹ منډې وکړې او لوبه یې په ۸ منډو پښتون لوبډلې ته وبایلله، د لوبې غوره لوبغاړی فلېچر اعلان شو. لسمه لوبه کې بیا بنګال ټایګرز لوبډلې پنجابي لېجېنډز لوبډلې ته په ۶ وېکټو ماته ورکړه. محمدنبي په دغې لوبه کې په درې توپونو لس ناسوځېدلې منډې وکړې. مجیب ځدران بیا په ۲ اورونوکې ۱۱ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخېستې. د لوبې غوره لوبغاړی مجیب ځدران ونومول شو. نن د نومبر په ۲۵ مه نېټه دوه لوبې کېږي، ماښام ۷ بجې راجپوت او کېرالا نایټس لوبډلې او د شپې په ۹ بجو او ۱۵ دقیقو د مرتا عربینز او نارترن وريئرز لوبډلې مخ کېږي.


Create Account



Log In Your Account