غزني کې  ۷۲ طالبان وژل شوي

غزني کې ۷۲ طالبان وژل شوي

December 5, 2018

د غزني ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د شپې په عملیاتو کې د ۷۲ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.

 طالبان د خپلو یو شمېر کسانو مرګ ژوبله تاییدوي.

بېلابېلو خبري سرچینو د غزني د والي د ویندوی او امنیتي چارواکو په قول ویلي چې د غزني په ۳ ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد ځپونکي عملیات شوي چې په نتیجه کې یې تر بل هر وخت دې ډلې ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي ویندوی محمد عارف نوري وویل، افغان او بهرنیو پوځیانو په ناوې، ګیلان او خوږیاڼي ولسوالیو کې تېره شپه او نن سهار هوايي او مځکني عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې ۷۲ طالبان وژل شوي دي.

وروسته له دې چې په قطر کې له طالبانو سره د امریکا په خبرو کې پرمختګ ونه شو، افغان او بهرنیو پوځیانو پر طالبانو د فشار د ډېرولو لپاره عملیات زیات کړي دي.


Create Account



Log In Your Account