پکتیا کې یوه ماشومه د سړي تښوونکو له منګولو وژغول شوه

پکتیا کې یوه ماشومه د سړي تښوونکو له منګولو وژغول شوه

November 26, 2018

زیارت ګل تاثیرــ پکتیا

امنیتي چارواکو په پکتیا کې یو۶ کلنه ماشومه (نجلۍ) د سړي تښتوونکو له منګولو څخه خوشې کړې.

د ماشومې کورنۍ وايي، چې دوی له چا سره کومه دوښمني نلري او نه يې هم داسې کوم دښمن شته.

دوی وايي، د نامعلومو کسانو له لوري به دوی ته د ټلیفون له لارې زنګونه وهل کېدل او د ماشوم د خوشې کېدو په بدل کې یې ترې نږد ې۲۰زره امریکايي ډالر غوښتل.

یاده ماشوه وايي، چې کله د سړي تښتوونکو له لوري وتښتول شوه، نو يې په مټ کې ورته پیچکاري وکړه او له هغه وروسته بیا په ځان نشوه پوه .

ماشومه د سړي تښتوونکو له لوري بې له کومه عوضه خوشې شوې، خو ولایتي اداره بیا وايي، چې د پکتیا د ملي امنیت ریاست له لوري په سړي تښتوونکو وروستي فشارونه ښايي د یادې ماشومې د خوشې کېدو لامل شوی وي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت تلوسې راډيو ته د څو ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو ېوې ډلې نیول کېدو ته په اشارې سره وویل، چې د پکتیا د ملي امیت ریاست له لوري په سړي تښتوونکو فشارونه زیات شوي دي .

له دې څو ورځې وړاندې هم یو ماشوم د سړي تښتوونکو له منګلو څخه وژغورل شو، چې په تړاو يې څو تنه تورن کسان هم ونیول شول .


Create Account



Log In Your Account