پکتیا کې ۲ تنه د قاچاق په تور نیول شوي

پکتیا کې ۲ تنه د قاچاق په تور نیول شوي

December 5, 2018

پکتیا کې دوه تنه د الکولي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

د پکتیا ولایت امینتي مسوولین وايي، د دوی له لوري دوه تنه هغه کسان نیول شوي، چې غوښتل يې الکولي مواد له لوګر ولایت څخه د پکتیا له لارې پکتیکا ته ولیږدوي.

د پکتیا امنیه قمنداني وايي، چې له نیول شویو کسانو سره نږدې ۱۶بوتله الکولي مواد ګير شوي دي.

د پکتیا د امنیه قمنداني ویاند سردارولي تبسم تلوسې راډيو ته وویل، چې یاد کسان يې د شهرا په سیمه کې د کشفي ارګانونو پواسطه نيولي دي .

تبسم زیاته کړه، چې یاد کسان يې عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.

د پکتیا اوسېدونکي بیا له عدلي او قضايي ادارو څخه غوښتنه کوي، چې ورته کسان دې بېرته نه خوشې کوي او پرې دې قوانین تطبیق شي.

سمیع الله، چې د پکتیا ولایت اوسېدونکی دی، له تلوسې راډيو سره يې په خبرو کې وویل، چې یاد که ورته کسان خوشې شي، نو نور مجرمین هم د جرم کولو جرات پیدا کوي.

اوسېدونکي د دې ترڅنګ له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د قاچاقو د مخنیوي لپاره دي لا جدي هڅې وکړي.

 


Create Account



Log In Your Account