قوماندان علي پور خوشې شو

د ملي امنیت ریاست د غیرمسوولو وسله والو قوماندان علیپور، وروسته له دې پرون خوشي کړ چې دغه قوماندان یو لړ ژمنې وکړې.

قوماندان علیپور ژمنه کړې چې خپله ټوله وسله به له حکومت سره راجستر کوي یا به یې حکومت ته سپاري.

همداراز به له کابل ښاره تر هغو نه وځي چې له ده څخه څېړنې بشپړې شوي نه وي.

دغه خپلسري قوماندان ژمنه کړې چې په غونډو کې به ګډون نه کوي.

علیپور د خپلو ژمنو په لړ کې دا هم ویلي چې د حکومت بشپړ ملاتړ کوي، اوامرو ته یې غاړه ږدي او هرراز همکاري ورسره کوي.

علیپور به تر هغو په کابل کې ازاد وي چې څارنوالي د ده دوسیه بشپړوي او محکمه پرېکړه کوي.

علیپور به د تحقیقاتو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته حاضرېږي.

پکتیا کې دسیمه یزو ارګانونو ادارې له لوري جوړ شوی ورکشاف پای ته ورسېد

زیارت ګل تاثیرــ پکتیا

په پکتیا کې د د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ د ریاست له لوري د دې ولایت قومي مشرانو او ځوانانو د شخړې د پېښدو او د هواري لپاره د لارو چارو د پوهېدو په پار دوه ورځنی جوړشوی ورکشاف نن ورځ پای ته ورسېد.

د دې ورکشاف په لومړۍ ورځ د شخړو د پېښدو د مخنیوي په پار بحث او حل لارې ولټول شوې او په دوهمه ورځ د اساسي قانون په اړه ګډونوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو .

په یاد ورکشاف کې د پکتیا د دریو ولسوالیو احمدابا، سیدکرم او ميرزکې اوسېدونکو ګډون کړی وو.

په ورکشاف کې ګډونوالو وویل، چې یاد ورکشاف د دوی لپاره په فایده تمام شو .

له دې وړاندې هم ورته پروګرامونه دیادې ادارې له لوري په لاره اچولي وو، چې فعالان يې بې ګټې نه بولي .

لغمان کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت یو ښوونځی جوړېږي

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

د ختیځ ولایت لغمان چارواکي وایي د څه باندې یو څلویښت میلیونه افغانیو په ارزښت د مرکز اړوند چهاردهي د منځني ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې .

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي وویل چې د چهاردهي منځني ښوونځي ودانۍ په پنځه جریبه ځمکه کې په دریو پوړونو کې جوړیږي، چې یوڅلویښت میلیونه څوارلس لکه او اووه پنځوس زره افغانۍ لګښت  پري راځي.

دولتزی وویل چې د غه منځنی ښوونځي په دریو پوړونو کې د دیرش تدریسي او ادارې خونو په درلودو سره د یو کال په موده کې جوړېږي چې د څښاک اوبو او لمریزې بریښنا سیستم به هم کې فعاله شي .

نوموړي وویل چې د دي ودانۍ په جوړېدو سره به د سلګوو زده کوونکو هغه ستونزې چې دوي ورسره مخ ول حل شي .

د ویاند په خبره چې لغمان والي د تعلیمي مراکزو په ساتنه کې ولسونه وهڅول او ژمنه یې وکړه چې په مرکز او ولسوالیو کې به د ټولو ښوونځیو ستونزو حل ته رسېدګي او زدکوونکو ته به لازمې اسانتیاوې برابره وي.

ميدان وردګ کې سلګونو کسانو د علي‌ پور پر ضد لاریون وکړ

په ميدان وردګو ولایت کې سلګونو کسانو د دغه ولايت د نامسووله وسله‌وال علي‌پور پر ضد لاريون کړی.

په یاد ولایت کې لاريون کوونکي وايي چې حکومت باید پر بشري جرمنونو او د بیګناه انسانانو پر قتل دغه تورن کس محاکمې کړي، د لاریون ګډون والو مرګ پر زورمندانو او جنایتکارانو شعارونه ورکول او د حکومت دا ډول کړنې يې د ستایلو و بللې.

د لاریون ګډون والو له حکومت نه و غوښتل چې ‎د میدان وردګو او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د پاته زورمندانو لمن هم ور ټوله کړي او د قانون منګلو ته دې يې وسپاري.
همدارنګه نن په کابل کې یو ځل بیا هم د علي پور پر ملاتړ د تاو تریخوالي ډک لاریون روان دی، خلک له کورنو نشي وتلی او د ښار ډېرې برخې د ترافیکو پر مخ تړلي دي.

علي پور پرون یکشنبه د کابل د ۱۳ مې امنیتي حوزې اړوند د شت برچي د قلعه قاضي په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.
د هغه تر نیول کېدو وروسته  ګڼو هزاره توکمو د پولیسو او حکومت پر ضد لاریونو نه پیل کړل، د لاریون په اږدو کې يې د پولیسو پوستې وسوځولې او شاوخوا ۲۰ پولیس يې ټپيان کړل.

علي پور د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی او په همدې ولسوالۍ کې د پاڅونوالو قوماندان دی، د نوموړي په اړه ویل کیږي چې د استاد محقق یو له باوري قومندانانو او کسانو څخه دی.

کابل کې لارینوالو په تاوتریخوالي لاس پورې کړی

په کابل، دایکنډي، بامیان، بلخ، غزني او هرات ولایتونو کې یو ځل بیا د قومندان علي پور د نیول کېدو په غبرګون کې لاریونونه شوي دي او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي.

 د راپورونو له مخې لاریونوالو یو ځل بیا په تاوتریخوالي لاس پورې کړی او د کابل په اونچي باغبانان سیمه کې یې د شپږمې حوزې اړوند، د پل خشک په نامه د پولیسو پوستې ته اور ورته کړی دی. د راپورونو له مخې د کابل په ۶، ۱۳، او ۱۸ حوزه کې لا هم لاریونونه دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل امنیې قوماندان رسنیو ته ویلي وو چې په کابل کې د تیرې ورځې لاریون کوونکو له ۲۰ زیات پولیس ټپیان کړي، د هغوی پوستې او موټر یې زیانمن کړي دي.

کندهار کې د مالوچو فابریکې بېرته فعالې شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، په کندهار کې د مالوچو فابریکې بېرته فعالې او هره ورځ په لسګونه ټنه مالوچ تولیدوي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي رسنیو سره په خبرو کې هغه راپورونه هم رد کړل چې ګنې په یاد ولایت کې دې د مالوچو کارخانې غیر فعاله او کارونه‌یې په ټپه ولاړ دي.

ښاغلی قوقندي وایي، له پاکستان سره په صادراتي لاره کې د تخنیکي ستونزو له کبله یوازې یوه اوونۍ د مالوچو صادرات نه‌کېدل چې اوس دا ستونزه هم هواره شوې ده.

د معلوماتو پر بنسټ د افغانستان له کندز، هلمند، بلخ او کندهار ولایتونو نه هر کال په زرګونه ټنه مالوچ پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرېږي.

بلوچستان کې ۳ کان کېندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ

تلوسه،  رفيع الله  مندوخېل

د بلوچستان ايالت په  دکۍ سيمه کې د سکرو ډبرو په کان کې د ګاز جمع کېدو له  امله  درې کان کېندونکو ژوند له  لاسه  ورکړی دی.

د بلوچستان  ايالت   د دکۍ ولسوالۍ  د پوليسو مشر غلام علي  وايي، چې پېښه د سکرو ډبرو زېرمې لرونکې سيمه څماولنګ کې رامنځته شوې، چې په کې درې کان کيندونکي مړه شوي او دوه نور مسموم  شوي دي.

پوليس چارواکی زياتوي، چې مړه  شوي د ايالت  د ږوب سيمې اوسېدونکي دي او  له  شپږساعته  هڅو وروسته  مړي او ټپيان له  کان څخه  راايستل شوي دي.

څو مياشتې وړاندې  د ايالت  په  مارواړ سيمه کې  د سکروډبرو په  کان کې د چاودنې په  نتيجه کې اتلس کان کيندونکي مړه شوي  وو. مړه شوي کان کېندونکي د سوات  د شانګلې سيمې اوسېدونکي وو.

د سکرو ډبرو د کان کېندونکيو اتحاديه  وايي، هرکال په  کانونو کې له  سل بيا تر دوه سوه کان کيندونکي د کار پرمهال  ژوند له  لاسه  ورکوي. په  تېرو اتو کلونو کې  شاوخوا درې سوه  کان کېندونکي  مړه شوي دي.

تر وروستۍ پېښي وړاندې  هم  په سرېنج، مارواړ، مارګټ  او نورو سيمو کې د سکروډبرو په کانونو کې دغه ډول خونړۍ  پېښې رامنځته شوې دي.

هلمند کې د هوایي برید په ترڅ کې ۱۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

تلوسه/هلمند

 

په هلمند کې د هوایي برید په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي  ۱۴ نور ژوبل شویدي.

دغه پېښه د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده سیمه کې د عملیاتو پرمهال د د هوایي برید په ترڅ کې رامنځته شوې ده ، چې په ترڅ کې یې دوه تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ نور ژوبل شویدي.

هوايي برید د لوی مانده په سیمه کې د ملکي وګړو پر کورونو ترسره شوی چې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ټپیان شوي او دوه تنه وژل شوي دي.

د یادې کورنۍ پاتي غړي له حکومت څخه د عدالت غوښتنه کوي.

 د قربانیانو د کورنۍ غړي وايي: یاد کورته نږدې وسله والو طالبانو پر امنیتي ځواکونو ډزي کړي وې، او ورسته د بهرنیو ځواکونو له لوري د ملکي کسانو پر کور او شاوخوا سیمه څلور هوایي بریدونه ترسره شول.

د هلمند د ولایتي شورا غړي د دا ډول بریدونو دوام اندیښمن کړي، او وایي که د عملیاتو پرمهال له دقت څخه کار وانه خیستل شي او ملکي تلفات دوام پيدا کړي بدي پایلې به ولري.

د هلمند والي ویاند عمرځواک پيښه تاییدوي، او وايي: په یاده پيښه کې ۱۶ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي، خو زیاتوي د پيښې څرنګوالی نه ده په ډاګه شوی ، او د پيښې د لازیاتو څيړنو په اړه یو پلاوی سیمې ته لیږل شویدی.

یاده پيښه د نادعلي ولسوالۍ د لوی مانده په امنیتي کمربند کې رامنځ ته شوې ده، چیرې چې دولت د تازه عملیاتو پیلولو لپاره چمتوالی نیولی دی.

 

یاسین قادري د ګلوبل کلاسیک په سیالیو کې د سرو زرو نړیوال مډال وګاټه

د بدن ښکلا افغان لوبغاړي یاسین سالک د ګلوبل کلاسیک د بدن ښکلا په سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه او د سرو زرو مډال یې خپل کړ.

دغه سیالۍ نن یکشنبه د لیندی په ۴ مه د چین په ماکاو ښار کې ترسره شوه چې د بیلابیلو هیوادونو لوبغاړو پکې ګډون کړی و.

د یادونې وړ ده چې یاسین سالک قادري د ۲۰۱۷ میلادي کال په اکتوبر میاشت کې هم د منګولیا د بدن ښکلا سیالیو په برخه کې ټول هېوادونه مات کړی و.

له دې وړاندې هم ښاغلي قادري د بدن ښکلا په برخه کې د آسیا په کچه لومړی مقام ترلاسه او د سرو زرو مډال یې خپل کړی و.

دغه سیالي چې د ۲۰۱۷ ملادي کال د اګسټ په میاشت په سویلي کوریا کې جوړه شوې وه له افغانستانه شپاړس تنو لوبغاړو پکې ګډون پکې ګډون کړی و.

د ټاکنو کمیسیون د ۵ نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې ټاکنو د پنځو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

که څه هم ټاکل شوې وه، چې د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې دوه اونۍ مخکې اعلان شوې وای، خو د ځینو سیمو د رایو د بیا شمیرنې له امله دا کار ځنډیدلی و.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد پرون ماخوستن ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې د پنځو ولایتونو پنجشنیر، زابل، لغمان، کاپیسا او نیمروز لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

هغه زیاته کړه، چې  له لغمان ولایت څخه جنرال عبدالمنیر تره خیل، محمد رفیع مموزي، انجنیر محمد علم قرار او میرمن ذیفون صافۍ ډیرې رای اخیستي او بریالي شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې، له کاپيسا ولايت څخه ولسي جرګې ته ميرداد نجرابي، حيدر افضلي ، اقبال صافی اوخديجه الهام، له پنجشير ولايت څخه زلمی نوري او راحله الهام، له نیمروز  ولایت څخه فریده حمیدي او ګل احمد نورزاد او له زابل ولايت څخه عبدالقادر قلاتوال، حميدالله توخي او زهرا توخي بریالی شوي دي.

صیاد وویل، چې دا لومړنۍ پایلې دي، کیداي شي په وروستیو پایلو کې پکې بدلون راشي.

د نوموړي په وینا، کوم نوماندان چې پاتې راغلي، هغوی کولی شي، په ۴۸ ساعتونو کې خپل شکایتونه ثبت کړي.

دیادونې وړ ده، چې دوه ورځې مخکې د ټاکنو کمیسیون ددایکندي، بامیان، جوزجان، فراه او اروزګان و لایتونو پایلې هم اعلان کړې وې.

تر اوسه د لسو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې دي.