ننګرهار کې خبريالان د خپل امنيت د تامين غوښتنه کوي

ننګرهار کې خبريالان د خپل امنيت د تامين غوښتنه کوي

December 5, 2018

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

په ننګرهار کې خبریالانو د یوې اعتراضیه ناستې پرمهال د انعکاس راډيو تلويزيون د تښتول شوي رئیس د ژر خلاصون او د خبريالانو د امنيت تامين په موخه د ځانګړو اجراتو غوښتنه وکړه.

 په ننګرهار کې د اريانا تلويزيون خبريال رحمت الله زيارمل وويل، که ولايتي چارواکي د انجينر زلمي په ژر خلاصون بريالي نه شي؛ نو دوی نور اقدامات په پلان کې لري او له هغې به ګټه واخلي؛ خو د دغو اقداماتو په اړه يې وضاحت ونکړ.

نوموړي وویل ولایتي ادارې هر مهال چې دا ډول پیښې رامنځ ته شي بیا ژمني کوي خو تل په خپلو کې ژمنو کې پاتي راغلي دي .

په ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کومیټې مشر شیرشاه همدرد تلوسې راډيو ته وویل چې په ننکرهار کې  نورو خبريالانو او د رسنيو کار کوونکو ته هم ورته تهديدونه متوجه دي.

نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره کړي ژمني پلي او په دي برخه کې کوټلي کامونه واخلي .

 په ورته حال کې  د انعکاس تلويزيون د نشراتو مدير شکر الله پاڅون وويل، کال وړاندې هم په دغه اداره د داعش وسله والو له لورې بريد شوی و، ګواښونه هم ورته شوي؛ خو دا لا څرګنده نه ده، چې د دوی مشر وسله والو مخالفينو تښتولی او که د پيسو اخیستو په موخه تښتول شوی دی.

د ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند د انجينر زلمي تښتول د رسنيو پر کور او د دوی پر خپلواکۍ بريد ياد کړ او يادونه يې وکړه، چې د هغه د خلاصون لپاره ګډو امنيتي ادارو  جدي عمليات پيل کړي دي.


Create Account



Log In Your Account